شعرونه


دبل خوله

طنز محمود نظری دبل خوله زموږ د وطن سوه داسی سیده کیسه هر یو دی د دښمن پردي په خوله هیڅ یو خپل تاریخي مشر نه مني د هر یوه خوله ده د بل یوه خوله دمشر په خولې که ښوري دبل ژبه هغه مو هم نه ږغیږي په پورته خوله *** یوذره ماغزه نه لرو په سر کې خپله د بل خبرو ته مو ده پاته چینګه خوله ټول کارونه زموږ دښمنان پردي کوي موږ یوازې ارام ناست یو چپه خوله موږته تنخواه راوکوی مشران مو ټاکي ټول کارونه پردي کوي موږ یو

26.05.2017 محمود نظری

افغان بیرغ

زه په دښتو کې رپېږم، زه په غرونو کې رپېږم زه د سترګو په لېمو کې، زه په زړونوکې رپېږم ما په بڼ کې نخره کړې، د ګودر تر څنګ ولاړ یم زه د کلیو په سر خوځم، په ښارونو کې رپېږم زه په سر د بریالیو د بریا رنګونه شیندم زه په مستو اتڼونو، په ډولونو کې رپېږم زه له لمره رڼا اخلم، زه پروا د تورتم نه کړم زه له ګل سره لوبېږم، ګلابونو کې رپېږم ما د لوبو ډګر وړی په درې رنګه خنداګانو زه په تورو، سرو، زرغونو، ډګرونو کې رپېږم احمدي لاس کې مې نیسه ته اتل

24.05.2017 ګل آغا احمدي وردګ

د مړو چم

خير دا خو لږ عمر دى تېر به يې کړم خو زه په دې يم اندېښمن خالقه(ج) چې ابدي عمر به څنګه کېږي يمه هغه لره غمجن خالقه(ج)                                       د مړو چم، چې هديره يې بولي په هغه کلي کې به جنګ خو نه وي؟ لکه لېوان له تازه ښکار نه چارپېر يو به د بل په وينو

23.05.2017 شهزاده شيرين زوی

سیاسي سپي

طنز محمود نظری سیاسي سپي په رګ رګ کې د دې وطن انارشي ده په دوتر دوتر کې د جیب تلاشي ده خدای دی ددې بدتره حاله ساته بدتره یې دواک لپاره پرتوګ کشي ده *** سړی چې یو وا ر د کوم پردي کوکری سي توپير نه لري چي د کوم بهرني کوتری سي چي یو وار د وطن په خوږو هډوکو روږد سو له زوره دا کوچنی کوتری جنګي خروړی سي په هغه یو او څو بهرني باداره توپیر نه لري په ډیرو هډوکو اچولو د ډیرو د ور سپی سي هغه چې خارجي بادار لري ښاغل

20.05.2017 محمود نظری

تږې سینه

ساقې د سرو شرابو سیلابونه درنه غواړم جامونه دې درواخله دریابونه درنه غواړم خمار زړه له عمرونو د دردونو په بستر کې پر څاڅکي نه صبرېږم بارانونه درنه غواړم وعدې د سبا مکړه سینه تږې همدا نن ده ملنګ د تا د در یم خیراتونه درنه غواړم خرابې د زاهد به د خیالونو سلسلې کړم آسمانه د عقلونو الهامونه درنه غواړم پردې د ظلمت څیرم د رڼا پر لور پرواز کړم بادونو سره مل یم توپانونه درنه غواړم موړونو کې د عمر د هستۍ پراته رازونه مزل د اوږدو لارو کا

19.05.2017 ډاکټر محمدآجان مرزی

راته داسې رباب وغږوه ګرانه

"راته داسې رباب وغږوه ګرانه چې دا درست مرغان راکوز شي له اسمانه " د شغلې په مرګ ويرنه نه دا کاڼې بوټي ژاړي زما په حال نن نه مرغان شول زما په حال باندې بې بال نن نه فلک شو رانسکور نه دا لوی غرونه نه دې ستورو نه ســــپوږمۍ وکــړل ويرونه نه وريـځـو زمـا پـه غـم بـانـــدې ژړلــــي نـه دا ځـمکه مې پـه حـال ده لـړځيـدلــي نه مـې مرګ پـوښـتنـه ړي راسره بـد کا عــزرائيـل کـلـه زمـا سـره مـدد کا اې اسـمانــه دا د کـوم جــرم

14.05.2017 محمد انور آڅړ

علاجونه

په تیر شعر مې وشمیرل لږ مرضونه که مو خوښ وي دا دي اوس څه علاجونه   د درملو اساسات دي څو ډولونه حیواني او نباتي؛ وړانګې ،تعویذونه!   داروګان دي په رقم رقم جوړ شوي ټابلیټونه، کپسولونه، سیرومونه

14.05.2017 دکتور حمیدالله زړهءور صاپی

خر مهره

طنز محمودنظری خر مهره خدای دا دنیا په خپل پوهه پیدا کړه پوه یې انسان نا پوه یې بوده پیدا کړه ددنیا هر شی یې دوه زوجه پيدا کړه دکاروبار لپاره یې پوه او خره پیدا کړه په دواړو کې دلته خره په واک سوه پوهانو ورته دستي خر مهره پیدا کړه خدای ښځه ښکلی ښایسته پيدا کړه دې پوهو ورته دستي بوغره پیدا کړه سړي ته یې ښکلې ماټي او ږیره پیدا کړه پوه انسان ورته تیزه چاړه پيدا کړه خدای وایي تر دنیا اخیریت ښه دی هغو دا دنیا

13.05.2017 محمودنظری

د حکمتيار صاحب له خولی يي واورئ

محترمو دوستانو زه شاعر نه يم خو ددی عکس په تړاو می يو لڼډ شعر ليکلي غواړم چه تاسو سره يي شريک کړم.  د خواږه ارګ ګل خانه کی ډير هوسا يم لکه پروت چه يو ماشوم په غيږ د مور وي د ناټو د بيرغونو لاندی ژوند کړم لکه خاص په واشنګټن کی د چا کور وي سياف ګل به يي نور څنګه رانه خپل کړي اشرف خان به له دی وروسته زما ورور وي ما خو نه منله اوس ورته تسليم شوم په ډالرو کی خو هم عجيبه زور وي که هر څو می څوک شړي بيا به تری نه ځم دروغ سياست س

05.05.2017 ميرويس شينواری

خرابات

خرابات کي خرابات دی زه به هم کړم خرابات ځکه هـلـتـه مي جانان دی زه بـه کـړمـه مناجات خـرابات ومناجات سره ضـد دي په خـپـل ذات کړه خرابات کي مناجات چي هلته لوړئې درجات دساقي پـه لاس کي جام وېش په ادب کااوپه پام يـوه فـضادخامـوشۍ وه ډېـرهسـک وه حـضـرات دلته حال وو بل رندان وه بل زاهد وو نا څرکند ارغواني جامونه شرنګېدل وه خواږه دمیني ادبیات مـولا زما حـضورهـم ئې له خلقـته ښکاره نـور مـا وکـړه ډېـر خـواسـتـونـه نـاجـي تـه مـنـاجـات

03.05.2017 محمدسرور وکیلي

د عشق نغمه

دا د مينې جذبه ده که جنون سره مې شپه ده دا ګرمي د يار د غېږې که د اور کومه لمبه ده توره شپه کې رڼا وينم د بادو پر موج روان يم دي ټالونه د خوبونو که د عشق خوږه نغمه ده د الفت سندرې اورم ځنګوي مې پر راګونو د خيالونو دي بزمونه که د جام ښکلې نشه ده په آسمان کې مې سفر دی له سپوږمۍ سره نڅا ده مطربان دي د افلاکو که د خوب نوې کيسه ده خرابات کې څراغونه بل د مينې محبت دي کاروانونه د الفت دي که د ستورو سلسله ده مصور دي پر افلاکو د ښکلا ډېر تصوي

29.04.2017 ډاکټر محمدآجان مرزی

غزل

دستورو شړاسمان سره مې شپې شوې داوښکو لوند ګریوان سره مې شپې شوې لارې د منږل کږې وږې ښکاري تیاروکې د کاروان سره مې شپې شوې دلته هستي ټوله دګواښ لاندې ده بیا څومره سخت ګذران سره مې شپې شوې خیاله ماته ارته دنیا جوړه کړه داهسې تنګ جهان سره مې شپې شوې څړیکې د پرهر مې هیڅوک نه اوري بیا ټول عمر درمان سره مې شپې شوې ژوند مې په سلګیو کې لاهو شولو ( وارثه ) د توپان سره مې شپې شوې

29.04.2017 پوهنمل محمد وارث

قبرونه ژاړي

قــبـرونــه ژاړي قبرونه ژاړي اوس په ویر کی ډوب دي او د مزار هدیري بیا او يو ځل بیا د شهیدانو تابوتونه په زړه کی ځای کړل بیا او یو ځل بیا یی په ژړا کړل میندي او یو ځل بیا یی د لیلی د شهیدانو ورونه ومنل او یو ځل بیا یی افغانانو ته ژړل او د ناځوانو او بی ننګونو د کړو وړو شاهد وو *** او بلخ می ژاړی د ځوانانو ویر کی او دا ترکومه به وی له خلکو پوښتي د خلکو ډلي

24.04.2017 سمیع الله خالد سهاک

پسرلیه

راشه راشه پسرلیه دامړې څانګې راژوندۍ کړه خوشبویي د مشکو راوړه داوطن غوټۍ غوټۍکړه د بلبلو په چغهار کې مستې مستې نغمې راوړه د لمر وړانګو سره یو ځاې په زولیو وږمې راوړه سپیرې دښتې کړه ګلونه چې میلو ته زلمیان وځي څڼې واچوي اتڼ ته چې د ټولو ارمان وځي جونو پرانستلې څڼې خپل اوربل ته ګلان غواړي د بلیو په سر ناستې کشمالو ته باران غواړي چې د لمر په پلوشو کې نري څاڅکي د با

19.04.2017 پوهنمل محمد وارث

غزل

دلته خو لمر په تیندکونو راځي خوشحالي کله په کلونو راځي د زخمي زړونو پټ دردونه لاشته اوښکې اوس هم په ګریوانونو راځي دلته له هرځاې قتلګاه جوړه ده د وینو بوې بیا له سیندونو راځي چې یې سکروټې په خپل لاس کرلي خود به لمبې په اتڼونو راځي کله په ځان کې په خپل ذات شکي شم ګډ شوی لو چې په سرونو راځي وایي ( وارث ) هرڅه له زغم وتلي څړیکې همیش له پرهرونو راځي اسلو- ناروې

13.04.2017 پوهنمل محمد وارث

د زړه لمبې

ساقي راوړه اور د میو بیا لمبې پر زړه کړه بلې ښه شیبه ده ښکلې شپه ده د زاهد نارې دي غلې خوند له ژوند اخلم یارانو زنځیرونه مات د عقل د نشو پر ټال زنګېږم له آسمان سره خبرې مېخواران ولاړ په تمه سره جامونه نذرانه کړه د سرور ډېوې کړه بلې د ښادۍ کوه سندرې د رنګرېز خمونه راوړه وچې دښتې کړه رنګینې څاڅکي څاڅکي باران اوري د امید دي مرغلرې بلبلان مطرب د ګلو د وږمو خوږې نغمې دي پاېکوبې ده د خوبانو ترانې دي سحرګرې د نسیم وږمې لګېږي د مین د زړه پر

11.04.2017 ډاکټر محمدآجان مرزئ

درد

درد وختونه تیر کلونه تیر شول ما د ژوند د کتاب ډیرې پاڼې یو پر بل واړولې زه ېې د ستونزو ، کړاوونو او لوړو ژورو سره ښه بلد کړم خواږه ترخه مې ډیر وڅکل ساړه تاوده مې ډیر ولیدل دکوچنیتوب په خو ند ېې پوه نکړم نه مې د خټو نه ډوډۍ جوړې کړې نه مې دشګو کوټنۍ جوړې کړې نه مې په ډکه خوله خندا وکړه نه مې په حال کوم چا ژړا وکړه د کلي ټول هلکان د ښوونځي په لوري بیا لیکې، لیکې روان زه به څارویو سره

11.04.2017 پوهنمل محمدوارث

پسرلی

نسیم ښکلوي مخ د مهرویانو مستي کوي د زلفو له سنبل ګلان ولاړ سلام کوي بورا ته آواز ښکلی په باغ کې د بلبل عطرونه د ریحانو او نرګس دي عالم کې نوی ژوند ګورم رڼا کنګل به اوبه کېږي په سینو کې خندا ده څنارونه په نڅا ژوندون څیري سینه د تورو خاور بری دی پر هستۍ د باورونو وصال به د بورا وي له ګلانو هوسۍ کوي مستي په ځنګلونو مېلو د ارغوانو ته به ځمه په ټال کې د بوډۍ به ورزنګېږم خوبونه او خیالونه مې زانګو ده وخت

04.04.2017 ډاکټر محمدآجان مرزئ

د پښتون زړه

طنز محمود نظری د پښتون زړه واکمن پښتون زړه نه لری یوازې ینه لري که يې هم لري بای پاس سوی یا پینه پينه لري چې سم زره لري د هغه کومه تمه مه کوه له بخته د هغه زړه دنده لکه معده لري *** چې ګبر ،یهود او مسیحي مو مسلمان نسي ازبک، تاجک او پښتون مو یو افغان نسي هر یو یې په خپل سر ډنګوی خپل ډول وطن به خلاص د ایران او پاکستان نسي *** ناتو په کامونو او مذهبونو کي واچوه کرکه هغوی یې خپله اخته کړه دیو بل په مړینه ور

01.04.2017 محمود نظری

دود او دستور( ازاد شعر )

له نیکونو میراث پاتی یادښه کلتور بلګه ده دمیلمه قدر همیش کړو چی ساتلی مو دیره ده اوحجره ده په چم اوپه ګاونډ کې لا دخپل سر له قاتله هم غچ نه اخلو او اشرکار مو ښه دود دی په ګډ کار کې څومره خوند وي ټولې ستونزې کړي اسانه ډیرې سترې مسلې د خلکو منځ کې په جرګو او مرکو باندې هوارې درناوی دخپل مشرانو د کشرانو وجیبه ده دوطن په ننګ سرونه بیاډالۍ شي هره پیغله دوطن بیا په میوند کې ملالۍ شي خو!

01.04.2017 پوهنمل محمد وارث

نوي او انتخاب شوي پټاټې

(NEW & SELECTED  Potatoes) (دانګلیس شاعر اولیکوال (جان هیګلي ،په ۱۹۸۶ کې لیکل  شوي کتاب ( نوي او انتخاب شوي پټاټې   (     John Hegely  )  او۲۰۱۳م.کال کې بيا چاپ شوي څخه د یوه شعر ژباړه د ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي له خوا+ انګلیسي متن ېې 

01.04.2017 ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپي

نوی کال

نوی کال دنوي کال شپه وه باد نه لګیده خو نری نری باران وریده اسمان دتورو وریځو شاته پټ وه دسپوږمۍ ستورورڼا ځمکې ته نه رسیده توره تیاره وه لارې هم نه ښکاریدې دڅانګو څڼې لمدې اوڅاڅکي څاڅکي بیا تری لاندې څڅیده چوپتیا خپره وه ونې چوپې غرونه چوپ وه یواځې دسیند شور تر غوږو رسیده ښه مې په یاد دي پلار مې کیسه کوله دکلي لوې جومات کې دماخستن دلمانځه نه وروسته ټولوخلکو لاسونه لپه کړل م

26.03.2017 پوهنمل محمد وارث

خداوندا ! کجا شد آن بهار صلح افغانت؟

در رابطه به عدم موجودیت صلح در افغانستان عزیز ما، در رابطه به بهار خونین جنگهای خانمانسوز، غزل مقبولی داریم از مرحوم خلیل الله خلیلی در پنج بیت، تحت عنوان "بهار خون" که به حالت فعلی وطن عزیز ما نیز بی ربط نبوده و صدق می کند. وطن آمد بهار اما نبینم گل به دامانت نیاید نغمه شادی ز مرغان غزلخوانت به جای موج خون می جوشد از انهار خندانت به جای لاله روید داغ از طرف بیابانت نسیم امروز با بلبل حدیث عشق سرکرده مـگر وقت سحر بگذشته ازخاک شهیدانت چه ش

22.03.2017 افغان تحرک

مـســتي ، ډیري مـسـتي ، د افغان سندرې و وایه

محترمو لوستونکو ته دا یوه پسرلنی شعر د ښاغلی محترم سلطان جان کلیوال  وړاندی کیږی: پســـــرلیــه ! مـاتـه پسـرلیه ! د جـا نـان ســـند رې و وایــه مـســتي ، ډیري مـسـتي ، د افغان سندرې و وایه ما د سـرو لمبـو د سـوځیـدلو ځـنی و ژغـوره اور چی د جنګ مړ کا ، د باران سـندرې و وایه پریـده چي تر غـاړه شی، نارنج ټولو ګلونو ته مـاتـه د ښــکلا د ارغـوان ســند رې و وایــه یو می ســه «بخـدي» ته د ســوما په شـر بتـو پسي لـوړو سـر درو ک

21.03.2017 افغان تحرک

دغوث الدین خیشاوه

طنز محمود نظری دغوث الدین خیشاوه که وزیر غل دی مل یې هغه راوستلی پیریې تر دې څوکۍ هغه دی راکښلی باید دهغه له مرشد ه وسي پوښتنه په څو يې په دې څوکۍ دی کښېنولی دپاک مشر مادون غل کیدای نسي دپاکی مور زوی ارمونی کیدا ی نسي *** د ټولو وزیرانو کار لکه دغوث الدین خیشاوه ده واښه پریږدي بوټي باسي دورځې کار یې یوه بسواسه ده لکه موږک په لټه د قروتو یې هر کونچ کې کښه سږمه ده بل کار نسته نسواریې بهرته د تلوراتلو ډالري سفریه

19.03.2017 محمود نظری

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more