شعرونه
وصیت
زما خوږې بدرۍ په خدای دې سپارم تر قافه ډېره لار ده دېوانو څو نیولی لېوان په مخکې ولاړ دا شنې جلګې واړه له بوختو ډکي د دښتو زړه کې د ځوځانو ځنګل دلته ازغیو لکې کړې نېزې، تېږې هم خوله لګوي. زما هم ملا ماته ده په درد دې نه خورم ګلې لا سرباری درته د لارې خنډ یم. نور دې بنګړیو نه لرونه جوړ کړه د لونګین له لړ رسۍ سازه کړه
د اختر ورځې
د اختر ورځې تر عنوان لاندی د ښاغلی محترم انجنیر عبدالوکیل متین یو شعر وړاندی کیږی. " د اختر ورځې تیریږي رپ د سترګو کی کلونه ځي راځي ماتم او ښادی نه غواړي وختونه ځيراځي اختر مو مبارک شه ورونو خویندو افغانانو درشل ته د هر یو مې سلامونه ځي راځي خالی یې غیږه نشوه له تنکو تنکو ځوانانو دې خاوری د احمد ته غیرتونه ځي راځي د چـا له پټـه سـره د حیـا پوړنۍ کـوز شو د چا بې پتې غاړې ته هـارونه ځي داځي په اوښکو کې لمدې کړلی نکر
دښځې لغته
طنز محمود نظری دښځې لغته عورته هغه ده چې ته يي وهلای سې په لغته ښځه هغه ده چې تا وهلای سي په لغته ماینه له میړه سر په سوله کې ژوند کوي همسر هغه چې یو بل وهلای سي په لغته ځکه ویښیاران خپل کوروالا ته وایي عورته چې لغتې وغورځوي دهغې ونه خوري لغته هغه چې ډیر د ښځو د حقوقو نار ې وهي هغه هر وخت خپله ماینه وهي په لغته ملایان د شپې میرمني ته غلت ایتونه وایي په روایتو یې ځان خلاص کړی دی له لغته یو دوې لغتې هر باتورمنصبد
د افغانانو اختر
د اختر مخې سره په ګران افغانستان او اسلامي نړۍ کې د غملړلو خبرونو په اورېدلو د يو دردمن احساس په اساس: اختر کې مو کلچې او هم سيميان په وينو سره دي په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي هم مو نخود او هم بادام هم مو شربت او هم مو جام هم مو انګړ او هم مو بام جوړې هم د اختر او ماشومان په وينو سره دي په ځای نن د نکروزو افغانان په وینو سره دي هم امام او هم منبر مو هم برات او هم اختر مو همدا ښکته او هم بر مو په وينو کې لت پت ا
دخره ده لغته
طنز محمود نظری دخره ده لغته له دندې اسیته سوم په رشوت موړ نسوم د رشوت په خوړولو سم دم سوړ نسوم دا رشوت په شیطان ابلیس ډیر خوند کوي خو اخ تور مخ سر چپه په خره سپور نسوم *** له لغتې غورځونکي لیونی خره تښته د باټک مشر او سم لوده رهبره تښته چې د واک ریموټ یې د بل په لاس وي له هغه په آس سپور موشه خره تښته *** کله هم په یوه هدیره کې ودریږه! آیا تا ته به هم داسې یو قبر مهیا سي؟ هر لاروهی چي له هدیرې تیریږي
زړتیا
کله چي هلک وم؛ بیا زه سوم ښکلی ځـوان پـه کړوپه خوله او لِنّده ملا نه پوهـېـدم زه هغه ان په مستۍ کـي دځـوانۍ کلـه آند وي دسُستـۍ په پسرلـي کـي دځـوانۍ وي غوړېدلي سره ګلان فــکـرنه وي د پـېـرۍ فضاوي ډکه دخوښۍ آند واند تل وي دخوښۍ اندېښنه نه وي دخزان کلـه چي سـوم زوړاوکړوپ؛ داړه په خـوله پــه یـاد مـي راغـلــه بیا ځــوانــي اوتــېـر دوران پـه زړتیاکـي هـېـر وي ډېر،خویادڅه لږ کــه نه یاد مي دځوانۍ پرېشانه ولم هـرزمان زړتیایـم کړوپو ګـونج
نړۍ ماشومانو له ورکړو
ناظم حکمت: (نړۍ ماشومانو له ورکړو) ژباړن: ډ. حمیدالله زړه ءور ساپی راځئ چې دا نړۍ ماشومانو ته ورکړو که څه هم د یوې ورځې لپاره وي لکه د یوې لوېې ځوڼډي والا، پوپک والا پوکاڼۍ(بالون) په شان لوبې ورسره وکړي او لوبو سره د ستورو مینځ کښې سندرې سره ووايي
د سینما سپينه پرده
طنز محمود نظری د سینما سپينه پرده اخیر ته هم سوې ورته په کټ کټ د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ دې دانو ته څوک تینګیدای نسي ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ *** ټوله ړانده دلته دبینا اکت کوي ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې ته وطنپلور په کومه ژبه له خپله پلاره مننه
دکابل تصویر ، د آسمايي تصوير
جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي څه اوښكې وينې فوارې شوې دلته ، څه تورې زلفې د خمارو سترګو، په دې باروتو كې خورې، ورې شوې. څه د شملو بازار مى سوړ غوندې شو. څه د ګلونو رنګينه ښكلا مې په دغه كلي كې په غم واوښته : واى ،واى دا څه ظلمونه په كابل كيږي. جان،جان څنګه جنګونه په كابل كيږي څه سپينې خولې له خنداګانو ډكې. اوس د وحشت له غمه ساندې وايي
دیار جفا
خبـره مي د مـرګ نه ده نـو څـه ده زما په وړانـدي د رقـیـب سره دي ښه ده غـم دي په هـر پېښه کي دی راسره یاره دا خـبـره د وفــا دي درســتـه نـه ده دخـوبانـو صفـت تـل بې وفـایي وي یــاره ســـتــا خــبـره په رښـتـیا مبالغه ده زه ولاړمي پرلېمو ستا په ارمان یم ستـا رقـیـب ســره خــنــدا اومــعـامـله ده دخال خـط دوران ستـایـل حـمیـد کا د خال خط ښکلادي په رښتیا یو پدیده ده دخـوبانوتـل نازونخـرې وي پرمیـن دمـیـن ســره ئې راز دشـمعـي پروان
دبل خوله
طنز محمود نظری دبل خوله زموږ د وطن سوه داسی سیده کیسه هر یو دی د دښمن پردي په خوله هیڅ یو خپل تاریخي مشر نه مني د هر یوه خوله ده د بل یوه خوله دمشر په خولې که ښوري دبل ژبه هغه مو هم نه ږغیږي په پورته خوله *** یوذره ماغزه نه لرو په سر کې خپله د بل خبرو ته مو ده پاته چینګه خوله ټول کارونه زموږ دښمنان پردي کوي موږ یوازې ارام ناست یو چپه خوله موږته تنخواه راوکوی مشران مو ټاکي ټول کارونه پردي کوي موږ یو
افغان بیرغ
زه په دښتو کې رپېږم، زه په غرونو کې رپېږم زه د سترګو په لېمو کې، زه په زړونوکې رپېږم ما په بڼ کې نخره کړې، د ګودر تر څنګ ولاړ یم زه د کلیو په سر خوځم، په ښارونو کې رپېږم زه په سر د بریالیو د بریا رنګونه شیندم زه په مستو اتڼونو، په ډولونو کې رپېږم زه له لمره رڼا اخلم، زه پروا د تورتم نه کړم زه له ګل سره لوبېږم، ګلابونو کې رپېږم ما د لوبو ډګر وړی په درې رنګه خنداګانو زه په تورو، سرو، زرغونو، ډګرونو کې رپېږم احمدي لاس کې مې نیسه ته اتل
د مړو چم
خير دا خو لږ عمر دى تېر به يې کړم خو زه په دې يم اندېښمن خالقه(ج) چې ابدي عمر به څنګه کېږي يمه هغه لره غمجن خالقه(ج) د مړو چم، چې هديره يې بولي په هغه کلي کې به جنګ خو نه وي؟ لکه لېوان له تازه ښکار نه چارپېر يو به د بل په وينو
سیاسي سپي
طنز محمود نظری سیاسي سپي په رګ رګ کې د دې وطن انارشي ده په دوتر دوتر کې د جیب تلاشي ده خدای دی ددې بدتره حاله ساته بدتره یې دواک لپاره پرتوګ کشي ده *** سړی چې یو وا ر د کوم پردي کوکری سي توپير نه لري چي د کوم بهرني کوتری سي چي یو وار د وطن په خوږو هډوکو روږد سو له زوره دا کوچنی کوتری جنګي خروړی سي په هغه یو او څو بهرني باداره توپیر نه لري په ډیرو هډوکو اچولو د ډیرو د ور سپی سي هغه چې خارجي بادار لري ښاغل
تږې سینه
ساقې د سرو شرابو سیلابونه درنه غواړم جامونه دې درواخله دریابونه درنه غواړم خمار زړه له عمرونو د دردونو په بستر کې پر څاڅکي نه صبرېږم بارانونه درنه غواړم وعدې د سبا مکړه سینه تږې همدا نن ده ملنګ د تا د در یم خیراتونه درنه غواړم خرابې د زاهد به د خیالونو سلسلې کړم آسمانه د عقلونو الهامونه درنه غواړم پردې د ظلمت څیرم د رڼا پر لور پرواز کړم بادونو سره مل یم توپانونه درنه غواړم موړونو کې د عمر د هستۍ پراته رازونه مزل د اوږدو لارو کا
راته داسې رباب وغږوه ګرانه
"راته داسې رباب وغږوه ګرانه چې دا درست مرغان راکوز شي له اسمانه " د شغلې په مرګ ويرنه نه دا کاڼې بوټي ژاړي زما په حال نن نه مرغان شول زما په حال باندې بې بال نن نه فلک شو رانسکور نه دا لوی غرونه نه دې ستورو نه ســــپوږمۍ وکــړل ويرونه نه وريـځـو زمـا پـه غـم بـانـــدې ژړلــــي نـه دا ځـمکه مې پـه حـال ده لـړځيـدلــي نه مـې مرګ پـوښـتنـه ړي راسره بـد کا عــزرائيـل کـلـه زمـا سـره مـدد کا اې اسـمانــه دا د کـوم جــرم
علاجونه
په تیر شعر مې وشمیرل لږ مرضونه که مو خوښ وي دا دي اوس څه علاجونه د درملو اساسات دي څو ډولونه حیواني او نباتي؛ وړانګې ،تعویذونه! داروګان دي په رقم رقم جوړ شوي ټابلیټونه، کپسولونه، سیرومونه
خر مهره
طنز محمودنظری خر مهره خدای دا دنیا په خپل پوهه پیدا کړه پوه یې انسان نا پوه یې بوده پیدا کړه ددنیا هر شی یې دوه زوجه پيدا کړه دکاروبار لپاره یې پوه او خره پیدا کړه په دواړو کې دلته خره په واک سوه پوهانو ورته دستي خر مهره پیدا کړه خدای ښځه ښکلی ښایسته پيدا کړه دې پوهو ورته دستي بوغره پیدا کړه سړي ته یې ښکلې ماټي او ږیره پیدا کړه پوه انسان ورته تیزه چاړه پيدا کړه خدای وایي تر دنیا اخیریت ښه دی هغو دا دنیا
د حکمتيار صاحب له خولی يي واورئ
محترمو دوستانو زه شاعر نه يم خو ددی عکس په تړاو می يو لڼډ شعر ليکلي غواړم چه تاسو سره يي شريک کړم. د خواږه ارګ ګل خانه کی ډير هوسا يم لکه پروت چه يو ماشوم په غيږ د مور وي د ناټو د بيرغونو لاندی ژوند کړم لکه خاص په واشنګټن کی د چا کور وي سياف ګل به يي نور څنګه رانه خپل کړي اشرف خان به له دی وروسته زما ورور وي ما خو نه منله اوس ورته تسليم شوم په ډالرو کی خو هم عجيبه زور وي که هر څو می څوک شړي بيا به تری نه ځم دروغ سياست س
خرابات
خرابات کي خرابات دی زه به هم کړم خرابات ځکه هـلـتـه مي جانان دی زه بـه کـړمـه مناجات خـرابات ومناجات سره ضـد دي په خـپـل ذات کړه خرابات کي مناجات چي هلته لوړئې درجات دساقي پـه لاس کي جام وېش په ادب کااوپه پام يـوه فـضادخامـوشۍ وه ډېـرهسـک وه حـضـرات دلته حال وو بل رندان وه بل زاهد وو نا څرکند ارغواني جامونه شرنګېدل وه خواږه دمیني ادبیات مـولا زما حـضورهـم ئې له خلقـته ښکاره نـور مـا وکـړه ډېـر خـواسـتـونـه نـاجـي تـه مـنـاجـات
د عشق نغمه
دا د مينې جذبه ده که جنون سره مې شپه ده دا ګرمي د يار د غېږې که د اور کومه لمبه ده توره شپه کې رڼا وينم د بادو پر موج روان يم دي ټالونه د خوبونو که د عشق خوږه نغمه ده د الفت سندرې اورم ځنګوي مې پر راګونو د خيالونو دي بزمونه که د جام ښکلې نشه ده په آسمان کې مې سفر دی له سپوږمۍ سره نڅا ده مطربان دي د افلاکو که د خوب نوې کيسه ده خرابات کې څراغونه بل د مينې محبت دي کاروانونه د الفت دي که د ستورو سلسله ده مصور دي پر افلاکو د ښکلا ډېر تصوي
غزل
دستورو شړاسمان سره مې شپې شوې داوښکو لوند ګریوان سره مې شپې شوې لارې د منږل کږې وږې ښکاري تیاروکې د کاروان سره مې شپې شوې دلته هستي ټوله دګواښ لاندې ده بیا څومره سخت ګذران سره مې شپې شوې خیاله ماته ارته دنیا جوړه کړه داهسې تنګ جهان سره مې شپې شوې څړیکې د پرهر مې هیڅوک نه اوري بیا ټول عمر درمان سره مې شپې شوې ژوند مې په سلګیو کې لاهو شولو ( وارثه ) د توپان سره مې شپې شوې
قبرونه ژاړي
قــبـرونــه ژاړي قبرونه ژاړي اوس په ویر کی ډوب دي او د مزار هدیري بیا او يو ځل بیا د شهیدانو تابوتونه په زړه کی ځای کړل بیا او یو ځل بیا یی په ژړا کړل میندي او یو ځل بیا یی د لیلی د شهیدانو ورونه ومنل او یو ځل بیا یی افغانانو ته ژړل او د ناځوانو او بی ننګونو د کړو وړو شاهد وو *** او بلخ می ژاړی د ځوانانو ویر کی او دا ترکومه به وی له خلکو پوښتي د خلکو ډلي
پسرلیه
راشه راشه پسرلیه دامړې څانګې راژوندۍ کړه خوشبویي د مشکو راوړه داوطن غوټۍ غوټۍکړه د بلبلو په چغهار کې مستې مستې نغمې راوړه د لمر وړانګو سره یو ځاې په زولیو وږمې راوړه سپیرې دښتې کړه ګلونه چې میلو ته زلمیان وځي څڼې واچوي اتڼ ته چې د ټولو ارمان وځي جونو پرانستلې څڼې خپل اوربل ته ګلان غواړي د بلیو په سر ناستې کشمالو ته باران غواړي چې د لمر په پلوشو کې نري څاڅکي د با
غزل
دلته خو لمر په تیندکونو راځي خوشحالي کله په کلونو راځي د زخمي زړونو پټ دردونه لاشته اوښکې اوس هم په ګریوانونو راځي دلته له هرځاې قتلګاه جوړه ده د وینو بوې بیا له سیندونو راځي چې یې سکروټې په خپل لاس کرلي خود به لمبې په اتڼونو راځي کله په ځان کې په خپل ذات شکي شم ګډ شوی لو چې په سرونو راځي وایي ( وارث ) هرڅه له زغم وتلي څړیکې همیش له پرهرونو راځي اسلو- ناروې