شعرونه
لونګين
کله کله مي په سر کي شي خپاره زهر د کرکي خوچې کله داسي وشي زرد فکر مزي پرې کړم دوجود کيږدۍ کړم ټوله ستا دخيال چم ته کډ وال شم ترهغې پکي دېره يم تر څو بيرته لونګين شم نور محمد سعيد
دوست ته
دوست ته زموږخواته کروندې کیږي دارنګ په ښورنو ځمکو هم کرو لونــګ دسندرو کاروانونه يې شي پایــله چې توديږي دځونډي او رباب جنګ ژوروالی دګړنګ غرور دڅوکو داسي رنګ لري دهسکو غرو اهنګ شمله وره په داخپل خویي دي مین یم مه خان کیږه نه دي غواړمه ملنګ په میراث مورچل مي کينه تربوریه له بلبل نه د غزل اخله قـــــــــــلنګ
ژړانده سترګې
ژړانده سترګې دا ژړاندې ښکلې سترګې ولې دي له اوښکو ډکې څه یې غم دې لویه خدایه چې راګوري هکې پکې تل خورې چې یې وي زلفې هیڅ یې نه سموي خدایه زه حیران یم زه حیران یم زما زړه دا ستا له غمه جنګ ځ
نقاب
نقاب عبدالباري جهاني که يو ځل خلګو رشتيا وويله يوځلي وسپړيدل پټ رازونه يوځل رسواسوې دروغجني ميني يوځلي خلګو سره وکتله ويې ليدل ترنقابونو لاندي پټ مخونه او ددوستۍ په پوښ کي پټ نغښتي شيطاني نيتونه هغه بېځايه
خیال / ع.س
لس کاله وروسته مې بیا هم له خیاله نه یی وتلې لکه شهکاره افسانه له خیاله نه یی وتلې خیر که دغرونو فاصلې زمونږ تر منځ راغلي قسم دې اوس مې هم د زړه له خیاله نه یی وتلې هر مازیګر چې وریځې راشي ستایادونه راوړي دباد، باران او دبریښنا له یاده نه یی وتلې زمونږ دکلي لیونۍ توړۍ دې نه هیروي زمونږ د کلي د چنار له خیاله نه یی وتلې دبوډۍ ټال غوندې ل
شعر / ناصر فګار
پریږده چې بیا بیا مې کړي دانه دانه ستا د عشق هوا مې &n
تصوير
بیا مې په سترګو د خمار څپې راماتې شولې لکه د بنګو بنګاوې شیبې راماتې شولې دښکلا حوره اوس د بر کلي نه دلته راځي په دنګ قامت یی پوره زر جلوې راماتې شولې سترګې خو نه دی د مرمیوو په څیر زړه ډزوي په خوار عاشق له هرې خوا وسلې راماتې شولې قدم چې اخلي د ښکلا ملکه ښار خوروي ځکه مې پاتې د زړګي شیشې راماتې شول
مازیګر
بيا مازيګر شو هماغه مازيګر چى لمر به خپلى طلايي پلوشى ددنګو غرونو له فرازه څخه
زمونږ اختر نه ښکاري
څه اخترونه دي راځي خو زمونږ اختر نه ښكاري په دې وطن كې دخوښيوو هيڅ اثرنه ښكاري زمونږ دبخت ستوري رالنډ شي ښه رالنډشي مونږ ته يودم مدار نه وځي بيا يى هيڅ منظر نه ښكاري
اسماعیل یون ته ډالۍ
بیګا بیا د څوشریرو پرسرونو هرځواب دی دتیرې تورې ګوزار و طلسم دی په چورلټه ورمات کړې اخته شوي دي د زړونو په دردونو ددې خاورې دڅښتن ټبر بچیه زمانې یی زیږولې دې لپاره چې شمله دافغانانو هسکه یوسې خدای دی وساته له سترګو نه سړیه دلته هره خوا اغزي کري په لار کې څو منحوس لاس
تهمت : دشهید عبدالجمیل شيلګري شعر
يازما د بخت کاسې شولې نسکوریچه نا حقه تهمت وایی په ما پوری یا ځما د زړه په اه کی ا ثر نشتهچه زما سپنی جا می یی کړلې توری بیګناه په خلقو وایی تهمتونهداعجبه تماشه په جهان ښوری که نن ټوله دنیا پل کړی زماجانهښه سړی به په دنیا ته ونه ګوری داسړی زما دښمن دی ښه څرګندچه ناحقه داو یل کړي په ما پوری
مورجانې!
ستا دعا دمسافر بچي لپاره لکه روح په مړ جسد کی پو کول دي داسې وبوله چې ساه اخلم یواځې په دعا دې زه ژوندې یمه مورجانې ستا دمینې الولو مې لا په غوږ کې انګازې دمهربانې مور ساتلي ماخوبونه ستا په غیږ کې داسې کړي لکه پروت چې په بسترکې شهزاده وي
پریږده ابادۍ ته مې..
پریږده ابادۍ ته می ډیر کار لرم کورلرمه کلې لرم ښار لرم پریږده نور په خدای چی ستړې شوی یم دیرش کاله په سر زه دغه بار لرم خوند اخلې کافره ته له دی نه چی غم لرمه درد لرمه دار لرم خدای به می دا ځوان کهول راپاڅوي وبه وینې هر ځای به زه لار لرم تاخو له زخمي ګوتې نیولې یم هیر نه کړې ظال
دامنم خو!
دامنم خو! دا منم چی ترقي ده په دی ښار کی دامنم چی پرمختګ دلته ځلیږی دامنم چی دقانون حکمراني ده دامنم چی مساوات دلته رواج دی خو دانه منم چی مینه دلته شته دی مینه دلته دڅو ورځو عاشقی ده مینه دلته ځوانیمرګه خاطره ده مینه دلته دڅو ورځو میلمنه ده په دی ښارکی ډیرې هسکې ودانۍ دي
زمونږ دښاركوڅې
راشه زمونږ دښاركوڅي وګورهپه كى ښكاره خلك سرونه پلوريدلته داوښكو دمشكڼو ټوكرۍپكى معصوم هلك هډونه پلوريراشه زمونږ دښاركوڅي وګوره دلته دسوال نوم هيچانه پيژندهدغيرت سر به په سندرو كى ودلته وبال نوم هيچانه پيژندوزمونږه مينوبه يوروح اخستهچى به دكوم سپرلي وږمى الوتىدښاپيريووپه حسينو كتودنازپه تاوزلمۍ جوسې الوتىهرڅه دمينى اوښكلا پلوشوپه وړانګو وړانګو زيړي لمركى ډوب وودمستو پيغلو د منګيوو ګړنګارپه څانګو څان
مینه
مينهګرانى!وختونه تير شولزمانى واوښتلىخو زه لا اوس هم هاغه تال ها سريندى غږومچى ډير كلونه مى پخوادتا لپاره ښه په جوش ترنګولخو اوس رو رو خپله مستي پريږديدخپل عروج له ازانګو څخه رالويږي ګلى !هو!نور ستړي شوي دي توان نه لريګرانى !خو زه به دى دمينى په قاموس كى ديولرغوني نوم په توګه ساتمهغه قاموس مى زړه دى چى لا اوس همدسريندى په تاركى مينه پييلي۲۰۰۱ م كال
ياد
زما دهيرى مينى يادهڅنګه مى بيا په سترګو سترګو ګرځىلكه چى بيادى په يادشوى يمهكه نه !له ماځنى خو ډيره موده پټ ګرځيدىله هغه وختهچى زما د زړه پنجرى نه لاړىخدايګو يادونو نه مى څلي جوړ كړلخو ته به نه وى ژر به ونړيدلخو اوس دماتو پنجرو مات زړګي كىهاغه دوخت درنګينيوو شيبىهاغه ستاينى دښكلا دپريهاغه نغمى ها ازانګى دمينى پاتى نه دينو!له تانه هيله لرم چى نور مى مه چيړه دامات زړګوټىپريږده ويده شم په
لکه لنډۍ دې په څپو یادوم
بيا مى څو دردونو زړه كى واړوليو نه دى زرونو زړه كى واړولنور هغه زمونږ كلي ته نه راځيوخت چى دويرونو زړه كى واړولڅنګ به چى شرنګ كوڅه كى تيره شوهمينى به دمونو زړه كى واړولاوس مې تصور هم بى مزى ښكاريخيال چى د غمونو زړه كى واړولوخته مازيګر مى كه بياراولىپوه شه چى نفلونو زړه كى واړولاوښكه مى لټيږي دسفرپه لورڅنګه زر اهونو زړه كى واړولخدايګو چى په نيمه لار كى پاتى شوملرو منزلونو زړه كى واړول۲۰۰۰ م كال
سندریز افغانستان
يوه ورځ به دې خداي راولي جانانه دا دوير او دماتم ټغر به ټول وي زمانې به تاج په سر وي درته ايښې دسندرو شور به رسي تر اسمانه داد غم اوښان به واړه كډه شويي چيرته لرې داغيار ښار او كوڅو ته
غږ دی نشته
ولى دى غږ نشته دى شرنګ دى نشته شور دى نشتهكه مروره يي چى جنګ دى نشته زور دى نشتهګلى پر زړه باندى مى تورو شپو كى ووريږىچراغ دى مړه شمع دى مړه ده ګرانى اور دى نشتهلكه ټپه لكه لنډۍ دى په څپو يادوومخدايزده پر كومه كډه شوى يي چى كور دى نشتهدروڼ سحر پرښه وى وړانګو دلمر واخستلىد اننګو په سر مى ښكل كړلى خو پور دى نشتهمينه مو وكړه ښه په مينه ګرانى ښه شوله داچى شر دى نشته شور دى نشته دى پيغور دى نشتهبس مازيګر شي وړانګى راشي خو ها خوندنه لري
مازيګر به شي جانانه
مازيګر به شي جانانه ته راوګوره په مينهزه به پاڼه دكتاب شم ته مى ولوله په مينهداسپيرې غونډۍ به وا شي د ګلونو به نڅا شيترنم به شي سندرى دمرغانو به ګډا شيته به لاس په خندا راكړى زه به لاس په مينه دركړمكه ته پريوځى له ګړنګه زه به خپله وينه دركړمها دغره كوچۍ به راشي مونږ به وغواړي كيږدۍتهدهوسيوو غږ به واورو مونږ به وخيژو غونډۍ تهله شپانه به شپيلۍ واخلو يو شيبه به نغمى سركړوياقربان به څو لنډۍ كړو يو ساعت به څپى سركړومازيگربه شي جانانه زه ب
انځور
غواړم هماغه انځور بیا تازه کړمچۍ ډیرکلونه ترینه لری وومهغواړم تابلو جوړه کړمغواړم هماغه انځوردمرمرینی تابلو تاج وټاکمزه لا لګیایمه انځور تازه کومچی د رود مستې څپېزما دښکلې انځور نوم راوړيڅپې په شور او زوک سندرې واییپه غورځنګونو کله هاخوا کله دیخواراشيته وا دمستو جونوسیل روان دېزه اوس دنیل د رود پرغاړه ناست یمغواړم انځورتازه کړمهاغه انځور چی می کلونه پخوادورکی مینی
غزل... جابرمخلص
غزل
غزل
نشته توپیر د دوی ترمیان ،د سړي زړه رڼا شي د محبت په سود او زیان ،د سړي زړه رڼا شي منم په نظم د سایل ادب کړي ناز د پښتو خو په غزل هم د کاروان ،د سړي زړه رڼا شي چې دا به مینه وي که ښکلي واړه ښه لګیږي ستا په لیدو خو په ایمان ،د سړي زړه رڼاشي چې ورته وشي د مور زړه کې د دعا اراده لکه چې ولولي قران ،د سړي زړه رڼا شي