وير را ځغلي، درد را دانګي، مرګ حملې کړي
وحشت خير دی چې وسلې په وينو سرې کړ ې
بېره سته، اضطراب سته، ناکراري سته
خدای دې نه کا بې ابۍ بې ابرويي سته
عام قتلونه دي جاري، شداد شاهي ده
افغانان کړول کېږي، تباهي ده
خونريزي ده مصيبت دی ستر ناورين دی
دښمني د پاک اسلام ده، ددين کين دی
اتفاق دی عسويانو هسي کړی
چې به نه پريږدي ازاد مسلم وګړ ی
ددوۍ ژوند به وي په شر او په اشوب کې
دوۍ به زېږي، دوۍ به مري په مريتوب کې
تروريزم د اسلام په ضد پلمه ده
دا پلمه د سليبي جنګ پيلامه ده
دا ټګي ده، دا برګي ده، دا نېرنګ دی
په وينا د مستر بوش صليبي جنګ دی
دسپين برج اهريمان د شر دخدایي کا
د يزدان د پيروانو سرکوبي کا
ايل شارون دی مقتدي جارج بوش امام
غواړ ي ونغاړي کمبله د اسلام .
توني بلير ددغه چرچ سيانه کشيش دی
د يهودو د ترسا د ګټو ويش دی
سيناګوګ او کليسا دی لاس يو کړی
خدای ومه کا دمسجد به کاږي زړی
نيت لري کښيږدي کعبې ته اټوم بم
ګړوبوي زمونږ دمکې ښار چم په چم
مدعا د انسانانو د حقونو
ريښې کاږي د بشر دژوندونونو
دا عجبه دبشر بشر دوستي ده
دا دوستي د بشر نه ده شر دوستي ده
آزادي د بيان، فکر، عقيدې
دي پر مخ د سياسي ګټو پردې
سياسي ديموکراسي تر هغو ښې دي
چې د څو امپر يا ليستو ښې پکښې دي
مريتوب د امپرياليزم ، لېبر ليزم دی
خپلواکۍ کې ځنې نغښتي تروريزم دی
ګوره نن د استکبار زور ازمايي ده
دافغان دی قتل عام دې خونرېزي ته
توغندي دمرګ دفوج تکړه سپاره دي
موازې د عزرايل غشي لينده دي
دجيټو د مدهش ږغ په اورېدلو
زړونه کاندي ارادې د دردېدلو
په هوا کې د کروزونو چې سږ کی وي
په قبروکې په لړزه کاوس وکی وي
راکټونه چې راځغلي قهرېدلي
اچوي د ځمکي شکم ته د ژوند څلي
دا ړانده ړانده بمونه هر لور اوري
پر کښت اوري، پر بڼ اوري، پرکور اوري
لولپه يې کړل د خلکو زاړه نوي
له درزا يې د کمکيو زهرې چوي
په بمو او په توپو بارې چورلکې
چې راځي پر ودانيو پاشي تکې
دملي حاکميت بې پروايي کړي
دافغان د خپلواکۍ بې حرمتي کړي
طاغوتي لښکر له قهره سره اېشي
زموږ هيواد غريب په لوېشتو سره وېشي
پرنګی او روس زاړه غچونه کاږي
بوش دنوي استعمار نقشونه کاږي
سي، آی، اې ږدي په دې چم دمکر ليمې
خپلوي د منځنۍ آسيا سيمې
دا ټکان د سياسي نفوذ لپاره
جوړوي په دې پلمو نظامي لاره
جوړوي د شر دوستان دلته اډې
په نامه بشر دوستان دلته اډې
خودخواهي ليوني کړي دي زورونه
توروي د نيکناميو سپين برجونه
دنړۍ دسردارۍ منحوس هوس دی
پاڅولی چې غلا وته عسس دی
مسلمانه! خطر پېښ دی واسلام ته
دامت دمحمد واستحکام ته
په لوېدېځ او امريکا کې چې مسلم دی
ديهود او نصارا په خيال مجرم دی
په نظر دشک او کرکې ورته ګوري
دخطر بېره يې سته، دده له لوري
دا اثر د صليبي جنګ د اعلان دی
صليبي جنګ دجارج بوش دخولې بيان دی
ايوبي صلاح الدين به خدای پيدا کړي
چې لښکر د مسلم کشو ژر تر شا کړي
اوس خوبده دمسلم بدبخته ورځ ده
دلمر مخي ته يې تم توره اوريځ ده
اوس ترې مخ دی ګرزولی نېکبختۍ
سر نوشت يې دی په لاس د بد بختۍ
پنډتان چې کشميريان وژني پر حق دي
چې يهود مسلمانان وژني پر حق دي
دچيچن مجاهدان تروريستان دي
دبالقان مسلمانان واړه ياغيان دي
چې تحليل او تکبير وايي پاک جهاد کا
نصارا د هغو ژوند، غواړي برباد کا
هرمسلم چې خپلواکي غواړي مروړه سي
په يوه او بل نامه يې بد کړه وړه سي
چې خپل حق له کفره وغواړي مسلم
باله کېږي دهشت ګرد، ياغي، مجرم
دوۍ مسلم د خپلو ګټو په تول تولي
دوۍ زموږ ماتې ته هغه لښکر رابولي
چې يو وخت به يې خطر ګاڼه نړۍ ته
ارامۍ ته، آزادۍ ته، خپلواکۍ ته
چې يو وخت يې با له سد دنېکمرغيو
دوۍ اوس ور تړي بشر ته دښاديو
ګرزولې بوش هغو زمروته شا ده
چې ژغورلې يې دنيا ده له الحاده
چې مات کړی يې غرور د سره لښکردی
چې جلال ترې دماسکو زېر وزبر وی
باداران چې وکريلين کړل زهره ترکي
غرب پر ورکه دهغوۍ کوي چکچکي
چې دېوال يې د برلين يوړ له مينځه
غرب خوند اخلي دهغو له دردورنځه
ويلي برانت ول دبرلين دغه دېوال
ما پنځوس کاله لا نور ګاڼه برحال
داوه توره دافغان چې دېوال ړنګ سو
مات او کولچ وران او ويجاړ دروس اورنګ سو
اوس هغه المان پرضد دافغانانو
ملا تړي د پښتنو ددښمنانو
چې ګټلی يې دچا په زور کشمير دی
له هغو ناپاکو پيښ افغان ته وير دی
چې ازاد دافغانانو په همت سول
نن هغه مسلمانان موږ ته افت سول
لار ورکړې ده هغو د هغو فوج ته
چې طغيان يې رسېدلی دی خپل اوج ته
دهغو ادم کشانو مرستيالان سول
چې سبب د تباهيو دافغان سول
چاچې دلته بلې کړې دالمبې دي
ددوۍ سعيي د هغو د مقصد ملې دي
چې حاصل ترې امتياز اقتصادي کا
په بري د امريکا نامرد ښادي کا
چې تر لاسه کا څه ګټه له کوم لوري
ولس پلوري، وطن پلوري، ايمان پلوري
زما ګيله له ولسونو څخه نه ده
دولتونه زما د طعن نښانه ده
چې جارج بوش دهاني بال رشې کړي خپلې
مرګ په ژوند د پښتون ښخي کړې منګولې
دلته ژوبله، دلته وژله، دلته مرګ دی
راکټو را ايره کړې زاد او برګ دی
دلته ورک دتيښتي لور وي له ژوندونه
اوروي پر غاړو غرو فرنګ اورونه
دلته سوې قبيلې دي په اورو کې
دلته ښخي کورنۍ دي په کورو کې
دلته ووړ مري، دلته زوړ مري، دلته ځوان مري
په لاسو دبشرووستو خوار انسان مري
دا مقتل دی د مظلومو، دبېوسو
دا مدفن دی دبېوزلو دبې کسو
ځمکه سخته، اسمان لېرې،دامتل دی
نن پر ملک کې دافغان خوار دغم غوبل دی
نه په ملک کې د افغان ځای دقرارسته
نه بهر ته د بدبخت د تېښتي لار سته
ګاونډيودي تړلي سرحدونه
په اومړي تار تړي دا ژوندنونه
دلته لو دپښتنو د سرو ګډ دی
دلته مات د امريکا په ساتول هډ دی
اوروي بشردوستان پر افغان ټکي
زموږ مېرې په شهيدانو سولې ډکې
هر راکټ چې راځي مښلي په کورو کې
بغض وکين دامريکا کړ ي په زړو کې
دلته رغړي ککرۍدښو ځوانانو
دلته بم څيري نسونه دغازيانو
دلته ويړه د بلا توره اوريځ ده
دلته ټکي ترې را اوري دوير ورځ ده
دلته غولی دنجات په افغان تنګ دی
دلته غږ د طيارو داجل زنګ دی
ولته ويني له رګونو راخوټيږي
دلته اوښکي دغمجنو رابهيږي
دلته سوي دي غمونو زړو سږي
دلته خيژي دپلار مړو وړو کريږي
دلته کوکې دي، چغارې دي،نارې دي
څيري کړې دلته غم دزړوپردې دي
ټولول دمړو ستړي کړل ځوانان
نه رسيږي دټپيانو په درمان
ولې دا بشردوستان شفاخانې
جوړوي له روغتونو،مرده خانې
ړنګوي دا حق پالونکي مسجدونه
ړنګوي دقام په وينو محرابونه
نړوي بريښنا کوټونه دا روڼ اندي
کيندي مخي د رڼاوو ته دوۍ کندي
راکټونو مو دېري را هديرې کړې
توغندويو مو ودانې وېرانې کړي
زموږ ښارونه يې پر موږ کړل دوزخونه
سرې لمبې، خړې لوخړې، تور دودونه
دا عجبه بشري برادري ده
په ريښتيا دا دځنګله ديموکراسي ده
دلته حق د هر ضعيف غريب پايمال دی
دلته نن د هر کمزوري بد مثال دی
داچې وايي : زورور ته هر څه حق دی
زورور وايي: دا څه مهمل سبق دی
رښتيا دا ده زور دی حق پوه سئ ښاغلو
پس له دې مستې پوکئ شيدو داغلو
ده حمله چې پر حريم زموږ دوطن ده
دولتي تروريستي د واشنګتن ده
واشنګټن دی خشمېدلی پښتنو ته
دې نتلو، دې ځپلو تور يالو ته
کمونيسټ چې يې واهه پر لوېدېز ګران وو
جنګيالی وو، ننګيالی وو، قهرمان وو
قربانۍ وې، سربازۍ وې، کارنامې وې
دغازيانو د ستاينو جنګنامې وې
سر فلمۍ وې د افغان د جنګ کيسې
دمېړو د سرتېريو نندارې
نن چې ګټې دي ددوۍ په بد خواهۍ کې
دهغو قهرمانانو دښمنۍ کې
په ليمو يې چيخل کېږي نشترونه
قه برچويې څېرل کېږي ځګرونه
ددوۍ زړونه کوټل کېږي په بغرۍ کې
ککرۍ يی نينې کېږي په بټۍ کې
څه سوه، څه سوه، دبشر دحق غوښتونکي ؟
دملګرو ملتو عدل پالونکي؟
دلته لوږې،دلته ياس،دلته ستړياوي
ماتوي دبې توښودصبر ملاوي
اوبه نسته، خواړه نسته، ارام نسته
په ځينو دستر خوانوکې اتام نسته
دبم ډز د ډارېدلو وړو کوکې
زړونه کړي دميندو خوارو نوکي نوکي
انا ګانې پر سجدو خدای ته پرتې دي
دايې خواست، دايې زارۍ، دا ې ښېرې دي
خدايه زوم کړې د نمرود دزويو زور
چې زامن د ابراهيم سوځي په اور
وايې : برج داستکبار يې رېز مرېز کړې
د اديار په اوبو ډوب ايليس انګرېزکړې
دا مغروره په خپل زور او خپل قوت
له غروره واچوې په خپل قدرت
داچې غواړي بشر واړه خپل بنده کړي
خدای دې ژر په درست عالن کي شرمنده کړي
دلته هر چېرې د غم کيسې خپرې دي
په ښېراوو د مظلومو ستړي خولې دي
کونډې ژاړي، بوري ژاړي، ورارې ژاړي
دا ناورين پر امريکا له خدايه غواړي
وايي : ګړوب شه د هغو مهوتو کلي
چې پيلان يې ړنګوي د کعبې څلي
د تور زړو تور مخان لا پسې تور سه
د پاتا ټغر يې ويړ په کلي کور سه
چې ساتي سپينه ماڼۍ په بمو ګټي
فرش يې کړې تر تلو لاندې سرې سکروټي
ځوان د ځان د خلاصون منډوو ته جوړ دی
راکټو ته پاتي ښځي،ووړ او زوړ دی
غمخواره دبشر ولي زموږ بندونه
په اوبو مو وړي د ملک کلي کښتونه
راسئ وګورئ بد حال دافغانانو
دا هجوم د افتو او بلاګانو
داغوټې دژوند دښمنو شهبازانو
دا حملې دبشر تپو جهازونو
دبشر دکرامت حاميان څه سول؟
دوړو،زړو دحق حافظان څه سول؟
پنټاګون وايي دجنګ په دوو هفتو کې
پر افغان د بشردوستو په حملو کې
اورولي دي موږ دوه زره کروزونه
په ويشتلي مو دي خپل خپل هدفونه
زموږ جنګي سلو بمبارو طيارو
اچوولي دي بمونه په زرو
هدفونه زموږ جنګي جبه خانې دي
د وسلو لوڅي او پټي زخيرې دي
راډيو، مخابرې او رادارونه
ورپسې د الوتکو ميدانونه
ګودامونه د غلوؤ برېښناکوټونه
ددفاع د مشرانو پټ ځايونه
راکټونه مو ورېږي پر چوڼيو
ژوند نجات نه سي موندلی له ګولیو
چې له خياله کوم بورجل جګ کړی سر دی
هغه زموږ په راکټو کنډ او کپر دی
زموږ وسلو چې خطا کړې نښانه وي
دملکي وژلو شمېر به زر تنه وي
وژل سو په اور سوي دي رمې هم
ويشتل سوي په دښتو کې دي رمې هم
موږ يې وينو شا او خوا مړي پراته دي
ټلويژون ښيي چې دا طا لبانه دي
له دې مړو سره ګورو وسلې نسته
وردک نه سته، ټوپک نسته، چړې نسته
اې بې وسو افغانانو په دې پوه سئ
چې اخر ته به زموږ جوغ په غاړه يوسئ
دزاړه استعمار دغه نوی رنګ دی
ګورئ دا د يوشتم قرن فرنګ دی
دا وينا د پنټاګون خلکو رښتيا ده
نمونه يې د مزار جنګي کلا ده
چې مقتل دی د پنځوسوو بنديانو
دسر تېرو پښتنو خيالي ځوانانو
بورې، ورارې، کونډې، رنډې چې دوی ستا يي
په وار، وار په خپلو ساندو کې دا وايي :
*******
چې جارج بوش د انيلا پر پله روان سو
دتودو وينو حمام افغانستان سو