نظم ۱۱۰ ـــ ّ زړه چاؤدې سانحه ّ
( دَ ډاکټر نجیب په ناروا قتل )
مړ به شم زه
خو، زما به هېره نه شي
دا واقعه زړه چاؤدې
چې ګاونډیانو مو آخر هم لوبه
دَ خپل وحشت چې رسَوله سرته
نو، په ښادۍ کې یې
په ځای دَ پُسونو،
دَ پښتني دود او دستور په چپه
کړو راځوړند هغه سپین ږیری مشر
څوک چې دَ امن پیامبر یادېدو
چا ، دَ دوئ تر منځه صُلح غوښته
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۷ع )
( غزل ـ ـ ـ ۱۰ )
زړه مې راته وائي ، چې دَ عشق انتها وَ غواړم
تا ته دُنیا پرېږدم ، او په تا کې دُنیا وَ غواړم
ستا نوم به له ما سره لیکلی وي په هر دېوال
هر څو که له سترګو زه دَ خلګو پنا وَغواړم
سوال که زما او ستا تر میانه راغی دَ یوه خواهش
دا امکان لري چې زه دَ ځان په ځای تا وَغواړم
ګوره، چې په خُله کې یې دا ژبه څله ګونګه شي؟
ستا دَ کور درک چې زه په ښار کې له چا وَغواړم
ــــــــــــــ
( تاند واني ، زیارت ... ۱۹۹۵ع)
( غزل ـ ـ ـ ۱۱ )
زما او ستا تر منځ دَ مینې وسیله ده ګرانه
په ما تر ځانه ګران یې ته، په تا پیسه ده ګرانه
موسکا په مینه سنجَول ، خطا ایستل دي دَ زړه
حقیقت دا ، چې دَ سرونو فېصله ده ګرانه
غم خو دي غم دی ،خوشحالي دي لاپه غم تمامه
خارمړیه ژونده! ستا خو هره معامله ده ګرانه
خلګو له زړونو هم حُجرې دَپښتنوجوړي کړې
شوق ته دَ مینې مېلمستیا دَ یَو میلمه ده ګرانه
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۵ع)
نظم ۱۱۱ ـــ ّ زما او ستا تر میان دَ مینې عجیبه تړون دی ّ
زه دَ جنون په لار ټالۍ وَهم
لګیا یم ځمه
او واټنونه
لنډَومه دَ منزل په لورې ....
ته لا تر اوسه نُوک وَهې په هر قدم
چې راځې ،
خو بیا هم دواړه په یو بل
مشهوره یُو سرتېري
ــــــــــــــ
( تهیم :- پرسټن ... ۱۹۹۶ع / نظم کوئټه ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۱۱۲ ـــ ّ زمری څنګه غوئيی شو ـ ـ ـ ؟ ّ
چې له خوبه را بېدار شوم
نو څه وینم ... ،
چې په کور کور او کوڅو کې زما دَ کلې
دَ زمریانو په ځای سپیان دي ،
چې غپَېږي
او دَ هر سپي داړي سرې دي ،
هم ټپَي دی ...
خکه ما کړې سترګې پټې یو ځل بیرته
په دې هیله
چې بهتر به سباؤن وي ،
لاکن ما چې څنګه څنګه واټنونه
لنډَولو دَ طلب دَ خوب په لورې
سپیانو هم پوستکې اغوستل ... لګیا ؤ
چا پوستکې دَ جونګي ،
چا دَ غوئيانو
خود په دې نیت
چې له خوُږو په امان شي
یا په دې ،چې
ماته وَ نه خوُري دُښمن ته ،
بس چې کله خوب څادر په ما راخپور کړو
نو څه وینم .. ،
چې زما دَ قام هر غړی
په اوږو او په ملا بار لري غمونه
اندېښنې دَ بې وسۍ
احساس دَ ماتې
خو، کولی بیا هم هیڅ نه شي خوار ځکه
چې دَ ده باګې
دَ بل په لاس کې وینم
او ده سر دی کُوز نیولی په دې فکر
چې
ّ دائی څنګه په زمري ځان نن غوئیی شو؟ ّ
ــــــــــــــ
( اسلام آباد ... ۲۰۰۱ع)
نظم ۱۱۳ ـــ ّ زېری دَ مینې ّ
دا چې ماته
ته په برَګو برَګو ګورې
او چیچې راته
له خشمه شُونډی سرې هم
دا اظهار دی
ستا دَ کرَکې په ښکاره ، خو
په کې زېری هم
زما دَ مینې پټ دی
ــــــــــــــ
( تهیم :- لېچسټنسټائن ... ۱۹۹۶ع / نظم :- کوئټه ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۱۱۴ ـــ ّ زه له تا ، په پټه تا رابېلومه ّ
ستا دَ زنې
وَ شنه خال ته چې په ځیر ځیر
داسې ګورمه ...
نو، پوهی شه چې اشنا!
زه دَ غله غوندې په پټه
ستا له سترګو ،
دَ ځوانۍ او دَ خُمار
خوند او رنګونه
دَ بڼو په څُوکو یَو یَو که پئيمه ،
زه له تا ....
په پټه تا رابېلومه
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۱۵ ـــ ّ ژوند ّ
بند کړه کتاب ... که معنا غواړې دَ ژوند
په توکل سفر ته ملا وَ تړه
شه مخامخ دَ موسمونو سره
کائینات وَڅپَړه په خپلو سترګو
او په رنګونو کې ځان وَرنګوه
بیا مې یقین دی ، چې دَ غرو لمنې
ساحل ، ګودر او دَ اوبو شنې چینې
غټې ، وړې او زرغونې جزیرې
سوئمنګ پوُلونه ، او پارکونه به ستا
دا مضطربه رُوح کړي تږی دومره
چې دي دَ وَچ حلق تر دُرشله زړګی
داسې په منډه ، په ټوپونو راشي
لکه ژوندون چې وي فقط یو تنده
او ته دَ تږو آرزوګانو کاروان
چې مزلونه لنډَوې همېشه
خو، تر مرامه نه رسېږې کله
ــــــــــــــ
( دَ کراچۍ څخه دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۱۱۶ ـــ ّ ژوند او زه ّ
یو تجسس دی
پارَوي ما
په پلټَنو باندې ..
بل اضطراب دی ځاره چاؤدی
دَپُرهار په رنګه
چې ما په څړیکو کې دَ دړد
که بې فراره ساتي
خو، لا هم زه یم
چې ټالۍ وَهمه ژوند ته مُدام
او ځمه ځمه
خپلو هیلو سره وړاندې ځمه
ــــــــــــــ
( ډؤر ّ بندرګاه ّ ... لندن څخه دَ انګلش چېنل په سمندري لاره ، دَ ډنکارټ ّ بندرګاه ّ فرانس په لور دَ لانچ په سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
( غزل ـ ـ ـ ۱۲)
ژوند په سر اخیستی لکه مړی یم
زه څومره په خپل ذات کې نیمګړی یم
ځان کې په سوب دَ مُسلسل سفر
تلی نه شم په بله دومره ستړی یم
داسې راته مه ګوره په سپک نظر
زه به هم دَ چا دَ کور یو غړی یم
زه هم دَ پښتون په حېث پښتو لره
خپل ضمیر ته شوقه! پورَوړی یم
ــــــــــــــ
( کراچۍ ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۱۱۷ ـــ ّ ژوند ـ ـ ـ څه کم دی له دوزخه ؟ ّ
منم دا
چې حقه نه کول ګُناه ده
او نا حقه ، دوزخیان دي
لکه یُو ، چې
هم په صبر صبر باندې یې
زغمو ، چې
خو عجبه دا،
چې څوک هم خبر نه دی ...
چې هغه په کوم قصور
ژوند ته جوګه دی ؟
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۱۸ ـــ ّ ژوند ، که فرېبي جنت ؟ ّ
دا چې هرڅه هرڅه ښکاري
ګېر چاپېره
هم دغه خو دي ...
خورې ورې ښکلاؤې ،
چې که سترګې کړو پرې پټې
نو به خوب شي
او دَ هر خوب
ځانته سل سل تعبیرونه ،
بیا چې ګورو یې په ویښه
نو جنت دی ...
او موږ واړه جنتیان شو ... په کې ګرځو ،
خو جنت ورته وئیلی ځکه نه شو
چې دَ ژوند دغه جنت
په هر دویم ګام
یَو دوزخ هم دی
په ځان کې خوندي کړی
ــــــــــــــ
( دَ سوئټزرلېنډ په جنت وزمه درَو کې دَ سفر په وخت ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۱۹ ـــ ّ سپین بېرغ ّ
دا چې ځان
زه په هر رنګ کې رنګومه
که څه هم حُسن پرسته یم
خو، غواړم
چې اووه واړه رنګونه
سره یَو کړم
او په زَد
دَ خوُني کښو تورتمونو
سپین بېرغ
دَ سوکالۍ ورڅخه جوړ کړم
ــــــــــــــ
( دَ بلجئیم څځه دَ هالېنډ په لور په سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۲۰ ـــ ّ ستا په لوري در روان یم ّ
زه هم ستا غوندې انسان یم
ژمی ، دوبی
سپرلی ، منی
په وجود محسوسومه ،
اوبه څیښمه
ډوډۍ خوُرمه
او ساه ګانې لوبَومه
خو ، که فرق شته ما او تا کې
نو هم دومره
فقط دومره
چې ته اوسې په خپل ځان کې
دَ شیشې غوندې مکان کې ،
او ما ستا دَ غم دروند پېټی
په اوږو باندې اخیستی
ستا په لورې در روان یم
ــــــــــــــ
( کولمبو ، سري لنکا څخه دَ بنکاک ، تهائی لېنډ په لور په سفر کې ... ۱۹۹۴ع)