لكه د زاڼو سېل چې درومي له كتاره سره
داسې په ډول مونږ روان يو له اغياره سره
دا ستا دوستۍ ته څنګه نوم وركړم خو دومره وايم
بس اخته شوي يو لستوڼي كې له ماره سره
د سپين مړوند بنګړي مو نه دي ورمات كړي كله
مونږ چې هر وخت كې مينه كړې ده له ياره سره
دوى چې په غاړه كړ پخپله نو ضمير يې خپل دى
كنه نو طوق خو ډېر توپير لري له هاره سره
چې ستا د تورو سترګو تور باڼه يې وليدلو
فروتن مخ شولو د غشو له ګذاره سره
20.02.2008
- سيد شاه سقيم
ګرانو لوستونکودا غمجنه کيسه ولولې او هغه خلکو سره مرسته وکړی چې په ورځني ژوند کې مشکلات لري داسی نه چې کوچنۍ اشتبا نه يوه لويه غميزه جوړه شي څه فکر کوئ چې افغانان په بهرني ملکونو کې ډير خوشحال دي ؟ او يا بهرني ملکونو کې مرګ او بد بختي نشته؟ زوريدلي افغانان چې هر چيرته لاړ شي قسمتو نه ور سره ملګري دي دا يوه رښتينۍ جناعی کيسه ده چې د يو افغان ما شوم د خولې نه تاسی ته ليکل کيږي دا غمجنه کيسه د هغه ماشوم کيسه ده چې شبيرنو ميږي شبير دژوند دناخوالو سره لا...
23.02.2008
- سيد شاه سقيم
كه څه هم ډېرپوروړى ؤخونن يې خوشحالي يوپه دوه سوې وه داځكه چي مياشت لانه وه پوره خوده ته يې دمياشتي تنخوايوڅوروځي مخكي ځكه وركړه چي له يوې خوادده اقتصادي وضعه كمزورې وه اوبل دكوچني اخترمباركي روځي مخ په رانيژدې كېدووې .
هغه پوره درې كاله پدې شخصي مدرسه كي دښوونكي په صفت ښه په اخلاص دغه سپېڅلې دنده اجرا كوله ،زما په ياددى چي په اختركي به يې لا هغه پخواني كالي ،چي تش به مينځل سوي ؤاغوستي ،خپل تور زاړه بوټونه به يې په توررنګ رنګ كړي اوخپل زوړبايسكل به يې ترښكرونيولي اوروان به ؤ....