دا يــارا ن لــــكه ګلـــونه د بهــار د ي

د خزا ن په باد رزېږ ي درېغه درېغه

 

 

 

 

خداى بخښلى باز محمد ظواكېوال د (( خــــاد م فــــرهـــنـــګـــي ادبـــــــــي ټــــــــولنــــــــې )) يو له هغو ځوانو او وتلو ملګرو څخه وو چې د خپل نيمخوا ژوند زياته برخه يې د پښتو په چوپړ كې تېره كړه .

په خداى بخښلي ظواكېوال باندې ايله د ژوند ټو ل شل پسرلي راغلي وو چې د ژوند پاڼه يې د خزا ن سپېرو او ناترسه بادونو د تل د پاره د ځا ن په مز ل داخله كړه .

خداى بخښلي له خپل ګرا ن هېواد افغانستا ن سره تر كچې زياته مينه لرله او په شعرونو كې به يې له خپل ځپل شوي هېواد سره مينې له ورايه ستركګونه وهل .

د ده د غزلې يو بيت دى چې :

هېواده زما تر دې لا زياته مينه تا سره ده

څومره رضا چې مي ليدو دخپلې مور ته کېږي

ده ډېر ارما ن درلود چې يو ځل په خپلو سترګو باند ې خپل هېواد ودا ن وويني .

دخپلو هېوادوالو تر مينځ ملي يووالى ,پخلاينه او ورورولي يې يواځينۍ هيله وه .

د خداى بخښلي ټول ژوند له خپل هېواده تر ډېرو غرونو او ګړنګونو ها خوا په مهاجرت او مسافرۍ كې تېر شو.

او د ژوند وروستيو شېبو يې هم هاغه د چا په وينا د نړۍ په دوږخ (د پاكستا ن د سيند په ايالت كې ) ورسره د تل د پاره خداى په اماني وكړه.

د خداى بخښلي له مرګ وروسته دده يوازې د ګوتوپه شمېر غزلې له ډېروكړاوونو ګاللووروسته زما تر لاسه راغلې او نورې يې هم وركې شوې خو هغه غزلې چې ترما رسېدلې غواړم د لــېـمـې تر مينه والو يې هم ورسوم.

له لوىه خدايه ده ته رحم او كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كووم .

امين !!!

راسـئ غزلې يې په ګډه يې ولولو !

 

وژني قسم يې کړی زمونږ غريب مشا ل په شپه کې

را الوتلی ستمګر ظالم شمال په شپه کې

لکه چې راشي تورې ورېځې په ځلانده ستوري

داسې کړي پټ رانه په زلفو شينکی خا ل په شپه کې

توره تياره وي زه راپورته شم له خلکو نه پټ

په سترګکونو له سپوږمۍ دي وکړم حا ل په شپه کې

څنګه چې خلک شي ويده ستا دښکلا عکسونه

زما ومخته کښېږدي پټ له هرچا خيا ل په شپه کې

ځکه دزړه وينې ويالې ـ ويالې له سترګو باسم

په خوب ليدلی مي هجرا ن دی دويصا ل په شپه کې

دورځې يو بل ليدای نه شو ته دکور تر درګا

زه تر کوڅې به درشم ګرانې ظواکېواال په شپه کې

______________________________________

چا زمونږ له شونډو څخه بېلې دخندا لارې کړې؟

کلونه وشوو پر مخ جوړې مو ژړا لارې کړې

کله چې مخي ته شي را په ځ ان مي شک پيدا شي

سالو پر مخ باندې را کش پېغلي جدا لارې کړې

زه يې په شپه کې کورته ورغلم سجده مي وکړه

څومره ثواب به دي سپوږمۍ وي ؟ تا رڼا لارې کړې

پرون مي هسې يو تصوير ستا دجومات ليدلی

نن دي يادونو زما خيا ل ته تازه بيا لارې کړې

په تمه تمه خدايه ! اوسو په دې توروشپو کې

که زمونږ کلي ته پيدا چېرته سبا لارې کړې

دا چې يې نن خندا ته شونډې جوړې شوې کومي

دعا پيدا دظواکېوال حظور ته ستا لارې کړې

______________________________________

ځا ن په ډبرو له ډېر درده دپرهر ټکوي

چا مي دزړه طوطي ويشتلی چې وزر ټکوي

پرون ليدلی يم اغيار ستا په کوڅه کې ياره

نن تېره توره يې په لاس راته ځيګر ټکوي

بلا مي بولي ستا دکلي ماشوما ن غونډ شوي

لرګي په لاس ما لکه مياشته دسفر ټکوي

دچا پرهر به کړي ژور چاته ته به راوړي ښادي

راغی نڅېږ ي غبرګ لاسونه لوی اختر ټکوي

هر جمعه تر څو توبه کړمه له ښکلو ځيني

ملا په دوږخ مي وېروي راته ممبر ټکوي

ما ظواکېوال چې ښه ته ښه او بد ته بد وويل

ناحق قدرت ته رسېدلي مي په سر ټکوي

______________________________________

بېرته ايستل يې ناممکن دي زما دزړه پر سينه

ستا باڼګا ن دومره ژور دومره منډلي ښخ دي

ليږ فام کو ه نابلد ياره دلته ډېر بمونه

زمونږ په کلي ـ کور کوڅه کې ناچاودلي ښخ دي

ځکه راړی تر لمن څيرې ګرېوان ظواکېواال

چا ورته وېل چې په غــــــزنــــــــــي کې نازولي ښخ دي

______________________________________

دلته په خوږ نظر يو ښکلي ته کتل دي منعه

سترګې وهل دي منعه دلته ښکلول دي منعه

ټول چاپېريا ل هر لحظه فرياد ژړا ـ ژړا ده

موسکا خپره چې نه کړې ګوره ! خندېدل دي منعه

دلته تر اوسه چا دقدر شپه ليدلې نه ده

اختر څوک نه پېژني لاس هم سره کول دي منعه

څوک دلته ژوند لکه دستورو تېرولای نشي

ښکلا غوښتل دي منعه او مينه پالل دي منعه

______________________________________

څه چې کړو مخې ته روان يو شاته فام نه لرو

دورځې کړو سوچونه مونږ د شپې ارام نه لرو

په مونږ تيارې دي خورې شوې سهار نه پېژنو

اوسو په تورو شپو کې مونږ شمسي نظام نه لرو

چې مو له لا سه ونيسي او له تيارو مو باسي

داسې پېشوا داسې لارښود داسې امام نه لرو

تر څو په مخکې دتوپا ن به وژنو خپل ځانونه

نه لرو مرګ ته دپای ټکی اختتام نه لرو

داسي جوړ شوي چې حرام مو هم حلال ګڼلي

جوړ کړو قانون له ځانه کار مونږ په اسلام نه لرو

مونږ ظواکېواله ! هم ښکاريا ن يو او هم غشي ورته

کنې نو خپل بازان بندي د بل په د ام نه لرو

______________________________________

خدايه زمونږ په نصيب چېرې هم خندا ليکلې ؟

که په از ل کې مو ژړا ـ ژړا ـ ژړا ليکلې

مونږ د منصور وروڼو له چا سره چې مينه کړې

هغه په خپله دار سنګسار راته سزا ليکلې

په څه فتوا يې راکوې ښېخه !په لاس کې زمونږ ؟

که تسپې نشته خو په زړو مو لااله ليکلې

تر څنګ د لااله زمونږ د بغاوت پر جنډو

نوره جمله د محمد رسول الله ليکلې

هسې خو هر کاڼی دروند پروت وي په خپل ځای ـ ځای باندې

خو زما دزړه د کتاب مينځ کې پښتونخوا ليکلې

که څه هم ستا دچم وګړي مي د مرګ تکل کړي

ما ظواکېواال هره غزل په ياد کې ستا ليکلې

______________________________________

داسې مي زړه ستا دکوڅې طرف او لور ته کېږي

لکه چې زړه د مسافر خپل کلي کور ته کېږي

په څه خوشحا ل څه ته نڅا څه ته ګډا وکړمه

نڅا ګډا خو د رباب ټنګ او ټکور ته کېږي

څنګه چې ته شې کله کښته کله پورته لاړه

داسې مي زړه درپسې کښته ـ کښته پورته کېږي

هېواده ! زما تر دې لا زياته مينه تا سره ده

څومره رضا چې مي ليدو دخپلې مور ته کېږي

______________________________________