راوړی چا په تا باندې ایمان دی او چا نه دی
ای مينې ، چا منلی دې قران دی او چا نه دی
دعوه د لېونتوب خو ډېرو کړې پدې چم کې
خو څیرې چا ټټر او بیا ګرېوان دی او چا نه دی
بس کاشکې چې د ټولو ژڼو زور در باندې بر وای
غربته چاخلاص کړی درنه ځان دی او چا نه دی
خوښ کړی نو دنیابه وي د مینې هر پړاؤ خو
ژباړلی چا د خپل سر په تاوان دی او چا نه دی
بیعت خو د سندرو سره ټولو خلکو کړی
خوځان چا رسولی تر (رحمان) دی او چا نه دی
تصویر يې که هر څو دې د غزل سترګو کې اوسي
لیدلی بلینډې چا دې ارمان دی او چا نه دی