په قران شريف کې نوې کشفونې
ډاکټر طارق السويدن له قران شريف څخه يو شمېر داسې اياتونه را اخيستي چې مساوات يې پکې په بشپړه توګه څرګند کړي دي ـ
د مثال په ډول خدای تعالی په قران شريف کې فرمايي: نر او ښځې سره يو شی دي ـ
په قران شريف کې د (نر) لفظ څلورويشت ځله ياد شوی او که وګورو د ښځې لفظ هم څلورويشت ځله راغلی دی ـ نو څلورويشت مساوي څلورويشت يو شان (مساوي) جوړېږي ـ
په مقدس قران کې نه يوازې دا لفظ يو شی راغلی بلکې يو شمېر نورې بېلګې يې هم شته، چې ښاغلي ډاکټر طارق تر څېړنې وروسته په لاندې ډول ذکر کړي دي :
که چېرې تاسو په قران شريف کې د يو شي پرتله له بل شي سره يو ډول ووينئ، د مثال په ډول که په قران شريف کې راغلي وي چې نر له ښځې سره يو شی دی، که تاسو تر هغه وروسته وګورئ دويم شی به هم د لومړي څيز په مقدار او اندازه راغلی وي ـ
په قران شريف کې راغلي:
دنيا او په بله معنا (ژوند) يو سل او پينځلس ځله راغلی ـ اخرت په بله معنا تر مرګ وروسته ژوند هم يو سل او پينځلس ځله راغلی دی ـ
ملايکې اته اتيا ځله يادې شوي او شيطان هم اته اتيا ځله ياد شوی دی ـ
ژوند يو سل او پينځه څلوېښت ځله راغلی او مرګ هم يو سل او پينځه څلوېښت ځله ياد شوی دی ـ
ګټه پينځوس ځله ياده شوې او زيان هم پينځوس ځله راغلی دی ـ
د ابليس نوم يوولس ځله ياد شوی او له هغه څخه پناه هم يوولس ځله غوښتل شوې ده ـ
مصيبت لفظ پينځه اويا ځله راغلی او خوښۍ لفظ هم پينځه اويا واره راغلی دی ـ
صدقه لفظ دري اويا ځله راغلی او عوض يې هم دري اويا واره راغلی دی ـ
مسلمين لفظ يو چلوېښت ځله راغلی او جهاد هم يو څلوېښت واره ياد شوی دی ـ
شتمن ژوند اته ځله ياد شوی او ساده ژوند (غربت) هم اته واره راغلی دی ـ
تېرايستنه شپېته ځله راغلی او فتنه هم اته واره راغلی دی ـ
زکات دوه دېرش ځله ياد شوی او برکت هم دوه دېرش ځله راغلی دی ـ
دماغ يا فکر نهه څلوېښت ځله راغلی او نور هم نهه څلوېښت ځله ياد شوی دی ـ
ژبه پينځه ويشت واره راغلې او وعظ (خطبه) هم پينځه ويشت ځله راغلی دی ـ
ستونزه يو سل او څوارلس ځله راغلې او زغم يا ګالنه هم يو سل او څوارلس واره راغلی دی ـ
محمد (ص) څلور ځله راغلی او شريعت (د محمد ص لارښوونه) هم څلور ځله راغلی دی ـ
نر څلورويشت ځله راغلی او ښځه هم څلورويشت ځله ياده شوې ده ـ
جالبه خو لا دا ده چې په مقدس قران شريف کې لانديني توري هم په دې ډول راغلي دي:
د لمانځه فرضيت پينځه ځله راغلی دی، او پر مسلمانانو هم په ورځ کې پينځه ځله لمونځ فرض شوی دی ـ
مياشت دوولس واره ياده شوې او په کال کې هم دوولس مياشتې دي ـ
يوم (ورځ) درې سوه پينځه شپېته ځله ياده شوې او په کال کې هم درې سوه پينځه شپېته ورځې دي ـ
په قران شريف کې سمندر دوه دېرش ځله ياد شوی او ځمکه ديارلس ځله ـ
سمندر 32 + ځمکه = 13 + = 45
سمندر = 32/45*100q. = 71.11111111 ٪
ځمکه = 13/45* 100 = 28.88888889 ٪
سمندر + ځمکه 100.00 ٪
نوو ساينسپوهانو اوس دا معلومه کړې چې سمندر (لنده) 71.111 ٪ ده ـ
او د نړۍ 28.889 ٪ ځمکه تشکيلوي ـ
ايا دا اوس يو تصادف کېدای شي؟ ايا نبي کريم ص ته چا دغه ټول شيان ورښودلي وو؟
سمدستي د دې ځواب عقل ورکولای شي هغه دا چې دا ټول شيان زموږ ستر خالق ورښودلي وو ـ او نبي کريم (ص) په حقه د خدای تعالی له طرفه پېغمبر رالېږل شوی و ـ
لکه د قران مجيد په (اوولسمه سپاره، ايت نمبر 87، سورة الانبياء) کې چې هم موږ ته همداسې ويل شوي دي ـ
لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ (٨٧)