نظم ۱۴۱ ـــ ّ ګیله ـ ـ ـ لاکن له چا ؟ ّ
زه به ګیله
دلته له چا کومه ؟
زَما چاپېره ، هغه خلګ اوسي
چې زما یې څومره زړه
خپلوۍ ته غواړي
هغوئ هم
دومره له ما لیري ځغلي ،
ځکه چې زه ورته دَ زړه په رباب
نغمې دَ مینې ژغوَم ، لګیا یم
او دوئ پیسو ته
په هر ډهول ګډېږي
ــــــــــــــ
( تهیم :- سان مرینو ... ۱۹۹۶ع / نظم :- تاندواني ... ۱۹۹۷ع)
( غزل ـ ـ ـ ۱۳)
لا مې ژوند په ژوند شمار نه دی ، لا خو شپه دېره اوږده شوه
چې وجود راته خپل ګور شو ...، مقبره راته کوټه شوه
ټوله شپه وه راته ناسته ، نصیبه دَ کټ وَ سر ته
خو چې څنګه بیا سهار شو ، زه راویښ شوم دا ویده شوه
هر سړی وَچ شو په ذات کې ، دَ ساړه خلوص له جوره
دَ ژوندئيو انسانانو دُنیا نه شوه ....، بُت خانه شوه
توَکل کړه افضل شوقه ! ارمانونه ګور ته یُو شه
نه خو ته په مینه موړ شوې ، نه دې زړه خېټه مړه شوه
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۱۴۲ ـــ ّ لرې په زړه غاښونه ّ
زه دي نازونه او نخرې اخلم
دَ سر په سترګو
ته لا ،
برسېره دَ دې هرڅه
دَ زړه سره! ما ته
دَ لباسي خندا تر شا
لرې په زړه غاښونه
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- ایډنبرا – سکاټ لېنډ ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۴۳ ـــ ّ لکه لېوان چې په رَمه ور ګډ شي ّ
عجبه دا نه،
چې انسان ستورو، سپوږمۍ ته خېږي
عجبه دا ده ...
چې دَ پت ، ښېګړې ، توُرې ، وفا
څېښتنو هم
ګورئ ... په زَد دَ رڼا
وَ یویشتمې انساني پېړۍ ته
په سرو لاسونو
او په سرو سرو داړُو
داسې په نره
او ویاړمنو سترګو
په جهادي نارو وَر وَ دانګلو
لکه لېوان
چې په رمَه وَر ګډ شي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۱ع)
( غزل ـ ـ ـ ۱۴ )
ما خو هر څه ستا په نامه پرېښَول
وایه! چې تا راباندې څه پرېښول ؟
دَ هدیرو غوندې مې شا ته په لار
خپل حسرتونه هم ویده پرېښَول
ستا دَ وړې خُلې په خندا مې قسم
ما دي په عشق کې موُسېده پرېښَول
کېدی شي شوق هم خوشحال خان شي درته
مُغل خُوئیونه که دي نه پرېښَول
ــــــــــــــ
( تاند واني ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۱۴۴ ـــ ّ مُجرم ّ
زه چې ګورمه
هر لورې
را چاپېر دي دېوالونه
دریابونه
هسک هسک غرونه
او یا غم او وسوسې دي
چې زما په شاوخوا کې
اتڼونه کوي ، غُورځي
دائرو غوندې راترځي ،
خو ، برسېره لا دَ دې هم
په قصور دَ خپلواکۍ زه
نیول شوی یم
مُجرم یم
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۱۴۵ ـــ ّ مارشل پښتون ّ
دائی چې څنګه په ځواب کې
تاریخي آثار په ګوُتو
یَو په یَو راته شمېري ، نو
ژبه زما شي ورته ګوُنګه
په دې فکر باندې ځکه
چې ، تاریخ دَ کرښو پرته
ما ته پلار نه ده پرېښې
یوه هم داسې ورثه ، چې
زه پرې ځان ورته ثابت کړم
دَ مارشل پښتون په بڼه
ــــــــــــــ
( دَ روم ّ اټلي ّ په لور په زمینی سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۴۶ ـــ ّ مخته ستا خوښه ـ ـ ـ ّ
که غل نه یې
نو دَ غله غوندې بیا څله ؟
ته تر ورځې یې خوشحاله په هغو شپو
چې هم تا
په تورتمونو کې له ځانه
دَ پېري رنګه
جهان کې ورَکوي هم
تا ته بڼه
دَ دېبانو درکوي هم
ــــــــــــــ
( راولپنډۍ ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۱۴۷ ـــ ّ مزل په واورو باندې ّ
لاري غواړو وَ یَو بل ته
خو، مزل دی
چې اوږدېږي
واټنونه نه کمېږي ،
که څه هم
دواړو دَ زړونو
مېنې دي خالي ساتلي
له ډېر عُمره وَ یَو بل ته
ــــــــــــــ
( چمن څخه دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۱۹۹۰ع)
( غزل ـ ـ ـ ۱۵)
مزل دَ ژوند لنډَؤ ، ځو ... نړۍ میراته پرېږدو
په لویه لار دَ پلونو نخښې هم دُنیا ته پرېږدو
خبره دا نه ده ، چې کډې به وړو چرته دَ ژوند
خبره دا ده ، چې دَ پلار هدیره چا ته پرېږدو؟
لمر ته مو شا ده او دَ خپل وجود په سیورې پسې
ځغلو په لورې دَ ماښام ، رڼاؤي شاته پرېږدو
موږ دَ خپل اور برخې لا هم شوقه! په زَد دَ رڼا
دَ مشالونو په سرو باندې هوا ته پرېږدو
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۱۴۸ ـــ ّ مُعجزه ّ
انسان څه دی ؟
څومره ارزي ؟
څه کوی شي ؟
ځوابونه دَ دې درې واړو پُوښتنو
دَ لټونه پس مې راغلو
په لاس هله ...
چې دَ خدائی
خدائي مې وَلیده بربنډه
په لاسو کې
هم دَ دغو انسانانو
چې عاجزه او ناتوانه بلل کېږي
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- مېډرډ - سپېن ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۴۹ـــ ّ ملامته نه یې ګُلې! ّ
ته چې ځان غواړې په بل کې
لکه ګل په تور اوربل کې
ملامته نه یې ګُلې!
تا وَ ځان ته دي کتلي
هر سهار په آئينه کې
په خمُار
او په نشه کې
ــــــــــــــ
( تهیم :- ایران ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۱۵۰ ـــ ّ مونا لیزا ّ
ستا موسكا ګوره چې څله؟
پارَوي په دې ګمان ما
چې هم ته هغه جینۍ يې
چې مې تل دَ خوب او خيال په
ټاپُوګانو لټوله
او يا لئيو نارډو يم خپله
چې دَ څو پېړيانو ورسته
قسمت بيا راويستم تاته ،
خوبس .. دغه الميه ده
چې دعوه كولی نه شم
زه په تا باندې اوس ځكه
چې دا زما څويم جنم دی
او ته يې په خپله بڼه
موسكنۍ غوندې هغسې
ــــــــــــــ
( تهیم :- دَ مونا لیزا دَ اصل تصویر په وړاندې ... پېرس ...۱۹۹۶ع / نظم :- کوئټه ... ۱۹۹۹ع)