غواړم ستا يوه خندا ډېر ضرورت دى
انکار مه کوه اشنا! ډېر ضرورت دى
 
زلفې واړوه د مخ نه چې سبا شي
پښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى
 
هغه ورځ خو دې جانانه تُوره وکړه
يم يواځې نن دې بيا ډېر ضرورت دى
 
ستا خوږې خبرې ښې دي ملا جانه
تا ته اوس هم د حلوا ډېر ضرورت دى
 
محبت علاج د هرې ناروغۍ دى
ورته دلته د هر چا ډېر ضرورت دى
 
نن خو لاړو په بمونو کې حېرانه
اوس خېر غواړه د سبا ډېر ضرورت دى