نظم ۱۰۰ ـــ ّ دَ مفلسۍ په جُرم ّ
ما چې یې نورو ته مثال ورکوئ
هغه په ما باندې
مئینه لا هم ،
لاړه په بله ... تش په دې خبره
چې ، زما تر جېبه غزَولی لاس یې
ځانته لا
نه ؤ سم غبرګ کړی خالي
چې ، زما په نوم یې وَ لیکله کرَ که
او دَ بازار په لور یې
مخه وکړه
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- پتایا بیچ ، تهائي لېنډ ... ۱۹۹۴ع )
نظم ۱۰۱ ـــ ّ دَ موزارټ په موسیقۍ کې ّ
راته داسې محسوسېږي
لکه ټولې نظارې چې
دَ موزارټ په موسیقۍ کې
نن سندرو ته جوګه وي
که یَه ... ،
داسې کیسه نه ده
نو، بیا زه څله ځنګېږم ؟
چرته زه خو موزارټ نه یم
چې ، له څو پېړیانو ورسته
یو ځل بیا نن سرودونه
ژغومه په فضا کې
ــــــــــــــ
( سېلز برګ ، آسټریا ... ۱۹۹۶ع )
نظم ۱۰۲ ـــ ّ دَ میلانو څلي ّ
نور دي دَ مینې په افسون
که څه هم نه پوهېږم
خو ، کله کله سنجَومه داسې ،
لکه له ورکو چې خپل ځان لټوم
او یا یَو شی دی تعاقب کې زما
چې زه امان ترې غواړم
ځغلم ... تېښتم ،
خو، بیا چې شاته ګورم
هیڅ هم نه وي ،
که وي هم څه ...
نو ، فقط پلونه زما
او یا سر شوي ، دَ میلانو څلي
ــــــــــــــ
( منصوره ، مصر ... ۱۹۹۸ع )
نظم ۱۰۳ ـــ ّ دَ ناروا فتوې په سمه ّ
تاسو څه غواړئ ؟
دَ چا په زَد جنګېږئ ؟
دا پُوښتنې چې مې څنګه ځینې وکړې
نو، په ځای دَ ځوابونو
وسله والو ...
وَ یَو بل داسې وَ کتل په ځیر ځیر
لکه هر یَو چې له بله کړي پُوښتنه
او خبر په څه
هیڅوک نه دی ، چې څله ؟
خو، بیا هم دي جوړېدلي وَ غزا ته
دَ یو بل په زَد دغه سکني ورُوڼه
بس دَ داسې ناروا فتوې په سمه ،
ّ که دي بُوره خپله مور کړه ، نو غازي شوې
او یا مړ دَ ورور دَ لاسه شوې ... شهید یې ّ
ــــــــــــــ
( تهیم :- مصر ۱۹۹۸ع / نظم :- کوئټه ... ۲۰۰۰ع )
نظم ۱۰۴ ـــ ّ دَ نتاشا په نوم ّ
دَ څېرې ښکلا دي هم زه
متاثره نه کړم ځکه
چې ، دَ ګل ګل نقش تر شا دي
دَ ازغو په چپه داړې
دَ داړَلو په نیت وازې
زما وَ زړه ته دي ساتلي
خو، دا زه یمه ، چې ژغورم
ځان او زړه څه ؟
هم جامې لا ...
لاکن ته یې چې هغسې
راسره یې لکه سیوری
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- ګلاسکو ، سکاټ لېنډ ... ۱۹۹۶ع )
نظم ۱۰۵ ـــ ّ دَ نن انسان او ـ ـ ـ ّ
ّ څومره چې بد غواړي
دَ بل دَ پاره
هغومره ښه کوي
دَ ځان په حق کې ّ
دغه خاصې لري نن
هغه انسان ،
دَ چا په سر باندې پرون ...
چې ابلیس ،
له فرښتې څخه شېطان وَ ختو
ــــــــــــــ
( راولپنډۍ ... ۲۰۰۱ع )
نظم ۱۰۶ ـــ ّ دَ نیس شپه ، زه او یادونه ّ
ما وئیل
نه شته په جهان کې بل څوک
چې ، زما په رنګه تود خلوص وَ لري
خو، چې دَ اور سَکنۍ خویندې په ما
لمبه لمبه څنګه را وَتاوېدې
نویې په بېل بېل نغَري کې زه هم
په تاؤ دَ مینې
سَوی سکور کړم داسې
چې ، اوس که څه هم روغ رمَټ مُونېږم ،
خو، حقه دا،
چې دَ یادونو په څیر
لکه یَره ...
سهار ، ماشام دُوړېږم
په لورې زه
دَ جېن ، کرسټي او ټینا
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- نیس ، فرانس ۱۹۹۶ع / نظم ، کوئټه ... ۱۹۹۹ع )
( غزل ـ ـ ـ ۹ )
دومره له مینې نا آشنا هم نه یُو
که سره یَو نه يُو ، جلا هم نه يُو
دلته ځانونه له تیارو هم پېچو
هلته ملګري دَ رڼا هم نه یُو
موږ دَ جنون په لاره سم لېونیان
که دَ ځان نه یُو ، دَ دُنیا هم نه یُو
که په تندیانو ګوُنځې نه هم لرو
شوقه! په زړونو خو صفا هم نه یُو
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۱۰۷ ـــ ّ دَ یوه وجود ـ ـ ـ بېل اندامونه ّ
دغه دَ ژوند په اوږو بار
بې حرکته مړی
ممکنه نه ده ، چې راپورته شی
که وَ نه لري ...
سر دَ پښتون
خو، دَ تاجکو او اُزبکو لېچي ،
یا هم په پښو
دَ هزاره او دَري والو بیرته
دَ یَو افغان په تشخص
مزل ته ملا نه تړي
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۷ع )
نظم ۱۰۸ ـــ ّ دَ یویشتمې پېړۍ انسانه! ّ
وایه ... ستا په خیال به هم
داسې ښه نه وای؟
چې له پاڼو او وښو جوړي جامې مو
اغوستلی
او په غارو کې دَ غرونو
یا ځنګلو کې
اوسېدلی .. غړېدلی
آسائش دَ ژوندانه هم نه وای داسې
زېبائش دَ ژوندانه هم نه وای داسې
هلې ځلې ... نه لالچ دَ پرمختګ وای
نه خو ، پوهه او نه علم .. مړ شعور وای
وی ... خو بس چې لږ احساس دَ سړیتوب وی
او یا وینه دَ انسان
انسان دَ لاسه
درېغه درېغه کله هم نه بهېدلی
ــــــــــــــ
( نوښار سره نیږدې دَ پېښور په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع )
نظم ۱۰۹ ـــ ّ دَ هر ګور وَ سر ته شنه شول نور سرونه ّ
(دَ افغانستان دَ نوي انقلاب تر اثر دلاندې )
دَ چا په لمسه
چې په بېلو بېلو بڼو
تر پرونه پورې تا رېبل سرونه
او پئيل دي ترې وَ چا ته امېلونه ،
هم ، هغو سوداګرانو برایه شپه
ستا دَ سر سودا هم وکړه ، مخته تېر شول
خو، ستا سر شو له خطرو په امان ځکه
چې شپه تېره شوه ،
سهار شو ستا له بخته
او دَ غرو له څُوکو لمر څه راښکاره شو؟
چې دَ ګڼو هدیرو په دې هېواد کې
یو ځل بیا دَ ژوندانه په تاندو هیلو
دَ هر ګور وَ سر ته شنه شول نور سرونه