سيد
ستړي آهونه ـ ستړې هیلې ـ ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند کــيــســـــــــه بس دومره وه او نوره نه وه
شــــــــــعــــــــرونــــــه
ناولي هدفونه
بمونه چې اورېږی دوى نڅــــــــېږ ي وطن مو چې ورانېږی دوى نڅــېږي پتمنو افــــغانــــانــــو وطــن پرېـــــــښودکمپونو کې ځورېږی دوى نڅــــېږي قدرت له رسېدو ته لــــــــــيونــــي دي دا وينې چې بهېږی دوى نڅـــــــېږي
اروا ښاد ګل پاچا الفت ته
ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیارې پرېوتېځکه وطن کی د دردونو افسانې پرېوتې د هغه یو افغان په نوم چې تا وحدت ته بلل اوس يې په کلي او بانډو کې دغم شپې پرېوتې د پاک احساس او د ورورۍ خبرې کمې ښکارېځکه په سمه او مېرو کې هدیرې پرېوتې د وطن دښتې او ابادې یا ویجاړ ځایونهپه هر قدم کې د ژوندیو جمجمې پر
توره په تحفه كې
د پلار قاتل ته دي د پلار توره تحفه وركړلهڅنګه دي دا د افتخار توره تحفه وركړله ؟ اخير ليږ سوچ درته په كار وو دادي څه وكړله ؟چې و دښمن ته دي د كار توره تحفه وركړله ورور دي ورښود بيا دي امر د وژلو وركړ و دغه مرګ ته دي پر لار توره تحفه وركړله دوى د ميوند د ماتې څلى په ډبرو ويشتىتا د ايوب غوندي سالار توره تحفه وركړله هنره دا ګناه په مونږ كې ده رقيب نه دى ګر
زرلښت حفيظ ته ډالۍ
ته زما د سترګو توريېای زما د زړګي رازه! د افغان د کورډيوه شهد ملالې يوه ټپه شه زه دی څارمه شيرينېته دزړه مينه يي مينې ته ټوټه د غيرتونوته ارمان د مليتونو ته زمادزړه زانګو کېيو معصومه تلوسه يې
اروا ښاد ګل پاچا الفت ته ډالۍ
په اتريش کی افغانانوته د خدمت اوکلتوري ودې ټولنې په نمايندګي اروا ښاد ګل پاچا الفت ته دا
زه د كابل جنتي ښار يم ليږ مي خيال وساته.
د محبت په رنځ بيمار يم ليږ مي خيال وساته وګوره !څومره خوار و زار يم ليږ مي خيال وساته آه او فرياد لره مي غوږ كېږده د خداى دپاره سوى د هجر په انګار يم ليږ مي خيال وساته چۍ قرباني يې كړلو سر د ازادۍ په خاطر زه د هغه شهيد مزار يم ليږ مي خيال وساته پلار او نيكه دي جوړولم ته مي ولي ولې ؟هغه مسجد هغه منار يم ليږ مي خيال وساته دو
ګران وطن
دا مو د خاپوړو کلی کور دیدا مو د نیکو د توری زور دیورک به شی غلیم چه مخ یی توردیسر به تری قربان کړم د بدن سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی دا زموږه خوږ افغانستان دی لوړ چه په هوا کی یی بازان ګرځیهلته په ځنګلو کی یی زمریان ګرځیجوړ په سردرو کی یی طوطیان ګرځیمست یی بلبلان د باغ او بڼ سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
مــــــــــيــــــــــنــــــــه
د یار مینه زوریدل دی بل څه نه دیپه سوراورکی سوزیدل دی بل څه نه دی د پتنګ د مینی بد غوندی انجام دی په لمبو کی لمبیدل دی بل څه نه دی زما مینه زما ګران افغانستان دیزما مینه زما ژوند زما ایمان دی بی وطنه چه اوسیږی په غربت کیخوږ ژوندون ورته په مثل د زندان دی زم
هسې كاږه واږه روان يو له ښامار سره ځو.
دلېمې درنو مينه والو ! لېمه له خپلو ټولو مينه والو او په ځانګړې توګه له ښاغلي سعيد لودين صاحب څخه بخښنه غواړې چې په غلطۍ سره د ښاغلي سعيد لودين غزل د سعيد زابلي په نوم خپره شوې وه . هيله ده بخښنه ور باندې ولوروئ .
پر فلسطین یوه بله ژړا
های !د داود او سیلمان هیواده!خاوره دې وینو سره ګډه خټهاو هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګموږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو: یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږياو یو ځوان څنګه ځنکدن کوي پر ځمکه باندې خوله لګويیوه مور څنګه د اسمان لوري ته مخ اړوي، چیغې وهياو د څلورو میاشتو ښکلی هلکلکه ویده چې وي په خپلو راوتلیو کولمو لوبې کويموږ د اقصی له
نیمه شپه وه
نیمه شپه وهټپه ټوپهخال خال غږ و د مرغانودسپین غره د لوې غیږېیخ بادونو ..مست بادونوشینکې څڼې د نښتروپه اوږو ور رپولېپه شڼا ېې اوده کړي ووټول غرونه او راغونهدهمزولو شهیدانوجنډې غبرګې پړپیدلېلکه شوخ ماشومان ناست ويسیپارې په لاس جومات کېښه په زور او جوش ېې واييبدرګه واړه یو ټکی ......*************** نیمه شپه وه ټپّه ټوپهچینه هم خواږه خوب وړېشاید خوب
غـــــــــــــــــــــــــــز ل
راوړی چا په تا باندې ایمان دی او چا نه دیای مينې ، چا منلی دې قران دی او چا نه دی دعوه د لېونتوب خو ډېرو کړې پدې چم کېخو څیرې چا ټټر او بیا ګرېوان دی او چا نه دی بس کاشکې چې د ټولو ژڼو زور در باندې بر وایغربته چاخلاص کړی درنه ځان دی او چا نه دی خوښ کړی نو دنیابه وي د مینې هر پړاؤ خوژباړلی چا د خپل سر په
پاڅون
د یوې جنډې لاندې ژوندون په لوريآزاد خپلواک د پیوستون په لوري د ترهگرۍ تعریف په دې وطن کښېمرگ ته بهانه شوه د مظلوم په لوري دیموکراسي دلته پردیو راوړهسرونه ټیټ شول د صهيون په لوري د روڼ اندۍ مانا بل څه راوزيشو مصلحت تگ د ملعون په لوري
مينه
لكه يتيم سپېره په دوړو ماښام مور ته راځيداسې يو څوك دى چې زما د زړه ټكور ته راځي رنګين سپرلى وي چې د نورو په طرف وردروميسپېره خزان شي چې زمونږ خوارانو كور ته راځي خدايه د چا په دربه وكړمه سلام د مينېپه دې وطن كې هيڅو
اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم
ستـــــــــــــــــــرګو كې د يار ومه راپريوتم اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم ستـــــا له اورني رخساره پورتـه شوم اور ومـــــــــــــــــــــــه انګار ومه راپريوتم جـــــــام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه مســـــــــــت غوندې خمار ومه راپريوتم ورك شــــــــومه د مينې
غــــــــــــــز ل
لكه د زاڼو سېل چې درومي له كتاره سرهداسې په ډول مونږ روان يو له اغياره سره دا ستا دوستۍ ته څنګه نوم وركړم خو دومره وايمبس اخته شوي يو لستوڼي كې له ماره سره د سپين مړوند بنګړي مو نه دي ورمات كړي كلهمونږ چې هر وخت كې مينه كړې ده له ياره سره دوى چې په غاړه كړ پخپله نو ضمير
دتودو وينو حمام افغانستان شو
وير را ځغلي، درد را دانګي، مرګ حملې کړيوحشت خير دی چې وسلې په وينو سرې کړ ېبېره سته، اضطراب سته، ناکراري ستهخدای دې نه کا بې ابۍ بې ابرويي ستهعام قتلونه دي جاري، شداد شاهي دهافغانان کړول کېږي، تباهي دهخونريزي ده مصيبت دی ستر ناورين دیدښمني د پاک اسلام ده، ددين کين دیاتفاق دی عسويانو هسي کړیچې به نه پريږدي ازاد مسلم وګړ یددوۍ ژوند به وي په شر او په اشوب کېدوۍ به زېږي، دوۍ به مري په مريتوب کېتروريزم د اسلام
قسمته ! سوال به دپرديو په کوڅه کې کوم
لکه چې هيله دي دشونډو په وعده کې کوم داسي دي ګرانې ! يادونه په کاله کې کوم خدای دي زما دزړه په تاخ کې کړه سپېڅلی قران چې دي دسترګو تلاوت په نيمه شپه کې کوم زما د زړه په منبر ودرېږه خيال ته راشه
غــــــــــــــــــــــز ل
څوك په لاسوڅوك په لمن كې ګرزوي ډبرېد چاتندي د چا به سر ورماتوي ډبرې ننګ او غيرت يې كړي له خاورو سره خاورې ورتهاكثره خلك په اورو كې سوځوي ډبرې ما ددې ښكلو كرغېړن حالت په سترګو وليدپه خوله يې هو وي خو له زړه نه جوړوي ډبرې ځيني ګذار كوي لاسونه دواړه شاته نيسيدا سې هم شته چې په جېبو كې ګرزوي ډبرې زړګيه ! څېې كوې دا خپله تنهايي مو ښه دهنظر ـ نظر ـ نظر د ستر
دپارلمان وکيلې !
بيادې پرځان باندې سينګارتمام دی دګلابونواونرګسوپه رنګونومالاماله ښکارې نن دښايست له ملکې سره هم سياله ښکارې ښايي چې نن دې کومه نوې مرکه له تلويزيون خپريږي مرکه څه چې درنګونونيرنګونويومضمون خپريږي دوروځوڅوکې دې پيوند دي بياپه
شناخته کارت
ماښام چې ځان مي جوړاوو و خوب ته په ځان مي چوف ايات کرسيانې کړلې د شومه دم په وخت په خوب کې راغله سپينې جامې په غاړه پسته مسته وه له ورېښمو څخه په سپين کميس يې يو څو ستوري هم وو م
انځور
ستا د خمارو تورو، تورو غټو، غټو سترګو ها زړه راښکونکی انځور که دي په کار وي بېرته زما د زړه د څنګ په جېب کې پروت دی