لا خوره ده توره شپه په ښار د ښکلو
تور کارغان راچاپېر شويدي په ولو

خدایه کله به موسا په کلي راشي
اژدها رابدل شویدي په کلو

څوک یې نوم څوک یې عزت ورڅخه اخلي
خپل هېواد مو رانیولای دی په شلو

د ملالې سر ټیکری هېواد جنډه ده
دلالان یې راته خرڅ کړي په ممپلو

د افغان د سر قیمت هلته مالوم دی
سل کلدارې، زر تومانه د وژلو

اصولي دی ورته هسې شان بې باکه
لور په لاس دی د کیکرو په رېبلو