ښكلول (مچه) ددوو شونډو يو ځاى كېدلو ته وایي .

ښكلول (مچه) د عشق په شرابو مستېدل دي .
ښكلول يانې د مينې تبه .

له زړه وركولو وروسته د زړه وركولو مزه مچه ده .

دمينې له لېونتوب او شپې څخه خوند اخيستلو ته ښكلول (مچه) وايي.
 ښكلول (مچه)د يو والي او همغږۍ  سمبول  دى.
په نيمه شپه او تنهايي كې له جانان سره يو ځاى كېدو ته ښكلول (مچه) وايي .

د مينې د كتاب لومړى څپركى  ښكلول (مچه ) دي .
ښكلول (مچه) د زړه وركولو پيلامه ده.

د مينې له ستر نعمت څڅه په سادګې سره خوند اخيستلو ته ښكلول (مچه)وايي .
ښكلول (مچه) روح او بدن ته اور ورته كول دي.
ښكلول (مچه) يانې زما مينه زما د زړه له مينې سره .
ښكلول (مچه) په مينه كې شرم  له مينځه وړي .
د ښكلو لو (مچولو )خوږوالى تر شاتو څو چنده زيات دى .

د مچې ځواب بايد  په مچه وركړئ.

 جانان ته له ډېره انتظاره وروسته مچه د هغه له خوا  تر ټولو ښه ډالۍ ده.
د ژوند مانا ښكلول دي .
مچول جاري وساتۍ.
 مينه، موسيقي خوږ اواز او مچه يو ډول دي .
د دوو شونډو له لارې د دوو روحونو يوځاى كېدلو ته مچه وايي .