لكه يتيم سپېره په دوړو ماښام مور ته راځي
داسې يو څوك دى چې زما د زړه ټكور ته راځي
رنګين سپرلى وي چې د نورو په طرف وردرومي
سپېره خزان شي چې زمونږ خوارانو كور ته راځي

خدايه د چا په دربه وكړمه سلام د مينې
په دې وطن كې هيڅوك نه مني پيغام د مينې
په سپينه ورځ مې د ګلانو هار ستا غاړې ته ووړ
خو چې زه تا ته رسېدمه وو ماښام د مينې
هم دى قاتل د محبت هم يې په زړه كې مينه
دغه چې څلي نړوي په احترام د مينې
راځۍ چې ټول نيتونه وتړو د مينې په نوم
خداى مهربان دى چيرې رابه شي امام د مينې
بس چې جواب ستا له كوڅې شو ها وړوكى رويبار
د فروتن په هغه ورځ وو اختتام د مينې
24.02.2008
- سيد شاه سقيم
ستـــــــــــــــــــرګو كې د يار ومه راپريوتم اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم
ستـــــا له اورني رخساره پورتـه شوم اور ومـــــــــــــــــــــــه انګار ومه راپريوتم
جـــــــام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه مســـــــــــت غوندې خمار ومه راپريوتم
ورك شــــــــومه د مينې...
27.02.2008
- سيد شاه سقيم
د یوې جنډې لاندې ژوندون په لوريآزاد خپلواک د پیوستون په لوري
د ترهگرۍ تعریف په دې وطن کښېمرگ ته بهانه شوه د مظلوم په لوري
دیموکراسي دلته پردیو راوړهسرونه ټیټ شول د صهيون په لوري
د روڼ اندۍ مانا بل څه راوزيشو مصلحت تگ د ملعون په لوري...