څوك په لاسوڅوك په لمن كې ګرزوي ډبرې
د چاتندي د چا به سر ورماتوي ډبرې


ننګ او غيرت يې كړي له خاورو سره خاورې ورته
اكثره خلك په اورو كې سوځوي ډبرې


ما ددې ښكلو كرغېړن حالت په سترګو وليد
په خوله يې هو وي خو له زړه نه جوړوي ډبرې


ځيني ګذار كوي لاسونه دواړه شاته نيسي
دا سې هم شته چې په جېبو كې ګرزوي ډبرې


زړګيه ! څېې كوې دا خپله تنهايي مو ښه ده
نظر ـ نظر ـ نظر د سترګو ماتوي ډبرې


ډېر د وطن په غم كې لاړل د لحد غېږې ته
ځيني بد بخته يې حقمله خرڅوي ډبرې