دلېمې درنو مينه والو !
لېمه له خپلو ټولو مينه والو او په ځانګړې توګه له ښاغلي سعيد لودين صاحب څخه بخښنه غواړې چې په غلطۍ سره د ښاغلي سعيد لودين غزل د سعيد زابلي په نوم خپره شوې وه .
هيله ده بخښنه ور باندې ولوروئ .
نه خو حساب لرو د ستورو نه سالار سره ځو
هسې كاږه واږه روان يو له ښامار سره ځو
چې د پېړيو قاتلان قهرمانان شي دلته
ځكه خو مونږ وطن پرسته لاس كې دار سره ځو
وخت چې د وېش شي هر يو ځان ته غټه برخه واخلي
مونږ يا صابره يو او يا هم له انكار سره ځو
چې د تيارو و رڼېدو ته يې ځانونه سوځل
ها شمعو نه ويل چې مونږ به له سهار سره ځو
تا چې به تل باله د خپلو سجدو لور سعيده!
له هغه كلي نن ترټلي له پرهار سره ځو
03.03.2008
- سيد شاه سقيم
های !د داود او سیلمان هیواده!خاوره دې وینو سره ګډه خټهاو هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګموږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:
یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږياو یو ځوان څنګه ځنکدن کوي پر ځمکه باندې خوله لګويیوه مور څنګه د اسمان لوري ته مخ اړوي، چیغې وهياو د څلورو میاشتو ښکلی هلکلکه ویده چې وي په خپلو راوتلیو کولمو لوبې کويموږ د اقصی له...
06.03.2008
- سيد شاه سقيم
د یار مینه زوریدل دی بل څه نه دیپه سوراورکی سوزیدل دی بل څه نه دی
د پتنګ د مینی بد غوندی انجام دی په لمبو کی لمبیدل دی بل څه نه دی
زما مینه زما ګران افغانستان دیزما مینه زما ژوند زما ایمان دی
بی وطنه چه اوسیږی په غربت کیخوږ ژوندون ورته په مثل د زندان دی
زم...