د یوې جنډې لاندې ژوندون په لوري
آزاد خپلواک د پیوستون په لوري
د ترهگرۍ تعریف په دې وطن کښې
مرگ ته بهانه شوه د مظلوم په لوري
دیموکراسي دلته پردیو راوړه
سرونه ټیټ شول د صهيون په لوري
د روڼ اندۍ مانا بل څه راوزي
شو مصلحت تگ د ملعون په لوري
زده د بیان یې آزادي کړه داسې
شوه د دین سپکه د افزون په لوري
غليمه بيا ځکه په ما تیروتې
چې شو نفاق مې ګډ د خون په لوري
دغه خوبونه به دې گور ته یوسې
سنگر مې تود ستا د شړون په لوري
جوړه معمی به شم دنیا کښې بله
پښې دې شوې سستې د پښتون په لوري
وطن لیلا زه یې مجنون وختم
ځکه جذبې مې شوې جنون په لوري
آزاد پیدا آزاد به پایم ضرور
شې به په تیښته پنتاگون په لوري
غزاوي ستا د سختو ټکو انجام
کړي به افغان د يوه پاڅون په لوري
26.02.2008
- سيد شاه سقيم
لكه يتيم سپېره په دوړو ماښام مور ته راځيداسې يو څوك دى چې زما د زړه ټكور ته راځي
رنګين سپرلى وي چې د نورو په طرف وردروميسپېره خزان شي چې زمونږ خوارانو كور ته راځي
خدايه د چا په دربه وكړمه سلام د مينېپه دې وطن كې هيڅو...
27.02.2008
- سيد شاه سقيم
د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مینه والو مخې ته په مینه مینه ږدي.پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ری...