بمونه چې اورېږی دوى نڅــــــــېږ ي
وطن مو چې ورانېږی دوى نڅــېږي
پتمنو افــــغانــــانــــو وطــن پرېـــــــښود
کمپونو کې ځورېږی دوى نڅــــېږي
قدرت له رسېدو ته لــــــــــيونــــي دي
دا وينې چې بهېږی دوى نڅـــــــېږي
داکونډې يتيمان او بـــــــې وطـــــــــنه
هر څومره چې ژ ړېږي دوى نڅــــــــېږي
ظا لمو لــــه وطن نـــــه تورتم جوړ کــــړ
اورونـــــــــه چې بلېږي دوى نڅــــېږي
لوټمارو هرڅه لوټ کړل له وطــــــــــنه
بېوزلي چې کړېږي دوى نڅــــــــــېږي
پردو ته يې سرټيټ دى قدرت غواړي
د بل په زور نازېږي دوى نڅــــــــــېږي
دلرو او دبرو پــــــه مـټ غـــــورځــــــــــي
په بډو چې پړ سېږي دوى نڅــــــــــېږي
حا صل يې دهدف ويجاړ وطـــــن دى
چې خاوره يې خرڅېږي دوى نڅېږي
سايقه ! هدفونه کرغــــېړن دي
جازونه چې څرخېږي دوى نڅېږي
خائن د خپل وطن دا کرغېړن دي
رنګونه يې بدلېږي دوى نڅـــــېږي