خپله ژبه
قوم لره ښايي كتابت په خپله ژبه كې 
پس له دې نه بويه سياست په خپله ژبه كې 
ژبه د ملي هويت لويه ساتندويه ده 
پروت وي د قامونو ثقافت په خپله ژبه كې 
هر څه چې څوك كړي خو مليت د احترام وړ دى 
كيږي د ټولنې معرفت په خپله ژبه كې 
لاره شي ازغنه خوف او ويره وي د تلو په كې 
ګونګ او بې پروا چه شي ملت په خپله ژبه كې 
ژبه وسيله ده د افرادو د افهام تفهيم 
شته دى لا تر دې لوى فضيلت په خپله ژبه كې 
هره ژبه زده كړه، مګر هېره نه كړې خپله 
پيل كړه د پښتون ورور نهضت په خپله ژبۀ كې 
هر څه چه كېده شي يو بنياد ورته ايښودى شي 
پوه شه چې مضبوط وي رياست په خپله ژبه كې 
ښايي چې ماشوم ته اول خپله ژبه زده كړاى شي 
وده كوي ژر ژر مملكت په خپله ژبه كې 
هر هغه اقدام چې د فطرت په تقاضا وي 
نغښتى د ټولنې وي فطرت په خپله ژبه كې 
وايي علما ژبه سر ليك د مليت دى 
كړى دى پوهانو ټينګ حجت په خپله ژبه كې 
ژبۀ د ملي خصوصياتو ترجمانه ده 
پټ د هر يو قوم وي خصلت په خپله ژبه كې 
ژبه د قامي وجود تر ټولو لوى ثبوت دى 
ايښى دى خداى فيض او بركت په خپله ژبه كې 
غرق دى هغه قوم چې د خپلې ژبې تابيا نه كوي 
بويه چې حاصل شي مهارت په خپله ژبه كې 
بند به شي او ښكېل به شي چې ژبې ته څوك سپك ګوري 
واورى دغه ګواښ او نصيحت په خپل ژبه كې 
هله اباسين شي چې يې سوچ د اباسين شي 
ښه ليكل كړه پيل د قوميت په خپله ژبه كې