نظم ۱۳۱ ـــ ّ عجیبه ګلوبلائزېشن ـ ـ ـ ؟ ّ
څوک چې نړۍ ته
نوم دَ کلي ورکوي ... او وائي
ّ ټول هېوادونه
په محلت کې دَ کورونو په څیر،
باید چې خپلو کې
دَ تلو راتلو غوره کړي لارې ّ
خو حقه دا ، چې هغوئ خپله
په ښارونو لا هم
دي جارباسلي دېوالونه
په دې نیت ، چې چرته
یَو مسافر دَ دوئ په لورې
لاره نه کړي خطا ....
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- چېسټر ّ انګلېنډ ّ چې په زیاتره ښار یې دېوال راجارباسلی دی ، په لیدو ... ۱۹۹۶ع / نظم : - کوئټه ... ۱۹۹۶ع )
نظم ۱۳۲ـــ ّ غلې جذبې ّ
څو ځله دي ما هم
دغه مړې سترګې په غلا باندې
ستا دَ نرۍ زنې
دَ شنه خال په ګواهي کې لا
دي نیولې یاره !
خو وئیلی ځکه نه شمه ،
داسې نه ،
چې ، ستا دَ مینې
غلې جذبې رسوا نه شي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۳۳ ـــ ّ فا صلې چې څنګه څنکه رالنډېږي ـــ انسان دومره له انسانه لیري کېږي ّ
ّ دا نړۍ دومره وړه ده
لکه کلی ،
او په کلې کې آباد کلیوال هم ،
خپل تر خپلو
که وَغواړي ، ګرځېدلی شي
او په حال هم دَ یوه بل خبرېدی شي ،
لاکن پرته له دې هر څه
دغه کلی ...
دَ ژغلنو مځکو او دَ غرو په چپه ،
دَ عُمرونو دَ مزل په سمه ، ډَنډي
دَ وینس دَ ښار په رنګه
دَ اوبو هم
لور په لور لري ولاړي
په کوڅو کې
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- له وینس څخه دَ مارګېرا په لور په لانچونو کې په بېلا بېلو وړو ټاپوګانو باندې دَ نابلدیا دَ لاسه دَ ستړیا دَ یَو نه هېرېدونکي سمندري سفر په وخت غوره شوی نظم ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۳۴ ـــ ّ فېري آف لورلائي راک ّ ( دَ لورالائي راک ښاپېرۍ )
چا وئيل ...
چې داسې نه ، بې وخته مړ شم
چا وئیل ...
چې داسې نه ، ته مې اجل شې
او چا ایښي په غوږو ؤ خپل لاسونه
داسې نه ،
چې ستا خوږې سندرې واؤري
او په سمه دَ زاړه روایت مړ شي ،
یا سرُور کې
دَ شنه رائن اوبو ته ټوپ کړي
خو یَو زه ومه
سرتېره په درست لانچ کې
چې نیولي مې ؤ شک درته غوږونه
او خوږې سندرې ستا مې اورېدلې ،
خو دا بخت ګڼمه خپل
چې ، زه مړ نه شوم ...
او نه شومه دَ ماهیانو دَ خوراک زه
لاکن کله چې دَ سېند په بله غاړه
زه له لانچه کوُزېدمه ...
نو مې خپل ځان
داسې ووړ
او داسې سپک غوندې محسوس کړو
لکه زه چې وَچه پاڼه دَ خزان یم
او دَ باد څپې به ژر کړي ما دَ مخه
ــــــــــــــ
( دَ رائن په دریاب ّ جرمني ّ کې دَ لورالائي راک نامي ځای ته نیزدې ّ چرته چې دَ یَو زاړه روایت په سمه وئیل کېږي چې دلته لورالائي ښاپېرۍ داسې خوږې سندرې وائي ... چې که چا دَ هغې سندرې واورېدې ، نو به یې دَ سرُور له خونده دریاب ته حتماً ټوپ کوي ... او داسي ډېر سېلانیان دَ دې دَخواږه ژغ په سرور کې دَ ماهیانو خوراک شوي دي ّ دَ لانچ په چکري سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۳۵ ـــ ّ کرسټوفر کولمبس ته ـ ـ ـ خو، دَ هغه دَ کشتۍ په وړاندې ّ
تا هم نړۍ کړله تر پښو دلاندې
او زه یې هم هڅه کوم دَ کتو
خو ما او تا کې بس توپیر دغه دی ،
چې تا سېلونه دَ شاهین په شانې
په آزادۍ باندي کولو مُدام
او بل دا زه هم سېلاني یم مشره!
چې ، سرحدونو او دَ کرښو تر میان
داسې راګېر یم ،
چې په خپله خوښه
دوه درې قدمه مخته نه شمه تلی ...
خو بیا هم غواړمه ،
چې ستا په پلونو
له خپلو دغه هتهکړیانو سره
دَ نړۍ هر ګوټ ته ځان وَ رسَوم
چې بیا سبا ...
له لوُمړي څرک سره سم
ټول سېلانیان له سپین بېرغه سره
په کرَکو وېښ ټول هېوادونه یَو کړي
او کرښې وَباسي له منځه بیرته
ــــــــــــــ
( بارسلونا ، سپېن ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۳۶ ـــ ّ قتل ّ
ما وئیل ....
چې کښېنه هله
وار لوُمړی کړه له قاتله
داسې نه، چې تر تا راشي
او تا مړ کړي بې اجله
ځکه زما دَ سترګو وړاندې
ورځ په شپې کې شوه بدله
او راپوره شوم له وامه
نه یوه شوه
او نه بله ،
وار خطا دَ مرګ له سامه
ما چاړه را واخیستله ...
اوس به ما لا نوره نوره
دَ هغه سینه څیرله ...
چې ګړنجی مې تر غوږو شو
شیشه غوټه ماته شوله
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۱۳۷ ـــ ّ کچکولی زړه ّ
دَ خپل کلي له ګودره
بیا تر غاړو دَ سیندونو
هن ، نړۍ تر ساحلونو
ما دا خپل کچکولی زړه تل
دی نیولی وَ هر چاته ...
او دَ مینې خېر مې غوښتی ،
لاکن ګوره چې دا زړه دی
که سراب دی اروا تږی
چې یې څومره اوبَومه
دائی لا تږی وي هغسې
ــــــــــــــ
( له ایران بارډر څخه مخته په تُرکي کې دَ آګره تر ښاره پورې په زمیني سفر کې ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۱۳۸ ـــ ّ ګلوبل سائن ّ
فلوریتا ، عقود ، رانا او مدیحه څه
منوېلا، بېسنک ، بوُبا او لومائي هم
له سوفیس او پوُ سامنانګ سره په ګډه
دَ ګڼ شمېرو بهرنئیو هېوادونو
دا راجمه مېلمنو تر منځ په خوند خوند
په رٍدم کې زما دَ زړه دَ درزاګانو ،
په سندرو دَ خالد ، نوال ، پاسکل ... که
ګډېدلو او په ما راغوړېدلو،
نو هم هلته
په محفل کې وَ بل کونج ته
خدیجه ، منال ، مُونا او خاتونا هم
په ژړاؤ باندې سر ،
خو په تمبل یې ...
دَ عربو دَ دستور په سمه ساندې
دَ فرعون په هغې لوُر باندې کولې ،
چې دَ مینې په خاطر یې
په راڼۍ ځان
دَ خپل زړه دَ فېصلې په سمه
تاج هم ....،
دَ پښتون سیزر په پښو کې
نن ور ږدلو
ــــــــــــــ
( دَ ّسټوډنټس انټرنېشنل ډې ّ په موقعه قاهرو ډېموګرافک سېنټر ، دَ اقوام متحده دَ آبادۍ فنډ په مرسته او په نظم کې دَ ذکر شوؤ ملګرو په خواخوُږۍ زما کوژده او واده دَ ّ ګلوبل سائن ّپه ټائیټل باندې
په قاهره ښار کې په یادګاره خوشالۍ سرته شو ... دا نظم دَ هغه موقعې په مناسبت کې لیکل شوی دی ... قاهره ...۱۹۹۸ع)
نظم ۱۳۹ ـــ ّ ګڼمه ځان زه ځناور په دې ، چې ـ ـ ـ ّ
دَ ژوند دَ نورو اندېښنو په چپه
که په دې زړه کې
زه لرمه بل څه
هغه ... ارمان دَ سوکالۍ دی
چې ما
دَ وخت په ځامو تل چیچي
خو، کله
تر خپل مرامه ځکه نه رسېږي ،
چې زه هم اوسم
انسانانو سره
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۱۴۰ ـــ ّ ګونګۍ مینه ّ
زما هم زړه غواړي
چې هرڅه
درته وَوایم په نېغه
او دا زړه درته ښه سپک کړم
خو، ملا ماتی مې همت شي
په دې خیال باندې ،
چې چرته
غرضي نه وَ ګڼې ما