هلمنده ولی دمو جونه شولو مړاوی
هلمنده ولی دلور په لور تاختونه شولو مړاوی
ستا توپانی څپو په خلکو خوب وه ارام
هلمنده نو اؤس دولي هغه سازونه شولو مړاوی
څه شوه درپيښه را ته ووايه دخپل زړه خواله
چی د ببرببر بريتونه شولو مړاوی
مخکی به سره ګلان ستا په مستو جامو وه خمار
اؤس ولي هغه ستا داميند په تمه ګلونه شولو مړاوی
خاورو او شګو به ستا مخ ته سجدي کولي
نن دولي هغه مغرور خيالونه شولو مړاوی
پخوا به پښتنؤ پيغلو ستا په غاړه اتڼونه کول
هلمنده څنګه نن ستا درباب هغه ترنګونه شولو مړاوی
هلمنده چا ته په نظير کړی چی شرهار د نشته
دکوم شين سترګی سترګو وخوړي چی دڅپانده سيلابونه شولو مړاوی
هلمنده ويښ شه توپانی شه دغليم بيړۍ ور غرکه کړه ته
ويښ زرمتې کړه چی د ستر پښتؤن په اړه یې شعرونه شولو مړاوی
محترمو لوستونکو او لیدونکو دا شعر د ډير لرې ځای څخه مسافر ورور سید محمد زرمتي را استولی دی اوس مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او دا شعریې (
ګران ارين ورور او ټولو دقلم اتلانو ته دزړه له کومی ښی هيلي څرګندوم)ټه ډالی کړی دی هیله ده چې خپل ده چې خوښ موشي که څه نیمګړتیا پکې وي نو په سمه ونه کې یې راسره برخه واخلی.