د محبت په رنځ بيمار يم ليږ مي خيال وساته
وګوره !څومره خوار و زار يم ليږ مي خيال وساته
 
آه او فرياد لره مي غوږ كېږده د خداى دپاره
سوى د هجر په انګار يم ليږ مي خيال وساته
 
چۍ قرباني يې كړلو سر د ازادۍ په خاطر
زه د هغه شهيد مزار يم ليږ مي خيال وساته

پلار او نيكه دي جوړولم ته مي ولي ولې ؟
هغه مسجد هغه منار يم ليږ مي خيال وساته

دوزخ خو نه يم چې تا دومره ګناهګار راوستل
زه د كابل جنتي ښار يم ليږ مي خيال وساته
 
له تندي مرمه ساقي جار دي شم جامونه راكړه
هنر له وخته انتظار يم ليږ مي خيال وساته