نظم ۱۵۱ ـــ     ّ مینه توپیر ختمَوي 

دا زه او ته ، چې نن په مینه مینه
تنده دَ رُوح  ...
لوږه دَ زړه ماتوَؤ ،
نو دَ یو بل
په رنګ رنګېږو خو هم ...
دغه خو وجه ده
چې ګله یاره!
په ښځې ځان کوې نن
ژوند په نره  ....
او ما ته هم ګوره ،
چې زه هم دَ ښځو
په حق کې
څومره هلې ځلې کوم
ــــــــــــــ
(  پېښور  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۵۲ ـــ     ّ  مینه څه ـ ـ ـ  وینه هم لاړه اوبه شوه   ّ

څوک چې خاندي په تا باندې
نو خو خېر دی ،
څوک چې ژاړي ستا په حال
پرېدی یې بولې ،
اوس نو  ... ته وکړه انصاف
تربوره  وروره!
چې په سمه ستا دَ دې دستور به څنګه ؟
ځان په تول کې
دَ خپلوۍ درته تلمه ،
په پښتو به دي سر
څنګه خلاسَومه   ... ؟
ــــــــــــــ
(  پېښور  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۵۳ ـــ     ّ  ناوئیلي رښتیا  ّ

نسبت هم
ساتو له پلاره سره ځکه
چې مشهوره
حرمونې نه شو چرته ،
ګنې موږ خو
په نامه دَ ښکلو حُورو
ژبه ژواک څه ...
هغه ننګ هم لا لُوګی کړو
چې ټائيټل یې
دَ مارشل قام ؤ راکړی
ــــــــــــــ
( دَ ډېره اسماعیل خان څخه دَ ژوب په لور په سفر کې دَ دوؤ پښتنو دَ پوُچي او له  اخلاقه لوېدلي پښتو ، چې دَ پښتني ژواکونو او پښتو ، پښتونوالې په زد یې دَ دُښمنانو غوندې دَ سپېڅلي قامي نظریو په حقله په واز کوُمي کولې  ...... تر اثر دلاندې لیکل شوی نظم  ... ۲۰۰۳ع)
نظم ۱۵۴ ـــ      ّ نور خو لا نور ـ ـ ـ   عجیبه دا چې دلته    ّ

موږ دَ رنا په ملګرتیا کې هم
ماښام وَ خواته
له یوه بله  څه؟
له ځانه  لا تیارو کې ورک شو ،
خو هغه خلګ
چې په تورو شپو کې اوسي
لاکن
سترګې دَ لمر په وړانګو باندې
رُوڼوَي هر سهار
ــــــــــــــ
(  قاهره –  مصر ... ۱۹۹۷ع)
  ( غزل  ـ ـ ـ   ۱۶ ) 

نه   خو   زه   ستا   شوم ، نه  ته زما وَختې
 زه     شومه     تنده   .....      ته  سارا  وَختې

بیا به ځان غواړې ،ځان  به نه کړې پیدا
بس  که    یو    ځل   دَ   چا   په  خوا  وَختې

چا   دَ څېرې  په  سترګو نه  کړې  صحي
دَ  حُسن    لمره!   څه    ځلا      وَختې  ... ؟

دَ   نوې   ژوند  هیلو   خوړلیه    شوقه !!
خالي     لاسونه     له        دُنیا          وَختې
ــــــــــــــ
(  تاند وانۍ ... ۱۹۹۰ع)
نطم ۱۵۵ ـــ     ّ واؤوره تا ته وایم  ـ ـ ـ   ّ

دا چې زه درته ژغېږم
ته دَ لاس ورغوې څله ؟
ګیرَوې په نرۍ ګُوتو
او په نیغه ورته ګورې
لکه جوړه ، چې لیکې څه
او لا کرښې ورانوَې ته
هرڅه هرڅه
خو بیا هم زه
نه رسېږم  تر مطلبه
ستا دَ زړه تر پټ طلبه
که څه هم کلونه تېر شول
که څه هم عُمرونه تېر شول
خو، یَو ته یې  ... چې لا چپ یې
او بل زه یم ، چې ژغېږم
لا ژغېږم
لا ژغېږم
ــــــــــــــ
( سیوۍ  ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۱۵۶ ـــ     ّ  وسوسه  ّ

ما یې زړه ته لاره وکړه
هم یې سترګو کې مېښته شوم
خو، چې څنک ته یې ورتلمه
لا به نور نور ورڅکېدمه
چې ناڅاپه مې ورپام شو،
نو خولې شولې راماتې  ...
پښې مې ځای په خای شوې شلې
په وجود کې مات رامات شوم
او له ډاره دَ مرګي زه
په هیڅ هم نه پُوهېدمه
چې ، په کومه وَ تېښتمه
شاته بند دَ خوُنې ور ؤ
دواړه اړخ مې دېوالونه
او همت مې کوی نه شو
دَ   ّیُوپا  ّ په لورې ځکه
چې یې خُلې کې کوکېدلې
دَ غاښو په ځای سکروټې
او له پوزي یې اورونه
غورځول اژدها غوندې
ــــــــــــــ
( تهیم :-  پتایا بیچ  -  تهائي لېنډ  ... ۱۹۹۴ع  /  نظم :-  پښین ۱۹۹۵ع )
نظم ۱۵۷ ـــ     ّ  ولندېزي سوشل ورک  ّ

ّ  څوک چې راشي زما وَ  در  ته
خالي لاس یې نه پرېږدمه
سړَوم دَ تږو تنده
ماتوَم دَ  وږو لوږه ...
  دا په دې چې زه یم ښځه
او دَ ښځې دغه کار دی  ّ
دا خبرې چې یې وکړې ،
نو یَو تږی  شو  ور پورته
او چې خُله یې لا په سمه
کچکول کړي  ورته نه وه ،
چې هغې غوزۍ له جوړ کړو
بیا پړده هم وَلوېدله
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :-  ایمسټرډم  -  هالېنډ  ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۵۸ ـــ     ّ ونې نه شته  ّ

زما هم زړه غواړي
چې لږ  دمه شم
دَ یوې ګڼې ونې یخ سیوري ته ،
خو، ظلم  دا ، چې
دَ دې ژوند په دښت کې
تر لرې لرې پورې
ونې نه شته
ــــــــــــــ
( دَ لورلائي څخه دَ ژوب په لور په سفر کې  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۵۹ ـــ     ّ  ویده قام    ّ

هغه
یو څو سړي خو ؤ
چۍ خواخوُږۍ کې دَ قام
دَ مرګ په غېږه کې
ویده شولو په خلاسو سترګو ،
خو، بلې خواته
دَ دې قام دغه له شمېره وَ تې
ککرۍ
خوُري دَ وخت څاپېړي ،
لا هم نه ویښېږي
ــــــــــــــ
(  کوئټه  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۶۰ ـــ     ّ  ویرجنه   آرزو  ّ

دَ    بابا     قبر        ته       شاوخوا               ولاړي
پښتنې پېغلي  په  سرو سرو  اوښکو  ژاړي
په   سر   خاوري    بادَوي    او    ورته       وائي
دَ ژوندون کوڅې بې   تا ښکاري     ویجاړي

***

دلته  کور   کور   دی   بې  تا   لکه   جوړ   قبر
ژوند       لیکلی     دی     په    برخه   راته  جبر
هله   پاسه  ...، زیاته   نه      کېږي    نور  صبر
سترګه    سترګه    پښتنه   تا       رانه   غواړي
دَ  ژوندون   کوڅې   بې  تا ښکاري  ویجاړي

***

بې   له    ویره   په   دې   خاوره څه شول پاتې
ستا په مرګ شوې دَ پښتون مېنې میراتې
ځکه      یُو           راغلي            تا    ته     ننواتې
کښېنه   .. وخت  ستا په  بچو ټکوي    تاړي
دَ ژوندون کوڅې بې  تا  ښکاري  ویجاړي

***

ستا   بچیانو    لا    شلوَلي    نه      دي     پَړي
موږ بنګړي دي ستا په څلي ټول مات کړي
بیا  بې   نه    کړو تر هغو  په   لاس   خارمړي
چې   را ویښ  نه  شي  تر څو  پورې نرګاړي
دَ  ژوندون  کوڅې  بې  تا ښکاري ویجاړي
ــــــــــــــ
(  کوئټه  ... ۱۹۹۳ع )