طنز
محمود نظری

د وینو تږي افغانان

یوه لیوني ټوله دنیا کونه په کونه کړې ده
داسلام په کونه کي هم شنه ونه کړې ده
ټوله ډاکټران دیو چورلیوني درمل نه لري
زموږخوله یې لیوني ته یې مه ورکوه مه غواړه متل تړلې ده

دلته هر سم انسان له خپل وجدان سره جنګیږي
لکه چرګان په اینداره کې له خپل ځان سره جنګیږي
داهوښیار دنیا وال چې هسې یو بل ته سره خروشیږي
لکه د پاک -هند سرحدي سپاهیان مازې باټیږي
جنګ نه کوي پردي ګاونډیان کولنګي سره تیریږي
دا اویا کاله ګواښیږي خو هیڅکله نه سره ښکر په ښکرکیږي
د بل په لمسون یوازې دا افغانان خپل یو بل ته نه ټینګیږي
د ورور په وینو یوازي دا جل وهلي افغانان دي چې نه اوبیږي