شعرونه
زېرى
زېرىپېغله ناهيد سحر ستا د راتلو زېرى چېما باندې وشو اشنا!شوې اندېښنې مې ختمېچې فاصلې شوې لنډېاحساس مې ګُل ګُل شوخيال مې وږمه وږمه شوسمسور سپرلى شومه زهپه هر ډګر خوره شومپه سم و غر خوره شوم
غزل
غزلفياض شاداب څه عجيبه غوندې مې کار کړى دىچې په قاتل مې اعتبار کړى دى د انتظار اذيت زه پېژنمما په کلونو انتظار کړى دى راشه سپرلى دى چې ګلونه درکړملکه د زخم مې سينګار کړى دى د کاينات غېږه زانګو ځکه دهستا شرابي سترګو خمار کړى دى د وخت حاکم تمغه هغو له ورکړهچا چې په خپلو پښو ګوزار کړى دى
غزل
درنو لوستونکو!دا ځل مو د ځلمي شاعر محمد اسماعيل "عندليب" دا غزل د دې لپاره خوښ کړى چې تاسې يې کره کتنه وکړئ. محمد اسماعيل "عندليب" د حاجي محمد ادريس ځوي د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون زده کوونکى دى. د کره کتنې دې پاڼې ته يې خپل شعر په دې هيله راکړى دى چې د نظر خاوندان دې يې په خلاص مټ کره کتنه وکړي. په مينه او درناوي مو دې غزل ته رابولو: تور د سپينې خولې دې څنګ له ځانه واړوماوس سترګې له دنيا
نعت
نعتسليم بنګښ منم احد دى خو په څنګ کې يې احمد هم دىدواړه په عرش دي خو د دواړو مېنځ کې حد هم دى زما نامې سره تړلى دى ستا نوم مبارکزما ايمان دپاره بس دغه سند هم دى زه خو بې شکه چې رحمان رحيم الله منمهخو رحمت اللعالمين مې محمد هم دى هغه درود ورباندې وايي او سلام پرې کويڅوک چې خالق،
غزل
غزل حېران مومند چې د غربت خېټه مړه ساتمهبيا د اظهار ژبه وړه ساتمه ستا بې رُخۍ سره بلها لويه شىګيله په زړۀ کښې که وړه ساتمه کوؤم چې غېرو سره جنګ د تهذيبزۀ به پښتون وجود تکړه ساتمه دا خو بس ته يې ياران نوى نيسېزه زړۀ کښې ستا مينه زړَه ساتمه د خلکو زړونه رغوؤم مومندهکۀ
زه او ډيوه
دا شاوخوا ماشومان ټول ګواه دي چې رڼايي زموږ وځرې سېځي ځکه خو زه او ډيوه له ابتداء نه په تياره کې اوسو.
د نېکمرغۍ هسک: سهراب سپهري ------ ژباړه: نورالحبيب نثار
کله چې د چا غرور ماتوې، کله چې د چا د هيلو ماڼۍ ويجاړوې، کله چې د چا د اميدونو ډيوه وژنې، کله چې يوه چا باندې ځان ناجاڼه کوې، کله چې حتی غوږونو کې د دې له پاره ګوتې ږدې چې د غرور د ماتېدا غږ يې وانه ورې، او کله چې خدای وينې، مګر د بنده پر وجود يې سترګې پټوې، نو ووايه چې دغه وخت کې د خپلې نېکمرغۍ په مخه د دعا لاسونه کوم آسمان ته ورغزوې؟!
ګلابي ساړه
ګلابي ساړه (۱) هر څه بدل، خلک بدل، لارې کوڅې بدلې؛ خو سپينغرۍ وږمه لا هاغه شان، هماغسې سهار او ماښام پر تنده اور بلوي؛ او ګلابي ساړه يې، د زړګي تل ته، ځي، کوزېږي، او احساس ته ترنم ورکوي!! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (
رنګين پوستی؟؟؟
رنګين پوستی؟؟؟ [دا د يوه افريقايي ماشوم شعر دی. په ۲۰۰۵ کال کې د غوره شعر مقام ته کاند وو. په دې شعر کې له حيرته ډک استدلال شوی. پر دې سربېره، ډېر تريخ طنز دی په کې. شعر له فارسي نه ژباړل شوی دی.] کله چې دنياته راځم، تور يم. کله چې لويېږم، تور يم. کله چې لمر کې روان يم، تور يم
زه پخوا داسې نه وم!
ډالۍ: هغه غازي افغان ته چې شورويانو ځنې دواړه سترګې ايستي دي او اوس يې له زړه نه يوازې يو الله خبر دی او بس. ----------------------------------------------- زه پخوا داسې نه وم! ما پخوا رڼا لېده؛ ما پخوا تياره لېده؛ ما پخوا پسرلی لېده؛ ما پخوا خزان لېده. ما پخوا هر څه لېدل، خو اوس ... اوس هېڅ نه وينم– نه رڼا، نه تياره، نه پسرلی، نه خزان. البته، خوبونه ډېر وينم. او په خوبونو کې مې بيا دغه هرڅه وينم- رڼا، تياره، پسرل
غزل
يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمهمه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمهستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمهشوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمهڅومره بېباکه يې دا ستا پاکه لمن نيولېځواني مې ګورې غنې- غنې! سپېلنی دې شمهراځه د عشق په جزيره کې له دا هر څه لرېخپلې کېږدۍ کړو چېرته پلنې، سپېلنی دې شمهپرېږده چې اور واخلم، لمبه شمه، لوخړه شمهسترګې راواړوه خوږلنې، سپېلنی دې شمهنثاره ورشه، ورته ووايه صفا ټکيو کېاندېښنه مه کوه د بنې، سپېلنی دې شمه.
توبيل*
الا اللهتوبيل اللهتوبيل وځنګېدونه يې منډه مات شونه يې ګل ورژېدود پاڼو يې شرنګار شوپه جنت کې مؤمنانو واورېدومؤمنان په ثنا ګډ شولپاک رسول ونازېدوله پاسه دوه مرغان راغللزېړې زېړې غاړېبخمل څانګونهپه څانګو کې کتابونهکتابو کې دوې دانېهغه د خدای نامې!____________________ * د دې شعر په تېره بيا د (( توبيل)) د کلمې د معنا په باره کې مې له کاروان صاحب سره خبره کوله. هغه ويل چې کېدی شي مراد يې په جنت کې هغه د طوب
بېوسي
يوه ژېړي مازيګري کې د ها پورې غرونو غېږهما و تا نه وه چاپېرهد يوه غوز د ونې خوا تهتا کيسه کوله ما تهد سلګيو په هجوم کېغټې غټې اوښکې راغلېښکته ستا پر اننګيوما دا ټوله ننداره کړله په پټه خوله جانانهاو وم دغومره بې وسهچې در پاکې مې کړای نه شوېد تا اوښکې په لمنه:
د رڼا څلی
شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لريولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړلهنوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکويپه ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووتنور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولېد رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.
په تياره کې
په تياره کې مې، چې چوپتيا خپره وه اود سبا وږمېپرده له ځانه سره وړله،درباندې غږ وکړپاس په خواشيني آسمان کې يو ستوری سوځېدهيو ستوری په منډه وويوه ستوري له دنيا سترګې پټولې.****درسته هستي مې لکه د پيو ډکه پيالهپه لاس کې نيولې وهد سپوږمۍ آبي جلوهپر شيشو لګېدهاو تا ته مې نارې کړېاو تا ته مې نارې کړې.****د چينجيو له ښاره يوه غمجنه ترانهلکه لړه پورته ختهاو د لوخړې په څېر پر کړکيو پرېوته.****زما په سينه کېدرسته شپ
زما د سرو زرو بنګاله!
زما د سرو زرو بنګاله، زه له تا سره مينه کومستا اسمانونه او هواګانې زما زړه، لکه دا چې يوه شپېلۍ وي، په ترنم راولي. وا زما مورې، په څوړمني کې ستا د امونو د ځنګلونو ښايسته شمال ما له ډېرې مستۍ لېونى کوي-واه، څه ښه يو هيجان دى دا! وا زما مورې، په مني کې، د شولو په پوره ګل شويو کروندو کې، ما هره خوا خوږې خنداګانې لېدې چې خپرېدلې!واه، څه ښه يوه ښکلا، څه ښه سيوري، څه ښه يوه لېوالتيا، او څه ښه يو لطافت! تا د بنګالي انځرو تر ونو بوټيو لاندې او د سيندونو پر غاړو څه
وهم
دنيا خوبولې ده.وحشت د هر يوه غورځنګ او آواز په مخور داسې تړلیلکه ما چې پر ځان. د دغه خلوت دېواله ته مې چې څه په زړه پورې نقش يې نشتهغلي په غوږ کې ويل:لکه چې په دا ټولو کې د ژوندانه فرېب څه پټ رنګونه لري! شپه د وحشت له کبله درنه ده.دنيا خوبولې ده او زه په خپل وهم کې ويښ يم:په دې خلوت کې چې حيرت يې د دېوال نقش دید ژوندانه فرېب څه نورې طرحې کوي؟
تريخ خوب
د سپوږمۍ زاڼه غاړې وهيپه کوټه کې مې ورېځ ژاړي.د پښېمانۍ د سترګو ګلونه غوړېږي.د پنجرې په تابوت کې مې د مشرق وجود نغاړل کېږيد مغرب ځنکدن دی، مري.د کوټې په تالاو کې مېکمه کمه د لمر نارنجي ګيا راټوکېږيويښ يمپه خوب کې مې د ماتې څانګې سيوري ونه پوهېدم، ورو ويده کړم.دا دی اوسد سپوږمۍ د زاڼې سرود اورماو د پښېمانۍ د سترګو ګلونه رژوم.
غزل
رنګينۍ ورکړې، پروردګاره، زما سندرې، زما غزل تهدا چې يې کاږم، د چا په سترګو، ډالۍ کوم يې، د چا اوربل ته چې د رنګينو، نغښتيو رازونو، چېرته يوازې، په نظاره شمحيرت مې يوسي، د حسن خدايه، د رنګ و بو دې، خپلو کې حل ته دا چې په ډکه، خوله راته خاندي، چا به رويا کې، وي تخنولېبرېښنا خو نه ده، چې هوسېږي، تشې پړکا ته، هسې يو ځل ته ځولۍ د نياز يې، لا له لاسونو، پرېوتې نه ده، ان له ماښامهڅه دې راوړي، د سبا باده، ړانده د مينې، د حسن شل ته چې ستا پر چم يې، کوشېر
ټالۍ
نن چې په هر ځلې چاد وره ټالۍ وهلېما دې ګومان پرې کړیاو په يوه نفس تر وره تللی يم.
څپره ووته، بلا ووته
اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږهغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛ اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږدرې يا پنځه يا اووه پلکې په شماروړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛ اوس هم د بادو ها لرغونی زيارتچې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږيله هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛ اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه دهاو هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛ اوس هم چې ووځي د څپرې مياشتنو د ماښام پر مهالزړې ښځمنې او واړه ماشومان
منسوخ
جانانه، ما هم بلا ډېره مودهد کائناتو د ښکلا په لټون په عارفانو پسې پل واخيست-خو کتابونو کې نه؛ځکه چې دوی هم يو له بله سرهبلا بدۍ او تربګنۍ پاللييو چې راغلی دی نو بل ته يې منسوخ ويلي!!
د مغلو تاراج
څه په باج- څه په خراج کې رانه ولاړه پاچايي وه تخت و تاج کـې رانه ولاړه څه د دوه ورځو ښــکلا مې د وطن وه د مغـــــلو په تاراج کـــــــــې رانه ولاړه.
خوب
خوب مې ليده چې په لندن کې يمه د ټيمز له غاړې په چکر وتلی په ننداره د ښکلاګانو يم چې دې کې راياده شې ته او په يوه سا سل پېغوره راکړې له مسامونو مې لمبې جګې شي لولپه شم. خو کوم يو حسن چې ستا په ها يوه يوه پېغور کې پټ وو هغه مې نه د پېرنګۍ ملکې په ښکلي تاج کې وليد نه د مغل محبت په تاج محل کې ګلې!
غزل
غزل ګوري دې، راګوري دې چې ګوري غلي غلي ســــتوري غلي غلي ګله، ســــتوري غلي غلي ما چې وې له دنګو دنګو څوکو حيا ورغله پرېواته له غرونو بلا سيوري غلي غلي ستا د ستمونو هم انصاف ښکاري پرېشانه دی چا باندې يې ځول شي، پر چا اوري غلي غلي ځه چې انجمن لره زياتي غاړې تر غاړې ځو څو به رقيبان ځانونه زوري غلي غلي غلی کړې نثاره ياره چا په غزال سترګو کې اوري دې له خولې د غزل توري غلي غلي.