نظم ۱۶۱ ـــ ّ وینسي مینه ّ
زما او ستا دَ کورو ورونه
که څه هم په یَو کوڅه کې
وَ یوبل ته مخامخ دي
زه له خپلې کهړکۍ تا ته
ته له خپلې کهړکۍ ماته
دیدنونه راکوې .... خو
وَ یَو بل ته ورتلې نه شو ،
دا په دې ، چې موږه دواړه
په دوؤ بېلو ټاپوګانو
ژوند کولو ته جوګه یُو
او تر منځه مې شنې ډَنډې
دَ اوبو دي ډَم ولاړې
ــــــــــــــ
( تهیم :- وینس - اټلي ... ۱۹۹۶ع / نظم :- کوئټه ... ۱۹۹۹ع)
نظم ۱۶۲ ـــ ّ درې هائیکو ّ
- ۱ -
سر به مُراد شي
که پښتانه سړي شول
وطن به ښاد شي
***
- ۲ -
زه در پوهېږم
په خُله وئیلی نه شې
خو، دریادېږم
***
- ۳ -
غوښه او چاړه
ښکاري په لمسه دَ بل
واړه پښتانه
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۱۶۳ ـــ ّ هر افغانی لکه چاؤدلی پُرهار ّ
دَ شفا په نیت
که هر څو ملهم ږدې پرې
دا پُرهار
دَ رغېدو نه دی طبیبه!
هو .. په دې ، چې
دَ دړد څړیکې یې فطرت شوې
او فطرت هم
وایه ...! چا دی بدل کړی ؟
ــــــــــــــ
( سرخاب مهاجر کېمپ پښین دَ بیا آبادَولو په تناظر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۶۴ ـــ ّ هر چا دی په زړه کې بل ته غل ساتلی ّ
دا چې سړی
له سړي ځان ساتي
په ځان کې اوسي ،
دَ غرضي فطرت له جوره
ملامت هم نه دی
ځکه چې ...
هر چا دی په زړه کې
بل ته غل ساتلی
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- دَ ّبرسټل چېنل بریج ّ څخه تېرېدلو ورسته دَ ګلاسټرشائر نامي ښار په لور په سفر کې غوره شوی تهیم او نظم - انګلېنډ .. . ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۶۵ ـــ ّ هرڅه هرڅه شته ، خو لا نه شته بیا هم ّ
هغه کوم رنګ دی
چې په دلته نه وي ؟
هغه کوم خوند دی
چې به دلته نه وي ؟
که نه شته ...
بیا هم دَ دې هرڅه پرته
هغه دَ مینه ،
چې دَ مینې په نوم
زړونه هیڅکله نه ...
تش خُلې ژغوَي
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- دَ اروپا دَ سېل په ورستۍ ورځ .... ډنکارټ او ډؤر ساحلونو تر منځه په ّ انګلش چېنل ّ کې دَ سمندري سفر په وخت ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۶۶ ـــ ّ هسپانۍ سترګې ّ
سترګې څه وې ؟
وې دَ زهرو پیالې
باڼه لړم لړم ،
ککو کې ماران ...
هم ځکه ما به زړه له سوخته کله
چې دَ بڼو غشي ور وَ تاؤوَل
نو، هرې پېغلې هسپانۍ به راته
په مُوسکنۍ اشارو وَ وئیلو ...
ّ مه ګوره موږ ته ،
ګني ته به هم بیا
دَ ښکلاګانو دَ خُمار په اثر
دَ پکاسو په پلونو وَ کړې مزل ّ
ــــــــــــــ
( بارسلونا - سپېن ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۶۷ ـــ ّ هسکه غاړه وَ ائیفل ټاور ته غم شوه ّ
یو ځل لا ما ته هم په زړه کې راغلو
چې دَ ائیفل ټاور له سره ټوپ کړم
او په فضا کې وَ وهمه چیغې
چې اې خالقه!
زما دَ پاته ژوندون
هره ساه وَلیکه ... دَ هغو په نوم
چې په نړۍ کې سوکالیانې غواړي
دَ سر په بهیه خوشحالیانې غواړي،
خو، زه پشېمانه شومه بیرته ځکه
چې دَ ائیفل رُوح راته وَنیوله
خپله لمن په دې فریاد ، چې ځوانه!
مه نیسه ما دَ خپل مرګي په الزام
له سره تېر دَ هغو خلګو په شان
چې لا تر اوسه یې دَ مرګ په ګُناه
زه نیول شوی دَ قاتل غوندې یم
ــــــــــــــ
( تهیم :- دَ ائیفل ټاور پېرس په دریم پوړ غوره شو ... ۱۹۹۶ع / نظم :- کراچۍ ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۶۸ ـــ ّ هُما ّ
اې په خپل حُسن غاورې!
تا هم کړي دي وزرې
په مثال ،
دَ هُما غوندې
ځکه نه کړې په ما سیوری
داسي نه
چې زه باچا شم
او زړګی دي کړم تر لاسه
ــــــــــــــ
( کوالالمپور - ملائیشیا ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۱۶۹ ـــ ّ هم دي شاعر ـ ـ ـ هم سېلاني کړم اشنا! ّ
ګوره چې ستا ریښتونې بڼه څه ده؟
چې کله ّجېن ّ ، کله ّیُوپا ّ شې راته
کله ّسارا ّ او ّ نتاشا ّ شې راته
یا ّونېسا ّ ، ّ کائیکوّ ، ّچُويّ او ّ عذرا ّ
ّ مُهېش وری ّ ، ّچانګ ّ او ّجوئینا ّ په نامه
ما ته اشنایه! په هر نوي ټاپُو
په نوي نوي بڼه ځان راښئیې ،
هم مې دَ خپل تکمیل په هیلو همېش
په ځان پسې په مزلو ځورَوې
ما کړَوې ... هم پارَوې په دې کست
چې ته مې نقش نقش صحي کړې نه یې
یا مې دَ خپل اضطراب تنده په تا
دَ خیال په سمه ماته کړي نه وي
نو، سېلاني غوندې به دغسې تل
ستا په لټون کې ولاتونه غواړم
ــــــــــــــ
( کراچۍ ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۱۷۰ ـــ ّ هېر به مې نه شي آستریا ـ ـ ـ! ستا ژمی ّ
له خوَرې سپینې پشمي واؤرې پرته
که څه هم
سوړ لمر پټ پُټاڼی کوي
او له ساړه باده
ګزُران نه کېږي
خو، دَ ماحول دَ تقاضو په سمه
دا دَ یوُرپ
اور اور فطرته پېغلې ،
ژمی په دوبي بدلوي ... لګیا دي
ما هم بې اوره سوځوَي ... لګیا دي
ــــــــــــــ
( دَ انزبروک او ویانا - آسټریا تر منځه په زمیني سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۷۱ ـــ ّ هیله دَ سوکالۍ ّ
یاره !
دا ته چې په ما ظلم کوې ،
منمه زه ،
چې زغم یې نه لرمه
خو، بیا دي هم له مینې
نه اخلم لاس
ځکه ، چې هره طوفاني سیلۍ تل
که څه هم
وړي له ځان سره ډېر څه ، خو
په شاړو مځکو بارانونه راوړي
دَ بیا تعمیر
او سوکالۍ په هیله
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۱۷۲ ـــ ّ یار مې تکمیل په مرحلو کې دی اوس ّ
ښکاري دغه
چې مئین شوی یمه ،
لاکن په چا باندي ؟
او څوک ده هغه ؟
چې نن مې نه پرېږدي وَ خوب ته داسې
لکه ، دَ خیال له جزیرو
چې به اوس ،
راځي زَما په لوري هغه راڼۍ
چې لا په سمه تکمیل شوې نه ده
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۷۳ ـــ ّ یَو عجیبه اطمینان ّ
نه خو څوک
په خوُی دَ سان فرانسس ؤ هلته ،
نه موسولي ، چرچل ، هټلر په چا کې
دویم جنم ته جوګه شوی ؤ لا ،
خو، بیا هم
ما دَ هر سړي په تندي ،
یَو عجیبه اطمینان …
دَ بریتوب دَ احساس ګوُنځو کې لیک
په ړندو سترګو دَ خپل فکر وَلید
ــــــــــــــ
( نېفرن ټاؤن - جرمني … ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۷۴ ـــ ّ یَو مجاهد راته څه وَ وئیل داسې ! ّ
ځکه مې لمر ته
خو دا سترګې برېښي
چې ما رڼا کله لیدلې نه ده
که څه هم ، ړوند نه یمه
سترګې لرم …
خو، ما دَ ژوند دَ تورتمونو پرته
که څه لیدلي دي … نو هغه سیوري
چې جنګوي ما
دَ ښار سپیانو سره
لکه لېوه
خو، انسان وزمه لېوه
او دَ لېوانو
خوښه شپه وي تر ورځ
ــــــــــــــ
( پېښور په لور دَ لاچۍ سره نیږدې په سفر کې … ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۷۵ ـــ ّ یو مې یار ـ ـ ـ خو ، سل یې بڼې ّ
څوک چې
هرڅه هرڅه لیدل غواړي
په سترګو باندې ،
هغوئ به څه پېژني ؟
زما هغه جانان
چې زه یې ،
له نهه نوي بېلو نومونو پرته هم
لا زړه کې ،
ساتمه هیله دَ وصال
خو، دَ سلمې بڼې
ــــــــــــــ
( کوئټه … ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۷۶ ـــ ّ ورستۍ دُعا ّ
دا مې دُعا ده ،
چې خالق دي دَ شېطان په لاره
چپ شوي ټول
دَ سړیتوب دُښمنان
یَو په یَوه …
دَ سپېلنئیو غوندې کړي لوګی
په هغو باندې …،
څوک چې دَ امن ، سوکالۍ
او دَ رڼا په خاطر
عُمرونه خوري په اندېښنو
خو، موسکاګانې وېښي
ــــــــــــــ
( کوئټه … ۲۰۰۲ع)