ته زما د سترګو توريې
ای زما د زړګي رازه!
د افغان د کورډيوه شه
د ملالې يوه ټپه شه
زه دی څارمه شيرينې
ته دزړه مينه يي مينې
ته ټوټه د غيرتونو
ته ارمان د مليتونو
ته زمادزړه زانګو کې
يو معصومه تلوسه يې
ته يو اوښکه د يتيم يې
ته د بورې مور اثره يې
ته زما د زړه ټوټه يې
حماسو نه دې جاريږم
ارمانو ته دی خوښيږم
پښتنې پر تا وياړيږم
ته کوتره ته بلبل يې
ته زما د اوربل ګل يې
د افغان جګه شمله يې
ته غيرت يي حماسه يې
ته د شنه اسمان لمن کې
يوه ستورې د صبايې
ته تاريخ د پښتنو يې
يوه هنداره يې ځلا يې
ته تاريخ د بشريت کې
د پښتون د ژوند معنا يې
ترجمانه د وختونو
بيا نازو شه زرغونه شه
ګلالی په تا وياړيږې
د ملالې يو ټپه شه