ستـــــــــــــــــــرګو كې د يار ومه راپريوتم
اوښكــــــــــــــــــــه وم يادګار ومه راپريوتم

ستـــــا له اورني رخساره پورتـه شوم
اور ومـــــــــــــــــــــــه انګار ومه راپريوتم


جـــــــام چې دې پر سر د ښكلا واړاوه
مســـــــــــت غوندې خمار ومه راپريوتم


ورك شــــــــومه د مينې په دوه لاره كې
ستــــــــــــــرګې دې پر لار ومه راپريوتم


ســتړى لــه مــودو نــه پاتـې شوى وم
څـــړيكــه د پـــرهـــار ومــــــــــه راپريوتم


پښو كې دې د حسن د سجدې په دود
هســـــــــــــك غوندې چنار ومه راپريوتم