جمشېد مومند
دشته ده او تنده ده منډې دي سراب پسې
پښې ږدم په ازغو باندې ګرځمه ګلاب پسې
زه د خپل ژوندون کتاب پاڼه پاڼه لولمه
څومره زړه چاودون کوم ستا د سوال ځواب پسې
څاڅکو د باران ورله تنده ماته نه کړله
اوس تږى نظر ګرځي چرته لوي درياب پسې
مونږ يې په ارزو د مخ دواړه سترګې بيه کړې
لاس کې کټوري نيسو مونږ يې آب و تاب پسې
09.02.2008
- hairan
ارماند کابل ليدل زما غټ ارمان و او هر هاغه ارمان چې پوره شوى نۀ وي د لاشعور نه په مختلفو موقعو په مختلفو صورتونو او شکلونو کې راولاړېږي او فنا کېږي. د دې ارمان لۀ ټسه زۀ ډېر ځله په خوبونو کې کابل ته تللى وم ولې چې راويښ به شوم نو حقيقت به بل رنګه و. دا زما پوخ يقين و چې زۀ به کابل ته ځم، زۀ به کابل خامخا وينم. ولې دا مې سوچ نۀ و چې دومره زر به زما دا ارمان پوره کېږي. ما چې د اسد دانش او امجد شهزاد سره د تګ پروګرام پوخ کړو نو تاسو يقين وکړئ چې تر ټاک...
12.02.2008
- hairan
لۀ ديبله تر کابله (١)
په درويشتم نومبر رياض تسنيم راته فون وکړو چې هلکه سبا اووۀ بجې بس اډې ته ځان رارسوه او رښتيا موبايل آن ساته. ټکټونه او سيټونه کليئر دي. محمد خان عندليب به اډه کې موجود وي. د عندليب د نوم په اورېدو زۀ پوي شوم چې رياض تسنيم پوخ کار کړى دى. ولې چې د رياض رابطې پخې وي او په داسې موقعو خو بېخي سر دوباره شي....