ځان لكه شمع ويلوم تاته رڼا دركووم
د ژوند په هره سخته ورځه كې پناه دركووم


تا چې پرون په كوم اميد باندې ژړل وچاته
زه به هغه زېرى ګهيځ په لنډه ساه دركووم


زه به د څه دپاره وړمه دومره سختې په ځان ؟
چې ستا و دروند بار ته اوږه په ماته ملا دركووم


زه چې دي څالې ته رابولم د پردو له ماڼۍ
تاته پښتو او تاته ننګ تاته حيا دركووم


تا خو دكلي هر دېوال په وينو ورنګاوو
زه د ژړا په بدله كې هم خندا دركووم


كه په جنګ كلي جوړېداى زمونږ به وو كور د ياقوت
راسه ! جرګه به سره وكړو دا سلا دركووم


تامي د مرګ دپاره خپل ورور په باروتو كې نغښت
نصرته ! زه خو د ژوند هره يوه عطا دركووم