تا خو به تل را ته ويلو ګرانې
خو ما به ستا خبره نه منله
تا به ريښتيا هم په ټينګار ويلو
 
((ګوره چې دغه ستا د حال ويل به!
يوه ورځ زمونږ د بېلتانه سبب شي)).

كټ مټ همداسې وشوه
 
خو زه ناپوه ومه نادانه وم ډېر
خو ته د وخت په كيسو پوه وې ګرانې
خو زه بېخي ډېر د ساده ساده زړګي خاوند وم
ستا هر يو تورى وو د كاڼي كرښه
آن تر قيامته به هم نه ورانېږ ي
ستا د لاس نښې مي تر سترګو دورې دورې ګرزي
په يوه حالت كېې هېرولاى نشم
چې تا به تل له رقيبانو غمازانو په غلا
پټ پټ ليكونه راكړل
كله نا كله به دي راكړ د خامكو دسمال
چې تا به وو په ډېر هنر جوړ كړى
كله نا كله به دي زړه وو په كاغذ كې نغښتى
بيا به سوكه د شا په خوا باندې روانه شولې
زما په زړه كې به ډېر څه ګرزېدل
خو خوله به ګونګه شوله
بيا به په غلي اواز تا په ستنېدو كې دومره وويل چې:
 
((دغه زما دلاسو نخښې به تر ډېرو ساتې
ګوره چې وركيې نه كړې !
ګوره چې ګــــــــــــــــــــــــــــــار يې نكړې.

كه درنه وركې شوې جانانه دغه !!!
 
بيا كه دي غوښتم لېونۍ به يم مينه)).