راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې

اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې

ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې

دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې

د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې

مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې