د پلار قاتل ته دي د پلار توره تحفه وركړله
څنګه دي دا د افتخار توره تحفه وركړله ؟
اخير ليږ سوچ درته په كار وو دادي څه وكړله ؟
چې و دښمن ته دي د كار توره تحفه وركړله
ورور دي ورښود بيا دي امر د وژلو وركړ
و دغه مرګ ته دي پر لار توره تحفه وركړله
دوى د ميوند د ماتې څلى په ډبرو ويشتى
تا د ايوب غوندي سالار توره تحفه وركړله
هنره دا ګناه په مونږ كې ده رقيب نه دى ګرم
د ځان د پاره مو د وار توره تحفه وركړله
12.03.2008
- سيد شاه سقيم
ته زما د سترګو توريېای زما د زړګي رازه!
د افغان د کورډيوه شهد ملالې يوه ټپه شه
زه دی څارمه شيرينېته دزړه مينه يي مينې
ته ټوټه د غيرتونوته ارمان د مليتونو
ته زمادزړه زانګو کېيو معصومه تلوسه يې...
13.03.2008
- سيد شاه سقيم
ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیارې پرېوتېځکه وطن کی د دردونو افسانې پرېوتې
د هغه یو افغان په نوم چې تا وحدت ته بلل اوس يې په کلي او بانډو کې دغم شپې پرېوتې
د پاک احساس او د ورورۍ خبرې کمې ښکارېځکه په سمه او مېرو کې هدیرې پرېوتې
د وطن دښتې او ابادې یا ویجاړ ځایونهپه هر قدم کې د ژوندیو جمجمې پر...