دنړۍ پرمخ ډيرداسي خلګ سته چي ډيرڅه وايي خوهيڅ نه وي لاکن ځيني کسان بياډيراستعدادونه لري خوپه ظاهره څه نه وايي اوځان ضعيف معرفي کوي ،دغسي کسان نودپوهانوپه وينا( په خاوروکي پراته زردي .)
دګوانتاناموانځورګرهم يوله دغي دوهم ډلي کسانوڅخه شميرل کيږي ځکه نوموړى که څه هم ځان ته (ضعيف ) وايي خوپه خداى ورکړي استعدادسره يي ددې تورزندان ويرونکى انځوردخپل اسلامي ،افغاني اوويښ احساس له مخي په دونده پياوړتياسره کښلى چي دونده جرآئت دهرتش په نامه ليکوال له توانه وتلې خبره ده اوباورنه کوم چي بيله ريښتني احساس څخه ماسوادي په بل احساس دونده راڼه تصويرونه ټولني ته وړاندي سي .
(ضعيف ) دخپل نيول کيدواو بندي کيدوټوله کيسه ترپايه په داسي مهارت سره بيان کړيده چي لو ستونکي له ځان سره قدم په قدم دزندان توروکوټواوترسره ټک لاندي خيموته بيايي اوهلته هغه څه ورته بيانوي چي پرده اونورزندانيانوباندي تيرسويدي .
(دګوانتاناموانځور) ته ځيني خلګ دشک په سترګه ګوري اووايي چي ((دادملاعبدالسلام (ضعيف ) د احساساتوپربنسټ باندي ليکل سويدى )) خوکه داکتاب په ښه غورسره وکتل سي ډيرځايونه ديوه مسلکي ژورناليسټ په ډول واقيعت اوتوازن په پام کي نيولى اوآن دځينوامريکايي عسکرودښه چلند يادونه يي هم کړي ده ،داسي يي نه دي کړي چي يوازي يي دخپل خوږمن زړګي په خوښه څه ليکلي دي اوبس . که چيري ده يوازي خپل دزړه خوښه انځورکړي واى اوترځينوواقيعتونويي پښه اړولي واى نو هيڅکله د ا کتاب داولس په منځ کي دونده شهرت نه ترلاسه کاوه ځکه زموږاولس اوس ښه پوهيدلى او سريي خلاصيږي چي ددې ليکني ،خبري اومجلس موضوع پرکوم چوليځ باندي راڅرخي ؟؟
ددې کتاب ټول انځورونه ځکه ډيرراڼه اودلوستونکي دتوجه وړدي چي دګوانتاناموددوزخي زندان له نوم سره دهرافغان غوږونه ډيراشنادي خوخبرنه دي چي هلته له بنديانوسره په کومه کچه کړني رواني دي ؟
بس يوازي دونده پوهيږي چي داپه نړۍکي ترټولوکرغيړن زندان دى .
داکتاب(دګوانتاناموانځور) ماپه دوو روځوکي ولوست ،هره کرښه يي ماته ډيره نوي خبره وه خويوه خبره بيخي راته نوي پکښي را ښکاره سوه اوهغه دا چي ديوه لوړپوړي پخواني طالب چارواکي له خواد پاکستان داستخباراتي اداري ( آي،ايس آى) دانسان پلورني په ښکاره ډيره غندنه سوي اوداورته په ثبوت رسېدلې ده چي زموږدغه ګاونډى دلستوڼي هغه ماردى چي کله يي وخت پيداکړنووارکوي اود هيچاپروانه هم کوي .
دملا((ضعيف)) له يوې ليکل سوي جملې څخه داسي ښکاري چي هغوى ته خپل هيوادترهرڅه ډيراړين دى
اوله دغي يوې جملې څخه بايد زموږټول هيوادوال ډيرڅه زده کړي اوپوه سي چي په هرحال کي موږته افغانستان اړين دى ،که چيري خداى مه کړه افغانستان نه وي موږبه نه يواوکه يو،نوهويت به نلرودنړۍ په هرهيوادکي به بې هويته لالهانداوسرګردان ګرځوچي دانوډيرتريخ ژونددى اوهغه څوک په پوهيږي چي دبل ترزورلاندي وي اوهيڅ واک نه لري .
بايدموږټول هيوادوال دتاريخ په دي نازکوشيبوکي پورته خبري ته په پام سره خپلي ټولي شخصي غوښتني دخپل ګران هيواددسمسورتيا،آبادۍ اوخپلواکۍ په لارکي قربان کړو.
نورنوديوه اوبل په خبروخپل افغانان ونه ځوروځکه که په جګړواوورانيوژوندسميدلاى اوس به په ټوله نړۍکي زموږدهيوادوالوژوندنيکمرغه اوهوساواى خوافسوس چي په دې سره هيڅ کارنه کيږي !!
که چيري اوس موږټول افغانان له شماله ترسهيله ،له ختيځه ترلويديځه په هررنګ چي يواوپه هره ژبه چي خبري کوودپخواپه څيرسره يوموټى سوو،دزړه اوخولي خبره مويوه وي نوبيابه نه دګوانتاناموتورزندان وي اونه به موڅوک دګاونډيوهيوادونو په خبره دتروريسټ ،القاعده ،دموکرات اومکتبي په نامه ځورولاى سي ، ټول به په ګران افغانستان کي ديوه ښه خوشحاله ژوندلرونکي يو.
اوس نودغه دنده اومسؤليت دقلم څښتنانوته ورترغاړه دى چي د(ضعيف) په ډول بيله کومي بيري واقيعتونه وټولني ته روښانه اواولس په دې پوه کړي چي څه پېښه ده اوڅه بايدوسي؟ ځکه په هره ټولنه کي ترهرچادقلم څښتنان ډيردروندمسؤليت لري چي بايددخپلم مسؤليت له مخي قلمي مبارزه وکړي او دا هيواددامن،سوکالۍ په يوه آرامه ځانګوبدل کړي .
دهمدغسي يوه روڼ سباپه هيله
يادونه : دا ليكنه تېر كال د كندهار په سور غــر اونيزه كې هم خپره شوې وه .