دَ پښتو دَ جدید غزل سرخېل ، نامتو محقق ، سترګه ور نقاد او دَ قدر وړ  انسان سعید ګوهر او وَ پښتو ژبې ته تر هر څه ور تېر بې ساري شاعر او غښتلي نثرنګار  سید خېرمحمد عارف په نوم  ..... چې دَ دواړو دَ مثالي دوستۍ له برکته نه یوازي دَ اَُردو او پښتو ادب نابعهٍ عصر، اوچت شاعر او منلي نثرنګار پروفیسر ربنواز مایل په مشرۍ کې دَ لورالائي پښتو مکتبه فکر لومړۍ خښته کښېښول شوه ، بلکې دَ ګران سهېل جعفر او محمود ایاز په ډؤل بې شمېره پیاوړي شاعران او نثر لیکونکې یې هم دَ پښتو په چوپړ داسې بوخت کړل ، چې اوس بې دَ لورالائياتو دَ ذکر او فکر .... پښتو ژبه او ادبي تاریخ نیمګړی دی - 
انتساب  دَ ژوند
زما ژوندون
 دي شي لوګی په هغو
چې زما دَ هر
لیدلي خوب  په شانې
پښتو کوي
 او پښتونواله پالي
انتساب  دَ جذبو

زما جذبې
په نوم دَ هغه احساس
چې سړیتوب
دَ سرلوړۍ په خاطر
مرام ګڼي دَ ژوند
یوازې مینه

• انتساب دَ شاعرۍ

زما شاعرۍ
په نوم دَ هغې پېغلې
چې زما دَ خیال
دَ هر یو نقش په سمه
په نرۍ زنه
شینکی خال هم لري

افضل شوق