وطن جوړیږي
که وي پــوهه ، تعقل وطن جوړیږي
چې وي یـو دبل منل وطن جوړیږي
څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو
د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږي
د زور واک ،چپاولګرو چې هستي ده
بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږي
که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه
اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږي
ترڅونشو په خپل مینځ کې کوراوکلي
درناوی کــول د بــل وطن جـوړیـږي
ډیربیرحمه او مکاره مـو دښمن دی
ورته یو موټي کیدل وطن جـوړیږي
ښه موقعه او ښه فرصت د زمانې دی
ځوان کهول پکارګمارل وطن جوړیږي
سمه طرحه بــرنامه ورته پکار ده
یو معقول دریځ منل وطن جوړیږي
د پردي مټ تــه هیڅکله تمه نشته
افغاني احساس لـرل وطن جوړیږي
--------------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۰ – ۸ – ۲۰۱۹
م ۰ کال
09.08.2019
- عبدالرحمن فرقانی
كه موږ اسلامي تاريخ او په اسلامی تاریخ کې د حکومتولۍ بېلگې وڅېړو، نو په دېر روښانه ډول دا راته جوتېږي، چې د اسلام رسالت او لوي هدف په ټول کې دا دی، چې د حکومتولۍ لپاره داسې سیاسی او ټولنیزنظام رامنځته شي، چې د ورورولۍ، سرښندنې، عدالت، وسطیت« منځلاریتوب» ،شورا، پر اصولو ولاړ وي او په انسان باندې د انسان واکمني پای ته ورسېږي، د استبداد، ځان غوښتنې، فرعونیت جرړې پرې او د هوس واکمني د وجدان پر واکمنۍ بدله شي.. او واکمن په دې حالت او نظام کې یوازې د عدالت او غوره اخلاقو بېلگه او ضمانت...
13.08.2019
- د،ب،هيښ
حالات او وضعيت داسې ښيي چې د طالبانو راتګ د افغانستان د ادارې او مديريت د پاره حتمې او يو انکار ناپذيره حقيقت دئ ، چې صورت به ونيسي او د افغانستان د ناورين د ختمولو لوی بار او مسؤليت به د دوی په اوږو ور اچول کيږي . په نظامي ډګر کې د طالبانو کرامو د افسانوي مبارزې ، قربانۍ او مقاومت شاهدي ټول ورکوي . که د طالبانو دوستان دي او که دوښمنان دا واقعيت مني چې په څومره درايت ، شجاعت ، صداقت، ايماندارۍ او امانتدارۍ يې د ازادۍ او خپلواکۍ د حاصلولو ديني -ملي -انساني فرض په نشتو امکاناتو او وسائلو...