ماشوکاکا زموږ دکلي ډيرهوښيار او عقلمند سړي وو زما ډيرښه په ياددي هغه وخت چي زه ماشوم وم ماشو کاکا په بازار کي دسکرو ډيره لويه هټي لرله چي دښار شاوخوا خلګو به په ژمي کي داڼيټۍ يا صندلۍ لپاره سکاره ورڅخه وړله .
ماشوکاکا په رنګ غنمرنګه دنګه غاړه ډيرښائسته اوسکه درسته سړي وو
شونډان يې ډيرډبل نه وه اونه ئې غاښونه ډيرژړوه نه يې پزه داسي چيته وه چي معني ساه به يې نه تري وتله په قدوقامت فقط ترمادوي لويشتي ټيټ وو سپين دتاترون کالي به يې اغوستله ژړه چکني غاړه به يې پرهرکميس دکلي دکمال داروپيغلوپه لاسوورجوړېدله درې ګزه شين پټکي به يې ترسرتاووه په ژمي اواوړي که به يې توري روسي کلوښي په پښوکولي ډيره خندانه څهره يې لرله هيڅ دخواشينۍ اوخفګان علامي نه پري معلوميدلي ډير ښه ددواړو اوږو اتڼ يې زده وو په کلي اومحله کي چي به هروخت ميلمستياء وه بي له ماشوکاکاڅخه خلګوډوډۍ نه خوړله په مجلس اوخبروکښي ډيرځيرک انسان وو کله ناکله به يې سياسي موضوعات هم څيړله کله کله به يې عالمانه اوغوره ويناوي هم کولي دخپلي پوهي اوښواخلاقوپه سبب همداوجه وه چي دکلي ځوانانواوسپين ږيروبه ده ته هروخت دعوت ورکاوه ماشوکاکابه دناستوميلمنودساتيري لپاره پرهوار دسترخوان دراگ زمزمه هم کوله . کله چي موږ وپاکستان ته دهجرت په خاطر کډه وکړه دپنځه ويشتو کالو وروسته چي وخپل کلي اوعلاقي ته راستانه سوو هوا ډيره بدله راته معلومه سول غټ کورونه واړه سوي وه اوواړه کورونه بياپه غټوبدل سوي وه مشران له منځه تللي وه اودکشرانوپه ږيره کي سپين ليدلي وه واړه ماشومان وچټي ځوانۍ ته رسيدلي وه خوشبختانه ماشوکاکاپه اصطلاح دملکي ومقام ته ګام وراخيستي وو نورنودملک ماشو په نامه خلکو ياداوه اوعمريې هم ترپنځه پنځوسو او شپيتوکلوترمنځ وو زه چي ملک کاکوپه ماشوم توب کښي ليدلي وم مګراوس يې وځاي ته نه سوم راوستلاي هيرکړي يې وم نه ماغوښتل چي خپل ځان ورته معرفي کړم يوه ورځ مازيګرمهال د لمانځه دادايني وروسته له جماعت څخه راووتلم اودمسجدومخي ته مي وغوښتـــل چي دڅوشيــبولپاره دمه سازه کړم مالا ډډه نه وه لګولي چي ملک کاکو د نورو ملکانو په څيرغاړي تــازه کړي له جماعت څخه راووتي ددي پرځاي چي سلام عليک اوستـــــــړي مشي وکــــړي نوفـــوراً يې راڅـــــخه وپوښتــــــــل ځوانه لــږخودي داستـــــــرګي دملـــک صاحب وخواته راپورته کړه هيڅ دخيال څخه وچاته نــه ګـــوري ځــــان راتــــه وښيــــه دکـوم ځــــــاي يــې اودکـــوم ښارڅخه په کډه راغـلي يې ماتــــه په پاکســـتان کــــي لا زمــــــوږ دکلي ګل داداکــاويلــــي وه چي اوس مېــــنه دمړوخالـــي سوي ده بابـــــــادکلـــي ملــک سوي دي يعــني مـــاشو اکـــــــــا اوس دخلــــګوجـــوړي اوروغـــــي ورکـــوي .
ماپــــه ځـــــواب کي ورتــــه وويل هوحاجــــي صاحب داڅـلور ورځي مي کيږي چي ودغه کلي ته راکډه سوي يم.که تاسوخپــل ځان راته وښياست ډيربه ښۀ وي ملک داسي په کټ کټ راته وخنــــــدل تابـــه ويل چـــــــي دنوي کورنـــوي ژونـــــد دډرامــــي نـــاظردي ملـــــک وويل عجـــــبه سـاده سړي يې ماخودهـــــوا مـــــرغان لاپــيژني مګرزه وتاته په تعجب کي پاته يم چي ته مي څنګه نه پيــــژني اياتاپه دا دومره ورځــــــوکي زمانوم دخلـــګوله خــولي څخه نه دي اوريدلي زه ملک يم ملک چي وايې سل دي ومره يودي مه مره سل خولاپرلويه لارپريږده زه دشپږوسوو کوروملک يم نوم مي ملک ماشوخان دي دکلي ټول غم وجم زماپرغاړه دي ماته خوبهتره معلومه وه چي زموږټوله کلي تر(٣٥) کوره بالانه دي دملک ماشوودي ايسته وبيسته خبروته په حيرت کي پاته سوم بيابه ملک ماشوپربريتولاس راته تيرکړي اوداجمله به يي په پرله پسي ډول تکرارکړه افسوس افسوس مړبه سم خونوم به مي ژوندي پاته نه سي .ماورته وويل محترم ملک صاحب خداي (ج) دي داسي وخت نه راولي چي تارنګه ميړه سړي به زموږدلاسه وځي خداي مه کړه که چيري ته مړسوي نوبياخوستادزوي دالله دادداحق دي چي ستا دملکي بګړۍ پرسرور کښيږدو وموږ لره هم شرم دي چي ستاسي دکور پرته به دا دملکي پوستين دبل چا پر اوږو ورواچوو ته بيغمه اوسه ملک صاحب که چيري دمحشرپه ورځ له خيره سره سره يوځاي سونوهلته هم ته زموږملک يې .ماشوکاکاداغسي پرغوږراپريوتي اوپه غوږ کي يې راته وويل چي دخدايه به مي ارمان نه واي چي زمازوي الله داددملکي لياقت لرلاي هغه ډيربداخلاقه اوبددماغه هلک دي دهغه دلاسه څخه خوهر ماښام داوښکوسره ډوډۍ خورم .ورته وه مي ويل ملک صاحب دامتل يې ډيرصحيح ويلي دي چي له ښوڅخه واښه زيږي اوس نوته فکرو کړه داسي باسواده تعليم يافته پلاراوداسي ټمبل ملخ زوي.
ملک صاحب سترګي راباندي غټي کړي تاته زه اوس څه ووايم سوادخوزه هم نه لرم علم ،اوتعليم خوماهم نه دي کړي زه ولي داسي عقلمندفصيح لسانه انسان يم په کوم ځاي کي چي زه خبري کوم نوهلته څوک سپوڼ لاهم نه سي ترخوله ايستلاي ټوله خلګ وماته متوجه وي اوپه ټوله کلي کي هيڅوک زماله هدايت پرته کارنه سي کولاي نوتااوس زه او الله دادسره يوکړوچيرته الله دادچيرته ملک ماشـــــو زه بلبل هزارداستان يم زماسره که چيري گرځي نوعقل به زده کړي خبري به زده کړي نوي نوي تجربي به درته حاصلي سي ماهم ورته وويل چي ياره ملک کاکا خوله مه خوري زه رشتيا هم څه لږشانته بي آدبه سوي يم ستاسوڅخه به انشاءالله دښـــه اخـــــلاق لوي لوي تجـــــربي اونيک افکار زده کړم نورمي ملک کاکاته دياري لاس ورکړي هرمازيګربه يې ترموزدشنوچايودم ايښي وو څنګه چي به زه ورښکاره سوم نوشين به دخنداولاړي راځه خداي (ج) دي راوله چاي اوبادام تيارامده دي کاغذي بادام به يې راته کښيښودل خپله به ملک کاکا راته ماتول اودخوړلولپاره به يې امده کول البته ملک صاحب دبازارپه يوکونجک کي يوسپکه دوکانداري په وړکي (کوکه ) کي کوله نوزه چي به ورسره ناست وم دکلي خلکوچي به دليري نه وليدم نوسربه يې وښوراوه اووه به يې خندل وماته به هم سوداراولاړه سول چي داخلګ پرڅه خاندي وروسته رامعلومه سوه چي دکلي خلګ دملک کاکوڅخه داسي بدوړي لکه مارچي دشينشوبي څخه بدوړي يوورځ مي دکلي يوتن ګل محمداکاوپوښتي چي څه وجه ده چي دکلي ټول خلګ دملک څخه بدوړي ملک خوبه ملکي پرتاسوپه زوره نه کوي ځکه چي ملک خوخلګ دټول کلي په خوښه ټــــاکي نوچي دومــــــره بد مـو ور څـــخه راځـــي نو بــــيا مــــوولي ملـک ټـــــاکي .ګل محـــــمداکاپـه ځواب کي راتــــه وويــــل چـــــي وبــــازارته څيرمه کلي ملک څه کوي ده پخپله دملکي ډول وڅنګ ته اچــــولي دي هـــــرځـاي يې ډنــــګـــوي اوهـغـه څـــوک غــــــوږ لاهـــم نه وربــاندي نــيــــسي دامــلــک دي تــــراوه آســـــمـــانــــــوخــــــــداي (ج) لانــــــــدي کړي دي ملـــک مـــاشو خو پـــــه مــــــوږداسي فســادکړي دي چي بيخي مو پزي پرمخ نسته .
ما ورته وويل ولي څه يــــــې درکــــړي دي چــــي داســــي ورتــــه پـــــــه غـوسـه کي يـــــې؟
ګل محــــمداکــــا راتـه وويل چـــي داپـوښتـــــنه تـه پخـــــپله دمـلک ماشــــوڅـــــخه وکـــــړه چي هـغــه خپله کيـسه درتــــه وکـــړي نـوريې نو زيات څه نه وويل روان سو.
بيـــا د پخـوا په څير مازيګر مهال دملک ماشو ودوکــــان گــــي ته ورغلم ملک چي کله وليدم نوله ځايه اوچت سودښه راغلي ښه راغلي جمله يې راته وويل په خپل څنګ کي يې کښيـــنولم زه هم څه خاموشه غوندي کښينستم څه مي نه ويله دملک هم پـــــه ماکــــي فکــــــرســــوچي ولـــي نن دومـره خواشيـــني دي دستـي يې رانه وپوښـــــــتل ؟ څنګه داسي غلي ناست يې څه مريض خوبه نه يې چي داسي چوپ ناســــت يې .نه ملـــــک صاحـب جوړيم هيڅ لاهم نه دي راباندي سوي شکـر جوړ او روغ يم مګرنــــــن مـي ستا څــــخه يوڅـــه خوابـــــده ده .ولــي خـداي دي يـــې نه کـــوي زمـا څه دي پـرڅه خــوابده شوي ده .ملک صاحب مــا وتا خوسره انــــــډيوالان يومګرنــــن به ضرور راتــه وايي چــي ولي دټول کلي خلګ ستاسوڅخه بدوړي .
ستــــاخوادي خـــــداي نــــه بــــدوي کيـــــسه به درتــــــه وکړم مګـــــردازما د لاسه نـــــــه ده پيـــــــښه سـوي خوزمـــازوي الله داد دي خــداي دهــلمند په سيــــــنـد لاهـــوکړي داټـوله دهغه دلاسه راپيښه سوي ده .ما ورته وويل ياره ملکه ته خوټول عمرخپل دزوي الله دادڅخه سرټـــــکوي په دي کـــي دالله دادڅــه ګنــاه سته .ملک وويل: اوس بــه يې واوري چي ګنهکاره زه يم که الله داد.
ماهم غوږورته ونيوي ملک صاحب په کيسه شروع وکړه.
ماوالله دادته ويلــــي دي که چيــــري په شاوخـواعلاقه کي کــم غم وښــادي پيښدل نومابه ضرورخبروي ځکه چي زه يوملک يم اوټول خلګ په درنه سترګه راته ګوري چي ورنه سم نوبياګيله کوي يوه ورځ الله دادراته وويل چي بابا په هغه بل کلي کي پرون لنډوموټروواهه اومــــــړيې کړي که فـاتـــــــا ته ورځي نــــوورسه ماخبردرکړي نورنـــــــوستاکاردي ماچــــــي له ځانـــــه سره فکــروکــړي چي هديـــري ته خويــې هسي هم نه يې ورغلـي ښه دي سهــاربه دڅونــورومســــجدوالوســـره يوځـــاي وفاتــحي ته ورسم اويــولاس به ورتـــه پورته کړوبـــــيرته به راځــــــوسهـــارمي دلمـــانځه داداينــي وروسته په مسجدکي ږغ وکړي چي زموږدکلي وښي اړخ ته په هغه بل کلي کي فاتحه ده درځي ټـــوله به سره ورسوتقريبـــــاًدولس کسه مي رارهي کړه زه يې لـــه مــخه يم دوي ټــــوله راپـــسي دي کله چــي ترهغه کلي پـــــوري راورسيـــدونودکلـــي دمسـجد ومخ ته څوتنه ځوانان ناست دي پوښتنه مي تري وکړه ښه ځوانانوستاسوپه کلي فاتا دچاپه کورکي ده ځوانانوهم يودبله سره وکتل والله که موږنه يوخبرچي چيري ده زموږپه کلي کي خودکوم چاکره فاتانسته نورنوموږهم نه يوخبرچي تاسو لاره غلته کړي ده که څنګه ماورته وويل چي ولي لنډوپرون موټرنه دي وهلي ته وازموږپه کلي کي فاتا نسته ځــوان هم لږمسکي غوندي شوښــــه ښه دلنــډوفاتاته راغلي ياست هغه مخامخ کوڅـه خـــــوبه ويـــني بــس په هغه کوڅــه کــي دريم کوردي وربـــه ســي. موږهم وهغه دروازي ته ودريدلوهغه کوردصالح اکاوو هغه موږپيژاندي چي باالکل يې زوي نه درلودي شپږلوڼــــــي يې درلودي دروازه مي ورټکــوله ماشومه لــوريې راووتل ورڅخه ومي پوښتل چي پلاردي چيري دي هغي هم په ځواب کي راته وويل چي په کوټي کي دميلمــنوسره ناست دي وصــالح اکاته دلـــيري ځايه څــخه خلګ دلوردمرکي لپاره راغلي وه موږهم وکوټي ته ورغلو لــومړي موروغبـــړ وکړي بيـامي نولاس پـــورته کړي هغه زماملــګروهم لاسونه پورته نيولي وه ميلمانه حق حيرانه راته پاتي وه چي څه پيښه ده چي دعاکوي خواخردوي هم امين امين راسره زمزمه کوي لاسونه يې پورته نيولي وه ولنډوته مي ښه دعاوکړه بيـامي وروستــه وويل خداي دي لنډووبخښي نوصالح اکاومخ ته لاسونه نيـــولي وه ويــې خنــدله مابه دا فکرکوي چي هغه ژاړي لکه چــي غم يې ډيرزور وربانــــدي کړي دي خوولـنډوته مي دجـــنــــت فردوس غوښتـــــــنه له لويه خدايه څــــخه وکړه ډيـــره اوږده دعامي ورته وکړه بيامي وروسته له صالح اکانه وپوښتل اښـه صالح اکا موږ او تاســـو خوله ډيـره وخته سره پيــــژنـــــو تـــــــــــاخــــو هيـــــڅ زوي نه درلــــــودي نـــــودالــــنـــــــــــــډو بيــــاله کـــومــــــــي خـــــــــــواســـــــو چـــــــي پـــرون خـــوار مــــــــوټــــروهـــلـــــــي دي .صالح اکــا وويــــــــل ښــــه دلنــــډو وفاتـــحــي تـــه راغلــي ياسـت .بيايې په زروه وخندل اښـــه دادعــــادي ولنــــډوتــــــه وکـــړه ماويــل هــــــوکـــي خـــووفاتـحـــــي تـــه راغــــــلـــــي يــــو.بيــــــاوروستـه صالح اکـــاراتــــــــه وويـــــل چـــــي تــاسي دي هـــــم خـــــداي خــــوارکــــړي تــــاســــي پخــــــپــل کــلي کي دمــــردارو هــــــډو پاتــــــاهــــــم اخـــلـي بيايې وويل چــــي لنــــډو زمــــاهـغــه زبـــــردســـــــــته خـر ووچــــــي کوچــــــــنـي بــــهـــــــاڼ مــي لـــــوي کــــــړي وو خــــــو (لـکۍ) يي نه درلــــــوده زمـــــــوږمــــاشـــومـــانـــوبه ورتـــــــه ويلـــه لنـــډوهغـه وو چي پرون موټروواهه اومردارسو.
کلـه چـي مـوږ ټولـو داخـبري وواوريـــدي هغــــه خپـــــل دکلــــــــي څــــــخــه چــــي مـــــــــي را وســــــتلــــي وه هــغــه ټــــولـــــه پــــــه يــــــوه منـــــــډه دکــــوټــــــي څـــخـــــــه راووتــــــــل دوي لـــــــه مـــــخــــــــــــه زه ورپــــــــســـــــي پـــــــخـــــواچـــي به دوي يـــــــوځـــــــاي تـــــــلـــــه زه بــــــه يـــــــــې تـــــــرمــــــخه کولم خـوپه دي ورځ دوي زماتـرمـخه وه کله چي تـرکلي کوره پــــوري رارسيدو نو ما تر سترگو پورته نه ورته کتل. او دادي تر نـني ورځـي پـوري دځـوانـه تـر سپين ږيــري پوري ټوله داسي را څخه زړه شيني دي چي زما نوم ورته ياد کړې نو فوراً سړه تبه پر را واوړي .