بيادې پرځان باندې سينګارتمام دی

دګلابونواونرګسوپه رنګونومالاماله ښکارې

نن دښايست له ملکې سره هم سياله ښکارې

ښايي چې نن دې کومه نوې مرکه له تلويزيون خپريږي

مرکه څه چې درنګونونيرنګونويومضمون خپريږي

دوروځوڅوکې دې پيوند دي بياپه خامورنجو

دښارپه لويې اوپخې آرايشګرې باندې

ګلې دازه کوم ژورنالست هم نه يم

خوله تاځان پوهوم تش په يوې خبرې باندې

وکيلې ته چې دهنداروپه بازارکې په سينګارپټه شې

داننګوپه نوم په تکوسروګلونودآنارپټه شې

ګلاب دې شونډوته نرګس دې سترګوسترګوته حيران پاتې شي

پوښتنه داده چې له دې ټولورنګونودې الهام اخيستی؟

ته ورته ځيره يې کنه چې دغه ټول رنګونه؟

يوبل ته څومره مناسب ورغاړه وتي ښکاري

توردې په سترګوکې اوسور دې درخساردپاسه

دلېموشاته دې زرغون راکوي ماته ماته

ستادې په خدای اوپه ايمان قسم وي

چې همدې درې رنګونوتاته دريادکړی دی بيرغ دوطن؟

ستادې په خدای اوپه قران قسم وي

چې تادخپل وطن قومونوته په دې نظرکتلي کله؟

چې کله دوی لکه رنګونوغوندې يوبل ته ورغاړه وخي

نوديوه لوی ملت شهکارتابلوترې لاس ته راځي؟

 

 

له سمسور وېبپاڼې څخه په مننه