مه وژنه دخدائ لپاره ښکا ری دغه غرڅنۍ هوسۍ

مه وله دغه زم دهسکو غرونو سيلانۍ هوسۍ

پريږده چی پل پل دغه لوړ غرونه کړی

ودانګی مستی وکړی اولورپه لور تاختونه کړی

لری تری ماشه کړه ائ ښکاری چی ګناهکار به شی

چپه ترینه دتوپک خوله داسيده ده ازار به شی

خوشی دا سورسترګی کړه چی ښادی وکړۍ

ژوند وکړی له خپلو بچو سره مستی وکړی

ښکاری لری له مورچله پری ګزار مه کړه

دغه ده زهری توښه پام کوه پری وار مه کړه

کور به داوارشی اومړه به ستا بچيان شی

پک به شی پمن به شی تباه به ستا خپلوان شی

ښکاری ښکاری مه وژنه دخدائ لپاره دغه غرڅنۍ

ژوند ورته وبښه دغه ګونګه دغرونو شا پيرۍ

تاته ويمه سور سترګی ځه تښته لدی غرونه ته

وږئ ده بیرحمه ښکاری خبررنه منی درومه لدغو سردرو نه ته

ولاړه شه نورو غرو له چيری هلته چی ښکاريان نشته

ژوند غوره کړه هلته چيری چی ستا دغوښو کبابيان نشته

وتښته دخدائ لپاره دلته ټول خلک وږی ښکاريان شولو

ستا غوښه خو څه کړی چی دانسان دغوښو قصابان شولو