غني څوک و؟ غنـي دا و
زښت مئين په پښتونخوا و
د پښتو ژبې خيـرخواه و
عندليب شان پرې ګويا و
په پښتون ملت فـــدا و
دوزخي پـــه دې ګناه و

غني څوک و؟ غنـي دا و
پوه د نفس پــه تقاضا و
د فطرت پــه راز آګاه و
په کيفيت پــوه د اروا و
لګېدلی پــــه مــلا و
دوزخي پــه دې ګناه و

غني څوک و؟ غنـي دا و
غني خپله ستــر مــلا و
ښه عارف د خپل مولا و
په ناز نياز رب ته لګيا و
طرز يې خپل د استدعا و
دوزخي پـــه دې ګناه و

غني څوک و؟ غنـي دا و
ډک لــه مينې و، شيدا و
مئين شــوی په صحرا و
مجنون شـــوی د ليـلا و
د ښايست د ګل بـورا و
دوزخـــي په دې ګناه و

غني څوک و؟ غنـي دا و
مطالـع د ديــن دنيــا و
علم و فــن سره اشنا و
پوه د هر شي په معنا و
کور د ذهـــن يې رڼا و
دوزخــي په دې ګناه و

غنــي څوک و؟ غني دا و
سر د خپل قام په سودا و
لـکه شمعه پـــــه ژړا و
د پښتون د خيـــر ګدا و
د حُـــريت پــه تمنـــا و
دوزخــي پـه دې ګناه و

غنــي څوک و؟ غني دا و
فلسفه بــاندې دانــــا و
هوښ يې تېز، زړه يې بينا و
ښه واقف له هر اشياء و
د خيال سبک يې لـږ جدا و
دوزخــي پــه دې ګناه و

غنــي څوک و؟ غني دا و
لېونــی انګشت نمــا و
بې غــروره بې هـــوا و
تـــورن شوی پــه خطا و
خوښ په لږ غوندې وينا و
دوزخي پــــه دې ګناه و

غني څوک و؟ غنــي دا و
سپين ګويۍ لــره پيدا و
پـه ويل خوښ د رښتيا و
شيرين زويه! بې ريـــا و
د پتنګ شـان بې پــروا و
دوزخــي پــه دې ګناه و