نظم ۱۲۱ ـــ ّ ستا دلاس مړی به په تا پسې وي ّ
دَ ورو په وینو اې ککړ انسانه!
اې دَ ضمیر په اړه مړ انسانه !
***
تا چې چاړه را ا خیسته کله
زړه له دي دا خبره رانغلله
چې ته دَ چا ځیګر څیرې په چړَو
هغه به هم تعبیر وي چا دَ خوبو
بچیان به لاره دَ هغه هم ګوري
کور به یې ناسته وي یوه سر تورې
دَ زړه ټوته به وي هغه هم دَ چا
لري به ځان لره وړه شان دُنیا
***
خو ، درېغه درېغه چې تا پورته کړولاس
نه درَغلو مزغو ته دغه احساس
***
اوس که هر څو په خپلو کړو وَ ژاړې
یا دَ بدل په اخیستلو ویاړې
خو ، دا مې یاد لره تر مرګه پوري
ستا په ضمیر باندې به کاڼي اوري
ته به قرار غواړې ، قرار به نه وي
دَ تېښتې لار به غواړې ، لار به نه وي
دَ غلو په شان به له هر چا پُټېږې
له خپله سیورې به لا هم وېرېږې
***
تر څو چې ستا او دَ ژوندون رشتې وي
ستا دَ لاس مړی به په تا پسې وي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۱۲۲ ـــ ّ سجده ّ
خپل مې ګڼې ،
که نه ګڼې
خو ، یاره!
ما دي دَ خیال
په هر مندر کې بُت ته
لکه هندو
تل سجده کړې ده
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۲۳ ـــ ّ ستا خدائي نه شوه بربنډه ّ
چې مې زړه غواړي الوت ته
نو، لاسونه مې وزَر شي
او په بڼه دَ مارغه شم
دَ هوا په اوږو کښېنم
او آسمان ته په ختو شم
بیا چې څو په ما کې وَس وي
الوځمه
الوځمه
هن تر دې ... چې ستړی شمه
او وزَر مې دواړه شل شي
بې وسي راسره مل شي
هم په سترګو تیاره راشي
هر څه زما وړاندې فنا شي
په فضا کې معلق شم ...
په دې خیال ، چې
لویه ربَه !
څونې پورته دی ،
دا عرش ستا
دَ انسان له خاورین فرشه ،
چې مزل کې دَ پېړیانو
فا صله نه شوه رالنډه
ستا خدائي نه شوه بربنډه
ــــــــــــــ
( دَ کراچۍ په لور کې په سفرکې ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۱۲۴ ـــ ّ سرابونو غولوَلی مسافر ّ
څوک چې ستا تپوس له ما وَکړي لالیه!
زه دَ سوچ په توُنده اسپه باندې کښېنم
او ګودر ګودر دَ ژوند وَلټَومه
خو هیچرته چې تا نه وَوینم ، راشم
او خولې دَ تندي وچې په دُسمال کړم
بیا څوکه غوندې په ماتو ګوُډو تورو
وَ هغه سړي ته زه داسې ګویان شم
ّ ما په سترګو دَ څېرې نه ده لیدلې
ها جنۍ چې زه یې تل خبرې اورم
دَ دفتر دَ ټېلي فون په رسیور کې ّ
نو زما په دې ځواب هغه مُوسکی شي
خُله کږه کړي او پسخوند کې راته وائي ....
ّ شوقه یاره! واقعي چې ته شاعر یې
سرابونو غولوَلی مسافر یې ّ
ــــــــــــــ
( بنکاک څخه دَ کراچۍ په لور په هوائي سفر کې ... ۱۹۹۵ع)
نظم ۱۲۵ ـــ ّ سر پرېکړَي انسانان ّ
تر پرونه خو لا زما هم ښه په یاد دي
چې سرونه په اوږو باندې ؤ نښتي
ښورېدل به
ژغېدل به
خندېدل به
لاکن ګوره چې دا نن ،
څه شوه وَر پېښه ... ؟
چي سړي سړي خپل سر دی را اخیستی
په لاسو کې
او سرې وینې ترې څڅېږي ،
څه خو وائي ...،
مګر څوک پرې نه پوهېږي
هغه ځکه چې سرونه یې بې حسه ،
خُلې تړلي
ژبې ګوُنګې
سترګې پټې ،
بس که نه دی لا شل شوی
نو، په دوؤ پښو
چې دَ نن مړی یې ګرځوَي په لاره
او لا هغه ځڼېدلي دوه لاسونه ،
چې نه سر په اوږو ږدی
نه ژغېدی شي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۱۲۶ ـــ ّ سوب که ما دَ رسوائي ګڼې ته .... ؟ ّ
وایه .... !
بې ما که دي ، زما په نامه
کله په ژوند کې
بیا څوک نه تنګوي ،
نو خو مې وَ شړه دَ زړه له کوره
که یَه ...
دا نوم به مې له تا سره تل
دغسې لیک په دېوالو وي بیا هم
نو خو دَ مینې تقاضې پوره کړه
پرېږده دُنیا
چې هرڅه هرڅه وائي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۲۷ ـــ ّ شعرونه ّ
دَ خپل رُوح له اضطرابه
راته داسې څرګندېږي
چې هم ته هغه راڼۍ یې
چې دَ زړه له سلطنته
دَ خلوص په قافله کې
زما دَ سترګو تر چوکاټه
هره شپه راوړې وَ ماته
په ځولۍ کې ډېره مینه
او دَ سرو ګلو هارونه ،
خو چې څنګه بیا سهار شي
نو دَ درَستې شپې خوبونه
تېر له تا سره وختونه
په ما وَلیکي شعرونه
ــــــــــــــ
( له ژوب څخه دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۲۸ ـــ ّ شک دَ ایمان زیان دی ّ
نه زه هندو
او نه ته بُت دَ کاڼې ،
نه مې وصال دَ تقا ضو په چپه
کله دی کړی
پوجا پاټ او اشنان ....
خو، ستا دَ مینې تهمتونو داسې
زه په جهان
لکه کافر مشهور کړم ،
چې اوس که هرڅو سُولوَمه تندی
خلګ کوي
زما په ایمان باندې شک
ــــــــــــــ
( له ژوب څخه دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۲۹ ـــ ّ عجبه نه ده ، چې دَ داسې پرمختګ پرته هم ّ
لا چې دَ امن
دَ څېرې ګړځجن او تت نقشونه
دَ تصور په سمه
څو څو پاکوَم په دُسمال
ما ته یې ګوُنځو کې ښکارېږي
سرې په وینو باندې
دَ انسان وزمه ځناورو
غاښَورې څېرې
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۳۰ ـــ ّ عجیبه انځورګري ده ّ
ما چې دَ چا په نوم
کوله شاعري
هغه نن ... ،
زما دَ نظمونو
په مصرعو دَ ګڼېدو پرته هم
کوي پُوښتنې
دَ خیالي پېکر په باب لا داسې
لکه دَ خپل کور او کوڅې
درک چې غواړي له ما
ــــــــــــــ
( پېښور ... ۲۰۰۲ع)