ګرانه ! اوښکه پېژنې چې څه معنی؟
د مور هغه اوښکه درته يادوم چې د خپل زړه ټوټې زلمي زوی پسې يې تويه شي هغه مهال چې د وطن ګټلو لپاره ترې روانېږي!!!!
او هغه مهال چې په همدې لار کې يې سر نذرانه کړی وي!!!
د هغه ماشوم اوښکه چې په زړه کې دا ارمان لري چې کاش پلار مې يو ځل غېږ کې نيولای او بيا يې مچ کړی وای!!!
د هغې پېغلې خور اوښکه چې له پرديو نا بللو مېلمنو سره اسيره وي او هره ورځ بدلمني وراوړي!!!
د هغې کونډې اوښکه چې د يوې ډلې بې سرپرسته يتيمانو سر ته ناسته وي او د يو مجهول منزل په لورې د ژوند په كاروان كې روانه وي!!!
او بالاخره د هغه ګران افغانستان اوښكه چې د پرديو په لاس ښكيل وي او د خپل راتلونکي په هکله هيڅ قسم فيصله نه شي كولاى!!!
زما په اند دغه اوښكه ډېر قدر لري او ډېره په دې ارزي چې ليكنې پرې وشي .