شعرونه


غزل

شېر ولي سبا مينه څه دى زړه چاودون دىسوی رنګ غم کې ژوندون دى چې کامياب شي زړه يې صبر چې ناکام شي بيا مجنون دى يا غږېږي له اسمانه يا يې خاؤرو کې سکون دى په يوه خندا يو ځای شي په يوه سهوه بېلتون دى خپل عادت ورته ښه ښکاريبل چې ښه کړي وايي جنون دى ښه پوهېږي ښه عاقل دىفلسفه کې افلاطون دى خپل قسمت دى رارسېږيسبا ولې ځيګر خون دى شېرولي سبا

12.11.2006 hairan

د خضر امسا

خيالونه لېوني مې مشغولا راڅخه غواړيپه توره نيمه شپه کې خپل اشنا راڅخه غواړي په دې نېسته نېستۍ اوقيمتۍ کې د خوبانوشنې سترګې خو لا څه چې قد رسا راڅخه غواړي سپين مخې او پۍ مخې چې يې لمر نه وي ليدلیوفا خو پکښې شرط ده با حيا راڅخه غواړي دا ټولې خو منم خو سخته داده يه ملګرو!په خټه پښتنه ښکلې لېلا راڅخه غواړي په دې فکر کې نه دی چې دا چېرې پيدا کېږيبس نا ست سونګټ وهي خضر امسا راڅخه غواړي پا څون مې لېونو او پښتنو خيالونو کړیګرېوان مې

11.11.2006 hairan

غزل

ناصر مومند شمالي کلېفورنيا ځورېدلى زما ژوند دى کړېدلى زما ژوند دىکله څوک ترېنه خبر دي چا ليدلى زما ژوند دى؟ زۀ به اوس هم څنګه خلکه د ژوندون تمه پيدا کړمتورې خولې د بدبختۍ ته ور لويدلى زما ژوند دى ما د ژوند پۀ هره لاره ځان تللى پۀ خپل بخت دىهره تله د قسمت کې کم ختلى زما ژوند دى بس پۀ پچه مې ختلي بدې ورځې تورې شپې ديهر يو

27.10.2006 hairan

کله دا او کله هغه

سبحان الله "نصرت يار" کله اور ته په سجده يم کله سر ږدمه شيـطان تهکله  کله  ناگهـانه  ستـــــا  ثناء  راشي  زبـــان   ته کله مړى راژوندى کــړم کله ړوند سړى بنـــــا کړمکله لاړ شمه پناه شــــــــــــم کله بيا راځم جــــهان ته کله سرو شګو کې سوزم ټول بدن مې شي تــڼاکېکله شپه نه ســــــبا کېږي وي ماتل زما آذان ته کله زه دومره محـــبوب يم هر عمل زما سنت ويکله يم د خـــــــــــــــاورو لاندې کله ځمه لا مکان ته

20.10.2006 hairan

غزل

ننګيال يوسفزى چې راغلى يمه، پروت يمه پرکالهستا د کلي خيال مې نه وځي له خياله عجيبه د درد خبر په دېوال ليک دىخلک وژني خپل بچي به ټول سبا له ملا نورې څه خبرې دې هم زده دي؟؟؟که بس قاله، قاله، قاله، قاله، قاله بل د هيڅ يوې بلا مې وېره نه شيخو وېرېږمه د زړونو د دېواله د يو والي نارې ټولې بې معنې ديچې تقسيم يُو په

19.10.2006 hairan

غزل

سيد انتظار خادم كله سلګۍ وي كله بيا د ژړا غږ اورمهكه ميين نه وي  نو د چا د ژړا غږ  اورمه ټول كلى ګرڅي د مجنون لپار ه كاڼي ګوري د بې وسۍ نه د ليلا د ژړا غږ اورمه د بل لپاره شنه خالونه ږدي د يار په جبين د هغې پېغلې په خندا د ژړا غږ اورمه په مخ مې لارې تړمو اوښكو تر ګرېوانه كړلې د پښتا نه دوده پيدا د ژړا غږ اورمه

15.10.2006 hairan

ستا په ليدو مې زړه لمبه لمبه شو

طاهر بونېرى، بونېر پښتونخوا د دې وطن په طبقاتي نظام کېزمونږ او ستاسې دومره فرق نۀ ؤخو ستا چې دوه وروڼه يورپ ته لاړلنو بيا د ژوند ټوله نقشه بدل شوهاو پخواني تلي راغلي کم شوخو دې کې ستا دومره قصور هم نۀ ؤما هم بې شماره منصوبې جوړې کړېخو زما مور به زما پلار ته ويلزما بچي به ما سره اوسېږيپه کومه ورځ چې ډېر باران ورېدهنو ما له دې غمه بړستن واغوستهچې خلک څه کوي او مونږ څه کوو!چې ته زمونږ په کور راننوتېتا ويل په س

12.10.2006 hairan

د اوښكو اعتكاف

عبد الاحد پېغام چې مې د خيال لمبې د حسن تراسمانه رسياوس مې دردونه په نغمو كې تر جانانه رسي نن مې د غم په ښاركې اوښكو اعتكاف كړى دىچې هر يو څاڅكى يې د ښكلو تر ګرېوانه رسي كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان د ځان قاتل واىچې جنازه دې د ګلاب تر زنخدانه رسي ستا د ښايست د رڼا داسې توپان واخيستمهچې مې لاسونه اوس د نور تركهكشانه رسي

12.10.2006 hairan

د مينې جام

ناصر مومند د کرکې ژوند نه تېر شه او د مينې جام اوچت کړهژوندون به پۀ موسکا وايي چې يار راسره شته کۀ زر راسره نشته خو د ښکلې مينې خان يمدولت داحساساتو د اظهار راسره شته زۀ څومره بختور يم چې تخريب نه لېرې تښتمجذبې د جوړولو او د کار را سره شته کۀ څۀ هم د شډلو غرونو پېغلو نه ځارېږمخو جام پۀ لاس کې حوره نن د ښار راسره شته دا خيال چې مې پۀ بره بره ځي نو پرې پوهېږئ؟ساقي راسره شته دى ابتکار راسره شته پۀ هر و

11.10.2006 hairan

غزل

امجد علي خادم د دردونو مېږتون دى که يې ګورې زړه مې ځاى د ځيګرخون دى که يې ګورې پښې دې مۀ رپه ډاډه راځه قاتله خيال اوفکر مې پښتون دى که يې ګورې دامتل دى چې پښتۍ پکې ماتېږيد پښتو داسې قانون دى که يې ګورې دا چې نن د معاشي زندان قيدي دىارسطودى افلاطون دى که يې ګورې اورکيغوندې خادم تيارو کې ګرځيفکرمنده د بدلون دى که يې ګورې

05.10.2006 hairan

غزل

سعيد اورکزى زړګيه لږ په فکر د دوران سندرې وايهپه فن کې د وختونو د ارمان سندرې وايه په طمع د سپرلي زما د سوي ژوند ترمخهامېد او په ډاډه زړه د جانان سندرې وايه لمن د سپرلي پرېږده اوس خزان ته غاړه ورکړهبلبله په خزان د ګلستان سندرې وايه فضا کله خوره چې د وږمو د محبت شيپه هر لوري ارمانه د رومان سندرې وايه انسان ته د انسان د محبت نه اى سعيدهپه مان سندرې وايه په ښه شان سندرې وايه

05.10.2006 hairan

غزل

بلېنډه بدرۍ د پلو خرپا يې له ما خوب وتښتوي تر سهردا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟ يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر د زړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستېچمبې د څړيکو ښه په درز سره وهي تر سهر په ترنم ترنم راشي د غزل ښاپېرۍما د سندرو په ټالونو زنګوي تر سهر چا د

07.10.2006 hairan

ابتداء

د بښونکي او مهربان څښتن په نامهانور شاهين خانخېل (پېښور) ملګــــــــرو راشئ چــې لـــــه صفـــره ابتـــداء وکـــــړواول ځـــــــان ســـــــم کړو هله نورو تـــه تابيا وکــــــړوحـــــق وينو پېژنو د حــــــق پـــــــه لاره تګ نـــــه کووڅنګه بـــــــــه تمه مــــــــونږ له حقه د بريـــــا وکــــــړوبــــې لـــــه کــــــرداره ګفتــــار هيڅکلـــــه اثر نه کويپس لـــــه کــــــــرداره ښايي خــلکــو ته وېنـــــا

03.10.2006 hairan

غزل

طاهر بونېرى شمعې مړه شه، بيا که مرې چې خداى رڼا کړيخو بلېږه تر هغې چې خداى رڼا کړي ته پرچار د تورو شپو تورو تيارو کړهزه باور لرم په دې چې خداى رڼا کړي وارخطا يم ډاډګيرنه درنه غواړمياره! اوس به رانه ځې چې خداى رڼا کړي ضمير څه چې د فطرت خلاف روان يوڅه امکان دى بيا د دې چې خداى رڼا کړي زه که نۀ وم په دې کلي کې م

28.09.2006 hairan

ګيله

ستا نامه چې شوه رقم زما په زړهروغ دې کېښودۀ ملهم زما په زړه ګدائي مې په شاهۍ شوله بدله تا چې وکړلو کرم زما په زړه چې دې سترګو ته رپ ورکړو دلربايه نېغ  دې غشي کړه راسم زما په زړه چې پناه شې يوه لحظه زما له سترګوطوفان جوړ شي د ماتم زما په زړه کۀ شکي شولې زما په پاکه مينهشي ګوزار دې نيپام بم زما په زړه دا په څه دې تش ديدن په ما حرام کړوولې کاندې دا ستم زما په زړه زه"يعقوب"چې د زړګي په رنځ رنځوريم شه راتوي لکه

24.09.2006 hairan

غزل

عبدالغفور لېوال مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسيدلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګېډۍګېډۍدنګې چټې پېغلې چې سر خېلې د واده اوسي لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولمدومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي سم به وي ، خو کم به وي، زړه ستا د قد دربار نه دىستا د بڼو کور دى دلت

24.09.2006 hairan

غزل

د قلزم پۀ څېر لمنه ملغلرېمونږ لرو لېمو دننه ملغلرې ځلمى کُهول مې لۀ هېواده ځنې وځيکه نه وځي لۀ وطنه ملغلرې د اوبو پۀ بيه نن درومي آبدارېاى د جونو انجمنه!، ملغلرې لکه هار يې خوَلې غاړه کې يو ځاى شوېڅاڅکي څاڅکي يې پۀ زنه ملغلرې لمرپرستو مې دى لمر نه چل زده کړىټولوي مې لۀ ګلشنه ملغلرې جوهري پۀ بازار نقل اخلي ګرځيګرځوه اوس

23.09.2006 hairan

انځور

انځور نصرت الله الهام د انځور له مړاوو سترګو نه لوګى شمته نو پېغله شه چې زه درته منګى شمخيال مې وايي چې ملګرى دې ضرور يميا دې يار يمه او يا خو يې انځور يمشوه د غم توره شيشکه مې ملګرېخيال مې پرانستې د يار په لور وزرېد څپو تته هنداره کې ځان وينمد اوبو په څېر سپېڅلى جانان وينممړ تصوير چې يې سلام د مينې واخيستله انځوره مې الهام د مينې واخيست

19.09.2006 hairan

غزل

غزل سليم قرار نظر مې حسن پسې داسې له لېمو ووځيلکه رمو پسې شپونکى چې له بانډو ووځي د څو يارانو له محفل نه داسې ووتمهلکه ختلى تار د پېغلې له کمڅو ووځي څو چې نارې د زنده باد مو د فطرت برخه ويد بنګلو خلک به نو څنګه له بنګلو ووځي موږ بزدلان خو د ښايست د کور په شا تېرېږوڅله؟ ښېرې کوو چې "بېخ دې د تمبو ووځي" چې د ملالې د ټپې پت يې س

19.09.2006 hairan

زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم

زه رحمان د خداى و کړو وته حېران يم( د رحمان بابا په طرحه ) د دې وخت د اسلامي ملک  حکمران يمجنګ عراق کې دى زه دلته  په لړزان يم د اسلام  هر مجاهد مې دهشت ګرد کړوخو الحمد لله  زه هم " مسلمان " يم اقتدار لره اسلام اسلام کوومهبيا  په خوښه د واجپايي بوش روان يم ايټم، غوري دى شاهين که ابدالي دىزه يې صرف څوکيدار يم نګهبان يم هسې يومِ آزادۍ  ته خوشحالېږمنور غلام د امريکې يم بنديوان يم کربلا کې د سرو

17.09.2006 hairan

څلوريځه

 څلوريزې دجهاد دفتر په لاس راغلی يارانو لس په سلو کي سوچه مسلمانان نوي نور يې بې خبره دي له ځانه څه يې غله څه په کاسه د پاکستان *  *  * دجهاد دفتر مي پرانيست په لندن کي لس په سلو کي پردي ، نوي افغان جنګيالي يې خړ خټګر او طالبان امامان يې سرتر پايه پرنګيان   *  *  * دجهاد دروژه ماتي په محال څه روټۍ او په کاسه کي مو شنه دال

15.09.2006 hairan

ښايسته ښځې

ښايسته ښځېوالټ ويټمېنله انګليسي ادب څخهژباړه: محمود اياز ښځې دي ناستې يا روانې لکه زرکې د خيالځينې په څېر د ډوبېدونکو سايوځينې پشان د غوړېدونکي سپرليڅومره دى ښکلى غوړېدونکى سپرلىخو دا ښکلاد ډوبېدونکو سايود دې سپرلي نه زياته ځوانه ښکاري

15.09.2006 hairan

غزل

غزل شاهد علي شاهد سترګې لېونۍ دي مينه هم کوي، شر هم کويزوړ زخم ګنډي ګرانه، خو نوى پرهر هم کوي خداى زده چې ګل چين دى، که د ګل مالي يې وګڼموينم چې ګلونه رېژوي، ولې کر هم کوي ماته يې په ژبه او په زړه کې لوي تضاد ښکاريلاس مې په سر هم ږدي، خو سودا مې د سر هم کوي څنګه خپل خاطر د يار په ستغو سپورو دروند کړمهپټه پټه ما سره ياري د نظر

15.09.2006 hairan

غزل

غزل عزت الله شمسزى سپوږمۍ د ورځې لاس ته راشي رانه بېرته تښتيلپه مې ډکه له ښکلا شي رانه بېرته تښتي جانانه اوس چې توره شپه کې کله لار ورکومسترگې دې يادې کړم رڼا شي رانه بېرته تښتي زړه کې مې ډېرې گيلې شته خو زړه مې تاسره دىلږ څه مې ذهن کې پيدا شي رانه بېرته تښتي دجانان وصل وي يوه شېبه بېلتون سر او کالمياشت کې يو ورځ نيمه پخلا شي رانه بېرته تښتي

14.09.2006 hairan

غزل

غزلعزت الله شمسزى جانانه ژوند دی چا ته ژاړم چا ته وخاندمه تياره کې ناست يمه خپه، رڼا ته وخاندمه  ستا د ښايست قدر به ياره دومره بس وي که نه چې ستا د هر ظلم بدل کې تاته وخاندمه د شپې شبنم غوندې ورېږم پر ګلونو باندېسهارکې ستورى شم فاني دنيا ته وخاندمهچې ماته ګوري لږ موسکۍ شي سترګې مړې واړويزړه کې مې پټ د جانان دې جفا ته وخاندمهزموږ دکلي منځ ته راشي بل ته لاس ورکويله ډېره غمه د يار دې سزا ته وخاندمهاوس درته لاس

13.09.2006 hairan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more