نسیم ستوری
د ګـل د خـوشـبوئي ســه د ښـکلا نـوم اخیسـتـل دی
زړګـــیـه لــیــونــیــه دا هـم ســتـا نــوم اخـیـسـتـل دی
شــوګــیـر تــه بـیـداری پـه لاره ډیـره مـسکـیـدلـه
بـیـدار ژونــدون لـپـاره د سـبـا نــوم اخـیـستل دی
وجـود زمـونـږ اختـیار د بل نـشـه کافـری سترګـی
د خـپـل وجـود اخـتـیـار مـو د حـیـا نـوم اخیستل دی
لـښـکــر د غـیـرتـونـو پـه مــورچـــلــو کــې ولاړ دی
په زور که په رضا وی د خپل ساه نوم اخیستل دی
ای عــقـلــه د ژونــدون راتــه نـغـمه د پـښتـو وایه
دی خپل وجود پښتون له پښتونخوا نوم اخیستل دی
نسیم ستوری د ځان سه نن مسکی مسکی خو کیږی
رنګونو د ښايست د پرمـخـتـیا نـــوم اخیستل دی
نور
25.05.2008
- hairan
د بيټ نيکۀ دې خداى ټول جنتونه په نصيب کړي، د دوعا نه يې داسې معلومېږي چې د معيار په ځاى د مقدار پلوى و. خېر، کله چې مقدار کم وي، بيا خلک په معيار پسې نۀ ګرځي، خو کله نا کله د معيار خبره ورسره تازه کوي خامخا. نو بيټ نيکۀ کېداى شي د پښتنو وګړيو د ډېرېدو تر څنګ د دوى د ښۀ کېدو دوعا هم غوښتلې وي، مګر داسې ښکاري چې دوعا يواځې د ډېرېدو قبوله شوې وي، او ډېرېدۀ هم داسې چې د دنيا هر ګوټ ته رسېدلي دي او په زياتو ځايونو کې هغه کارونه کوي چې د نورو خلکو نه پاتې وي، خو بيا هم د کندهار نه تر سواته پورې چې...
27.05.2008
- hairan
ځينې خلک ورته "معرکه" هم وايي، ځکه چې د قلندر مومند په ژوند به ډېر تاوده بحثونه پکې کېدل او د تحقيق او تنقيد د دنيا معرکې به پکې سر کېدلې، خو اصلي نوم يې "د ساهو ليکونکيو مرکه" دى، چې د تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه اونيزې غونډې کوي او ورځ ښه وي که بده، ګډونوال لږ وي که ډېر، خو دا "مرکه" خامخا کېږي، ځکه نو چې د نړۍ د هر ګوټ نه کوم پښتون شاعر او ليکوال پېښور ته راشي او د ليکوالانو، شاعرانو سره د ليدلو تنده لري نو "مرکې" ته خامخا ځان رارسوي.
د دې مرکې بنسټ قلندر...