لکه چې هيله دي دشونډو په وعده کې کوم
داسي دي ګرانې ! يادونه په کاله کې کوم
خدای دي زما دزړه په تاخ کې کړه سپېڅلی قران
چې دي دسترګو تلاوت په نيمه شپه کې کوم
زما د زړه په منبر ودرېږه خيال ته راشه
چې قدمو کې دي ګيلې درته سجده کې کوم
دارمانو په شناختو زانګم هديره کې د خيال
زه دخواږه جانان ديدن په جنازه کې کوم
چې دي بېقدره په ژړا ايستم له خپل کلي نه
قسمته ! سوال به دپرديو په کوڅه کې کوم
عبس مي خوله ستړې کوې شېخه په تشو توبو
زه يې دوصل اراده هم په توبه کې کوم
ته په تياره کې دخلوت لټوه خپلې حورې
زه د جنت سيل د بنګو په پياله کې کوم
ته دي خوبونه د کوثر وينه په وچه ځمکه
زه يې دشونډو په مۍ لوبې په چينه کوم
ستا داوربل تر سيوري لاندې سقيم خال وم خو اوس
ګرانې خدمت دپردو ټکنده غرمه کې کوم