شعرونه


هیرجن ولس

طنز محمود نظري هیرجن ولس یو وزیر خدمت نه کوي د جانان لپاره هر یوخدمت کوي دګوند اوځان لپاره ځکه هر ګونډ د وزیرانو سهمه غواړي یاني وزارت غواړي دجیب جان لپاره یوکام ښکاریده د تولوظلمونو تیر هیرجن ځان یې ورساوه تر درمل شیر سرجن ول په خپل غټ کور کي مي نفس تنګیږي ا کسیجن راته ښکاري وخت تیرنایتروجن ډاکټر یې وکتی نبض ول ته لا ژوندی يې؟! سر دي درد کوي هم یې ډیر خوږلن ول خوله مي وچه وچه کیږي ژبه بنده ول پزه

07.07.2018 محمود نظري

غزل

لاس یې په زړه ایښی وارخطا ښکاري ستړې او ستومانه له دنیا ښکاري څه چې درته وایم دروغ یې مه ګڼه وګوره اوتره ده له ورا ښکاري دا به وي د کبر او غرور نخښه سمه غرڅنۍ غوندې رښتیا ښکاري کله بیا له ژونده ماڼیجنه شي کله مروره له هر چا ښکاري نن په دغه لاره څوځل تیره شوه زړه مې داسې وایي چې پخلا ښکاري لویه لوپټه یې په سر کړې ده سترګو کې یې ( وارثه ) چې حیا ښکاري اوسلوـ ناروې

05.07.2018 پوهنمل محمد وارث

قانون ناست دی په تاخچه کي

طنز محمود نظری قانون ناست دی په تاخچه کي که قانون لکه قران کیښوول لوړ پر تاخچه سي دا ښه وطن په لکه دین سل په زروکي تجزیه سي پر تاخچه د قران پر ایښوولو مو دین پارچه پارچه کړ پر تاخچه کې د قانون په ايښوولو به وطن بازیچه سي وایي یوازې ځای چې قانون نه لري هغه افغان ځنګل دی بې قانونه ځنګل د درغلو اخیر شخصي دګلو باغچه سي یو خاین وطنپلور په دي هیواد کې تر اوسه محاکمه نسو هر لوی خاین ته دلته قانون خپله اتومات چمچه سي خدای دي د چا

09.06.2018 محمود نظری

دکونړمست پسرلیه! شعر

دکونړ په جګوڅوکو وریځوغړوسکې جوړې کړې هلته تندرآوازوکړ دبریښناپړکا شروشوه دباران څاڅکي راښکته په ترپایې ورا وکړه غټ غټ څاڅګي په کاسووو موراوزوي په لارروان وو د«تیشې»کلي په لورې سرکاڼونه خوځیدلي سخت باران ووراګیرکړي ځای په ځای همدلته تم شول دیوې غټې ونې لاندې ترېدل ترې لاندې باندې سره توتان له هرې څانګې دواړه پټ شول غلي غلي خواوشااوبه راتللې دشاخواته یوه غونډۍ وه نوابات دخوړت

08.06.2018 «عیان»

سل څېرې سل مخونه

خدايزده څه ډول، څه شـان يـوو عجيبه راز انســانــــان يــــوو نـــه د يــو څاروان کاروان يوو نـــه پــه يـــو مسير روان يوو د رســـول(ص) هم امتيان يـوو د ابليس هـــم پيــروان يــــوو نــه خپل کار لــــره حيران يوو نـــه پـــه فکر د خپل ځان يـوو ســـل څېرې ســـل مو مخونه خـــوی مو خــار ګل مو مخونه د عمر(رض) لارويـان مــونږ يوو د «لولو» داداګان مــونــږ يـوو خــوارج د زمــــان مـــونږ يوو همفکران

03.06.2018 شهزاده شيرين زوی

ګډې وډې

لا خوره ده توره شپه په ښار د ښکلوتور کارغان راچاپېر شويدي په ولوخدایه کله به موسا په کلي راشياژدها رابدل شویدي په کلوڅوک یې نوم څوک یې عزت

25.05.2018 جمال ناصر اصولي

نفاق بده بلاده:

مــالــیــده پخــپــلوســتــرګــودوه مـرغـان نــفـــاق ورکــــړه غــلــیـم خـولــه کي ډېرآسان پخپــل مـنـځ کــې جــګــړه کـړوغلیم هېر تــــوی ئـــې کـــړې بــوڼــکي بادباده تـرآسمان بـدۍ راوسـتـې ددښمـن دغـاري خولې ته دوی اخـتـه پـه جــنګ بـې خـبره لـه خـپـل ځان داغلیم وه يوه ژوې ورته آسانه سوه نیـوله پــه یـوټــوپ ئې کــړه پـه خـولـه دواړه نفاقـیان وګوره نفاق ته مرغۍ ئې دبلاپه خوله کي ورکړې بــې ربـړه بــې زحـمته سوې ښـکاردبل حـیـوان

08.05.2018 محمدسرور وکیلي

يوه ورځ...

يـوه ورځ زه لګيا يـــو شعر مې ليکه زمـــا د مـــړو ارمــانـــو څلو باندې د تورو پېغلې تلې د شعر ګودر تـــه د ناهيلۍ منګي پـــر ولـــو بـــاندې چـــا راتــه وويل چې څه شى ليکې؟ ما وې د اوښکو سپينې زاڼې همېش زمــــا د خيال او تصـور سيمې تـــه قــطار قـــطار وي را روانې همېش يـوه ورځ زه لګيا يــو شعـر مې ليکه انځورول مې درزېدلـــي زړونـــــه لکه پښې د زيــارکښ چاودې، چاودې لکه زمـــونـږ کنډر کنډر کـــورونــه

08.05.2018 شهزاده شيرين زوی

نظم (ښوونځی ته ځو)

لمر راوخوت نوی هیلی د صبا یی راوړی دا صبا او دغه هیلی درنه تیری نه شی! نن دی تیریږی صبا نوی ورځ د کار به لری بچیه ته به لوی معمار د خپلی خاوری جوړ شی نو! هله پاڅه د ښوونځي دی چی ناوخته نشی هله هله چی استاد به دی اوس لاری څاری هغه بابا ښوونځي ته هم، سهار وختی رادرومی د ښوونځي ور به اوس د ستا د راتلو لاری څاری ستا کتابونه ، ستا قلم او کتابچه دی ګرانه ستا د نازکی او معصومی څیری داسی تږي لکه چی تا سره یی زړونه وی تړلی او ټول ژوند تړلی

18.04.2018 نیک مخمد زیار

غزل

وېره ده خطر راپسې شوی دی بیا د چا نظر راپسې شوی دی کلي ته مو ډېره لاره پاتې ده خېر کړې ځناور راپسې شوی دی نه ورځمه نور ترینه خوله نه غواړم یه خلکو! دلبر راپسې شوی دی دلته دی یو څوک په ما ښه نه لګي دلته خو اکثر راپسې شوی دی اوس له ډېرو ښکلو نه پټ ګرځمه ځکه یې لښکر راپسې شوی دی ځان ترینه ساتمه حبیبزیه! بیا حسن جادوګر راپسې شوی دی

15.04.2018 عبدالله حبیبزی

فلسفي غزل

زه مغرور او خودبين نـه يـم زه پـــه بل مفهـوم عجب يم زه د ځان حيــرانــوونـکــی زه خپـل ځان تـه متعجب یـم زه استــازی د ضميــر يـــم ضمیر زمـــا د نـوم استـازی هم وکيل يـم هـم مـوکل يـم هــم سبـب، هـم مسبب یــم ښه پوهېږم څوک مې غواړي ښه پوهېږم چې څوک غواړم يـــو مکان او يــو زمـان کې هم مطلوب يـم هـم طلـب يـم پــــه جهان کې يــو ذره يــم پـــه خپل ځان کې يو جهان يم د کُل جــز یم، د جـــز کُل یم هم

14.04.2018 شهزاده شيرين زوی

زړه کښې

ناست یم اُروپا زړه کې ،روح مې دی آسیا زړه کښې ++ خټه مې لغمان کې وه، خاپوړې ګندهارا زړه کښې نازو وړکتون کې وم،حبیبیی لیسه کې زه ++  پي،سي،بي د دروڼټې طب د تُرکیا زړه کښې لاړې هغه ښې دورې ،پیل سوې د هجرت سختې+++ جهاد نه ،مجنون شولو فکر د لیلا زړه کښې سر کې سوچ و د اولاد، پر شا بستره د غم+++ افغان-پشتوخوا زړه کې او بیا اُروپا زړه کښې

13.04.2018 ډ. حمیدالله زړور صاپی

غزل

یاغي درد او د پرهر سره اوسیږم د شپو غیږ کې د سحر سره اویږم بغاوت مې ددنیا له ژونده کړی په خلوت کې د کوثر سره اوسیږم نوک او ورۍ له بله کله جلا کیږي لکه واورې د سپین غر سره اوسیږم ما خو هر څه له جانانه سپیلني کړه اوس ملنګ تنها خپل ور سره اوسیږم له خپل کلي او رواج وتلی نشم مات منګي په څیر ګودر سره اوسیږم تا ویل ژوند ټولې سکروټې دي ( وارثه ) شوم تڼاکې د مجمر سره اوسیږم اوسلو - ناروې

01.04.2018 پوهنمل محمد وارث

دمرییانو مرییانو ته !

طنز محمود نظری دمرییانو مرییانو ته ! بن غونډې په ټولوکامونو کې یوازې په پښتون ږغ ونه کړ دټولو کامونو یې واوریدل یوازې دپښتون ږغ یې ستغ نه کړ دا شین ګلبڼ یې په ډیرو زهري ځوزانو ډاګ او دشته کړه دپردو لوچکانو او غلو په ضد ویده ولس ان یو وغ ونه کړ اصلي افغانان له اړه دوه ډوله سوه کم اصل او اصل اول یې د سرو زرو قفس ته په ننوتو ان چغ بغ ونه کړ دویم یې هغه د لوي اختر بې غوږه حلاله قرباني سوه چې دقصاب د تیرې چړې په لیدو یې ان یو بغ بغ

01.04.2018 محمود نظری

غزل

تورو تورو ماښامونو نه څنګ ځه دلته ماتو ګړنګونو نه په څنګ ځه مونږ یې دومره پخپل ژوند باندې شکي کړو په سپرلي کې هم ګلونو نه په څنګ ځه دسنګسار فتوې د کلي ملا لاس کې اوس د کلي ګودرونو په څنګ ځه چې قلم او کتاب دواړه یې درنه واخیست خود به وایي تعلیمونو نه په څنګ ځه د دوﺉ چم او په ګاونډ کې چې اوسیږې ازار اخله، ثوابونو نه په څنګ ځه چې دردونه د ولس مجسم نه کړي بس ( وارثه ) دې شعرونو نه په څنګ ځه اوسلو - ناروې

29.03.2018 پوهنمل محمد وارث

غزل

ګوره هرماښام په سر راواړوه ډک دمیو جام په سر راواړوه تم به د ژوندون دغه شیبې نشي ستړی جام مدام په سر راواړوه یوځل د خیالو ټال کې وځانګه ډک ډک یې د بام په سر راواړوه لومې یې له بیخه بیا راوریبه مه ویریږه دام په سر راواړوه کله که ( وارث ) په دغه لار تللو وکړه بیا سلام ، په سر راواړوه اوسلو - ناروې

25.03.2018 پوهنمل محمد وارث

طالب ستړۍ خدای ناراضه!

طنز محمود نظری طالب ستړۍ خدای ناراضه! طالبه دا ستا لاره سیده نه ده! دا لاره خدای ږو راسته نه ده دا ستا هلي ځلي چې زه وینم ستا دا قرباني ټوله حلاله نه ده د لات او منات نوم پرې یادیږي ستا دا قرباني دالله په نامه نه ده لږ څه غو ر وکړه په دې لاره کې دا لار سمه دمه آواره نه ده ته ولي بې ګناه مسلمانان وژنې؟ دا لاره سمه د تګ لاره نه ده یو وار خپله نخښه له سره وګوره درنه لږ ختا دا چاره نه ده ؟ آیادا لاره سید

24.03.2018 محمود نظری

ورک شوي

دلته پلونه په ګردونو کې ورک شوي کاروانونه سهارونو کې ورک شوي دې حالاتو خلک داسې لیوني کړل چې د وخت په ګردابونوکې ورک شوي ویرې خپلې ریښې دومره ځغلولي چې تنزري اوس په غرونو کې ورک شوي ما دپلار نیکه کور کلی پیدا نکړ د بارودو توپانونو کې ورک شوي کلک عزمونه شړیدلي راته ښکاري رغیدل یې په فکرونو کې ورک شوي بورو میندو تورې خاورې په سر باد کړې چې بچیان یې په جنګونو کې ورک شوي لاسنیو

19.03.2018 پوهنمل محمد وارث

د ګردي میز ګردي پښې نغاره چیان

طنز محمود نظری د ګردي میز ګردي پښې نغاره چیان کله به ورکه له دې وطنه په هرسیاسي چار کې معامله سي تر کله به دارګ د فرمان هره پيغله په پردو حامله سي د دې نغاره چیانو څه ناجایزه دلته دپښتون سره روانه ده چې ان د پښتون نوم یادول کله افغان ته د تنباکوایماله سي پښتون ازادیخوا دی باید مړ سي هغه چې پښتون خوا دی باید پړ سي دلته امریکا د پښتون خلاف دی ځکه د پښتون بدخوا باید لوړ سي څومره یوالی چي دلته په خرولي کې سته دومره

17.03.2018 محمود نظری

سوال کومه

خدایه قبول مې کړه سوالونه، درته سوال کومـــــــــــه نور له موږ لرې کړه جنګونه ، درته سوال کومـــــــــــــــــه سر مې قبول کړه چې ترې ځار یې کړم وطنه ځنې خو نه د کونډې مور ویرونه، درته سوال کومـــــــــــــــــــه ما لیونۍ د یو زمان په انتهاء کې ویښ کــــــــــــــــــــــــــړه چې خوشحالي وي هم جشنونه، درته ســـوال کومه د غیرتي ولس پکړۍ نه ، نن بهیږي وینــــــــــــــــــــــــــــــــــې ټپونه ټول کړې ته ګلونه، درته ســـــــــــــــــــــــــ

08.03.2018 جاوید یارزی

حمد

حمد اې د ټول عالم خالقه اې زما پرودګاره بل خالق په جهان نشته بې له تا پرودګاره ته الله زه دې بنده یم لا شریک یې بې مثاله پرده پوښ د ټول عالم یې لایزد یې زل جلاله ته احد یې هم صمد یې لم یلد و لم یولد یې ستا په مینه مې قربان شه زما دنیا اوعقبا دواړه زه عاصی او ګناه کار یم ته غفور او هم رحمان یې د رسول دې امتي یم ته مې معاف کړې ګناه واړه ستا په مینه په سجده یم او ستا مینه قران وایم تا په مینه پيدا کړې دا دنیا او عقبا دواړه ستا د م

07.03.2018 حمیدالله فیضي

جنازه پورته شوله

یاره رانغلې چې زما جنازه پورته شوله ورځ مې په کور وه خو بیګاه جنازه پورته شوله له ډیرو سترګو په رښتیا اوښکې راماتې شولې چې له انګړه یوځل بیا جنازه پورته شوله زه پوهیدمه دغه ټول ژوند وو د مرګ لپاره مراد ته رسم په رښتیا جنازه پورته شوله د تړمو اوښکو بهیدل نوره فایده نلري ځکه له وارې وارخطا جنازه پورته شوله څو نازولي مې تردې دمه خبر هم نه وه چیغې شوې جوړې دا د چا جنازه پورته شوله هم مې تکفین هم مې تدفین او هم رواج پوره شو

07.03.2018 پوهنمل محمد وارث

ملامت دی

زه توپیر د ښه او بد کولی نه شم دې مالت کې د قاتل څومره عزت دی چې د خپل ورور په مرۍ وي غلی شوی دا د کوم قوم رواج دی او غیرت دی ځان مو خپله د بلا خولې ته ورکړی که لیکلی له ازله دا قسمت دی هغه خلک چې سرکښه او ناراض شي که زوریږي دې کې هم د رب حکمت دی دا شیندلې پرګنې به کله یو شي که لاسونه سره ورکړي لوی قوت دی هغه ځمکه چې سوزیږي او وریته شي خود به وایو پدې ځمکه سور قیامت دی

04.03.2018 پوهنمل محمد وارث

د زمری په غاړه خرمهره

طنز محمود نظری د زمری په غاړه خرمهره پنځوسو تنوغلو دا وطن په سرکولپې نیولی یرغمل کله وزیرسي کله والي سي کله سلاکارسي هر سور غل چې هر یو له واکه لیري سي بیا دغرتوپرتو بنۍ سي د واک د لړمون خوړینو بګیلوغلو سره يې ټیزونه سي مل *** سوله له طالبانو سره په کوم موم خشره نه کیږي دمینې بیان په چینګه خوله او خبرو هرزه نه کیږي ولي دلته اهل کار ته د کار مسؤلیت نه سپارل کیږي؟ زمریتوب په خپله غاړه ځړول د خر مهره نه کیږي *** دل

03.03.2018 محمود نظری

ستړي کړي یو

مونږه خو غمونو ستړي کړي یو دومره ډیر دردونو ستړي کړي یو خدایه! ټولې سختې بیا اسانه کړې ډیرو کړاونو ستړي کړي یو لاره د ژغورنې مونږ نه ورکه ده بس تشو خیالونو ستړي کړي یو څومره افتونه شو نازل په مونږ څیرې ګریوانونو ستړي کړي یو مونږ د ژوندانه په مفهوم پوه نه شو راز راز تعبیرونو ستړي کړي یو لاس د امداد چاته ورکوی نه شو خپلو پرهرونو ستړي کړي یو ماتو کږلیچونو باندې واوښتو

26.02.2018 پوهنمل محمد وارث

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more