د یار مینه زوریدل دی بل څه نه دی
په سوراورکی سوزیدل دی بل څه نه دی
د پتنګ د مینی بد غوندی انجام دی
په لمبو کی لمبیدل دی بل څه نه دی
زما مینه زما ګران افغانستان دی
زما مینه زما ژوند زما ایمان دی
بی وطنه چه اوسیږی په غربت کی
خوږ ژوندون ورته په مثل د زندان دی
زموږ مینه زموږ هیله دی ارمان دی
اتفاق او ورورګلوی د هر افغان دی
دا وطن په ورورګلوی باندی جوړیږی
په یووالی باندی هر مشکل اسان دی
06.03.2008
- سيد شاه سقيم
دلېمې درنو مينه والو !
لېمه له خپلو ټولو مينه والو او په ځانګړې توګه له ښاغلي سعيد لودين صاحب څخه بخښنه غواړې چې په غلطۍ سره د ښاغلي سعيد لودين غزل د سعيد زابلي په نوم خپره شوې وه .
هيله ده بخښنه ور باندې ولوروئ ....
11.03.2008
- سيد شاه سقيم
په قران شريف کې نوې کشفونېډاکټر طارق السويدن له قران شريف څخه يو شمېر داسې اياتونه را اخيستي چې مساوات يې پکې په بشپړه توګه څرګند کړي دي ـد مثال په ډول خدای تعالی په قران شريف کې فرمايي: نر او ښځې سره يو شی دي ـپه قران شريف کې د (نر) لفظ څلورويشت ځله ياد شوی او که وګورو د ښځې لفظ هم څلورويشت ځله راغلی دی ـ نو څلورويشت مساوي څلورويشت يو شان (مساوي) جوړېږي ـپه مقدس قران کې نه يوازې دا لفظ يو شی راغلی بلکې يو شمېر نورې بېلګې يې هم شته، چې ښاغلي ډاکټر طارق تر څېړنې وروسته په لاندې ډو...