د هیلو څخه د ډک زړه مړینه(ریښتینې کیسه)

لیکوال:محمدالله آرین احمدزی

کله چې د زړ په دفتر کې د ځينو ملګرو یادونه تازه کول چې ډير ېی یوځای ته رسیدلي وو او ډير یې یو ځای ته د رسیدو په حال کې وو نو ډير مې د خوښي احساس کاوو خو د ارواپوهنې خبره کله چې بیا خپل لاشعور ته لاړم ترڅو ځينې هغه ملګري چې ډير وخت کې له ما لرې دي او یا د کومې بدې پيښې ښکارشوي وي او یا داسې نور څه وي نو مې زړه په ښو ښه شي او په بدو او سخت عمر یې غمجن شم چې زما د ملګري دا کیسه هم د ده د ژوند یوه ریښتنې هنداره ده، زه د نورو خبرو څخه تیریږم او دا ده د دې کیسې کول تاسو ته د قلم په ژبه کټ مټ پيلوم.

هوکې زما ملګری چې د ډيره وخته مې پيژاند مې یو تاند ځوان، د ښکلې څيرې خاوند وو، تل به یې لنګوټه په سره وه ډير کړه وړه یې ډه سنت طریقه سم وو او د پيغمبر د لارې ا سنتو سره سم یې کارونه کول د ده د ځواني، لنګوټې او تورې نرۍ ږیرې څخه د ده هره څه ښه جاج اخیستل کیدای شو او هر سړه پرې پوهیدای شو چې څنګه سړی دی؟ او څه به یې کار وي؟.زما دا ملګری بریال نومیده د ده سره زما ملګرتیاا هغه وخت پيل شوه کله مو چې په یوه مسجد کې سبقونه پيل کړل د دې سره سره چې د ده عمر ډير زیات وو خو زما سره په سبق کې یوځای وو او تل مو سره یوځای سبقونه ویل او ډير څه مو زده کړل او ډیرې ورځې او میاشتې مو د مولوي صیب سره یوځای تیرې کړې خو د طالبانو د راتګ سره یوځای ده نور نو سبقونو  پریښودل او د طالبانو د ډلې سره یوځای شو او د دې ډلې سره یې په ډيرو جګړو کې برخه واخیسته او ځينې وخت به چې کورته راغی ډير کم به په کور کې وو او تل یې زړه غوښتل چې د خپلې وسلې سره یوځای وي او د کور او وروڼو څخه لرې وي نو به تل په ولسوالی کې وو او ځينې وخت به چې په تنګ شو نو به یې په ولسوالی کې د میشتو طالبانو لپاره چې د ګڼو ولایتونو وو په کلیو کې ډوډی راټولوله او ماښام تیاره به ولسوالی ته راته.وروسته تر دې چې دی د طالبانو سره یوځای شو ، نو زما او د ده لارې هم سره بیلې شوې ځکه ما تل غوښتل مخکې تر دې ټوپک واخلم او یا په جګړه کې برخه واخلم او یا د کومې څوکی د لاس ته راوړلو لپاره ځينې هڅې وکړم باید چې خپل درسونه پای ته ورسوم. د دې ترڅنګ چې دی د ښکلې ځواني خاوند وو د ښو اخلاقو او علم یې هم جوړه نه وه که څه هم  علم یې کم کړی وو خو په خپل لږ علم یې ډير عمل کاوو سهار وختي پاڅيده او د شپې  به هم نا وخته ویده کیده ډير یې غوښتل قرآن عظیم اشان تلاوت کړي او تل لمونځونه وکړي.وروسته تر دې چې امریکایانو په افغانستان برید وکړ او طالبانو ماتې وخوړه نو د ځینې خود خواه خلکو لخوا چې مخکې د ځينو ډلو او ټپلو پورې تړلي کسان وو ځورول کیدل پيل شو او د ده پا شان ډير کسان به هسې په یو او بل نوم ځورول کیده،د دې کړاونو له امله به دی هم تل له کور او کلي څخه لرې وو او نه به یې غوښتل چې ډير کورته لاړشي، ډير وخته به یې کوښښ کاوو چې زمونږ کره پاتې شي او دلته د شپې و اوسې د دې ترڅنګ چې بریال څوکاله مخکې کوژده کړې وه خو زړه یې نه غوښتل واده وکړي، د دې له امله ماته هم اندیښنه پيدا شوه  او یوه ورځ ما پرې ډير ټينګار وکړ چې ولې واده نه کوي که چیرې څه ستونزه وي کولای شي د ورور په توګه یې ماته ووايي. نو ده راته وویل چې زما نه هسې هم خپل کور پاتې دی نو څه ګټه چې واده وکړم هسې نه چې میرمن مې بې عزته شي او یا زما په مخ کې وځوریږي او بل داچې نن صبا ډيره ګراني ده زه بې کاره یم نه شم کولای واده اده وکړم ځکه چې زمونږ په سیمه کې ډيرې داسې ناخوالې شته اوس مهال د یو فرهنګ په توګه خلکو منلي دي او نه کول یې د ځان لپاره شرم ګڼي نو د دې ځينې ناسمو دودونو له امله دی هم اړوو ترڅو ډيرې پیسې پيدا کړي او بیا پرې واده وکړي، نو مې د ده په دې خبرو ډيره خوا شنه شوه خو بالاخره مو فیصله په دې وکړه چې دی به واده کوي او زمونږ د جومات امامت به هم کوي او د واده لپاره پیسې به زه ورته له خپل پلار څخه په پور اخلم ،نو ما ورته وویل چې زه به مې پلار ته ووایم چې پيسې درته پور درکړي ده هم را سره وومنله نو ما هم په سر کې د پلار څخه غوښتنه وکړه ترڅو ملابریالي ته یو څو روپی ورکړي، پلار مې هم بې د ځنډه راسره وومنله او ویې ویل چې څومره پیسې غواړي زه یې ورکوم او چې خدای یې ورکړي بیا دې راکړي.د څو ورځو وروسته بریالي د خپل واده چارې پيل کړې او لا به لس دولس شپې نه وې وتلې چې ماته یې وویل که خدای کړي وي نو واده تیار دی زه هم ډير خوشاله شوم ځکه د داسې یو کس د واده په پروګرام کې ګډون زما یوازنی ارمان وو نو مې ورته وویل چې څومره ښه.

واده تیارشو او بریالي واده وکړ د واده نه څو ورځې وروسته په بازار کې د امنیتي ځواکونو لخوا په دې تور چې ګواکې ته اوس هم د طالبانو سره اړیکې لرې ونیول شو او په ولسوالی کې بندي کړای شو خو د ډيرو منډو ترړو وروسته مو وکولای شول د کلي د سپين ږیرو په مرسته دی را خوشې کړو، د را خوشې کیدو سره سم به ډير کورته نه تلو تل به په جومات کې وو او ډير کم به د کور خواته تلو او ماته خو به یې تل ویل چې تا راته ویل واده وکړه اوس په کور کې ځينې څيزونه پکار دي زه نه شم کولای کور او د کور څخه بازار ته لاړشم خو ما به ژر په خولو کې خبره ور وچه کړه چې ته نه شې تلای زه خو  کولای شم لاړشم او ستا د میرمنې لپاره چې ما به د معمول سره سم ورته ورینداره بلله یو څه راوړم، هرڅه یې چې په کار وي زه یې ورته راوړم.هوکې د ده میرمنې د یوازې توب ډيرې شپې تیرې کړې او ډير یې یوازې د وهم او ډار څخه ډک خوبونه وکړل.خو د ډيرو منډو او کړاوونو څخه وروسته د دولت لخوا د پخلاینې په نوم پروګرام پلی شو په دې پروګرام کې دولت هغو کسانو ته چې مخکې او یا به یې اوس مهال د طالبانو سره اړیکې درلودې یوځای شول نو د دولت لخوا ورته عفوه کیده. نو ما هم د ده څخه غوښتنه وکړه چې دی هم لاړشي او په دې پروګرام کې ګډون وکړي خو ده راته وویل چې وروره ماکړي څه دي چې ته مې دې پروګرام ته ور ولې خو ما په دې ټينګار کاو ترڅو د دولت او شخصي دښمنانو د دې تور څخه خلاص شي او په کراره د خپلې میرمنې او نورې کورنۍ سره په کراره ژوند وکړي خو خیر وروسته تر دې چې ډير کسان د دې پروګرام سره یوځای شول او د ډيرو تورونو څخه خلاص شول او ځينې یې لا د ځينو کارو څيښتنان هم شول،  نو دی هم اړشو چې ورشي او د دې پروګرام سره یوځای شي خدای شته د دې پروګرام د یوځای کیدو سره یوځای یې ځينې ستونزې حل شوې او ویې کولای شول په خپل کور کې ژوند وکړي که چیرې به یې چا په ضد رپوټ ورکړ نو ولسوالي ته له تګ سره سم بیا چانه شو کولای دی بندي کړي ځکه د یادشوي کمیسون لخوا ورته ځانګړي کارتونه ورکول شوي وو او دوی په خپله خوښه د دې کمیسون سره یوځای شوي وو.د ډيرو ورځو وروسته چې زه هم نور نو د خپلې سیمې څخه د کابل خواته راغلی ووم نو مې داسې سم احوال نه وو پرې چې څه حال یې دی خو په هرحال د لرې څخه خبریدم چې اوس ډير ښه شوی دی کار کوي ژوند کوي کومه ستونزه نه لري. وروسته تر دې چې په کابل کې مې ډيرې شپې تیریرې کړې نو مې د ځان سره وویل چې ځم کورته  او همداسې مې وکړل او د کور په خوا ووخوځيدم کورته تر رسیدو څخه وروسته مې د کور د وګړو سره په ستړې مشې پيل وکړ، خو د دې څخه وړاندې چې د کور د ټولو وګړو سره جوړپه خیر وکړم مور مې په ډيره خوښې راته وویل چې زویه زیری مې درباندې د ملګري دې زوی پيدا دی،ما په ډيره حیراني ورته وویل چې د کوم ملګري مور جانې  مور مې راته وویل چې ولې د ملاصیب د ملا د نوم د اوریدو سره مې یوځل بیا خوښي یو په دوه شوه او له خپلې مور څخه مې مننه وکړه. او ژر مې ورور ته وویل چې هله ژرشه ماته یو  سیکل راکړه چې ور شم او مبارکي یې ورکړم نو مې همداسې وکړل د ورتګ سره سم مې دی د کور په مخکې ولید چې ډير خوښ معلومیده او د کور مخې ته د شنو ونو لاندې ناست وو  نو مې د لرې څخه پرې غږ کړ ملابریالی اخند څه کوې او ډير خوښ معلومیږې، دی ډير ژر مخې ته راته را ولاړ شو ښه شیبه مو یو او بل په غیږ کې سره تا راتاو کړل وروسته لاړو په میلمستون کې کیناستو د ډيرو ګیلو څخه وروسته ده ماته ویل چې ولې نه راځې او ماده ته ویل.... ورته مې د زوی مبارکي ورکړه او ده هم په ورین تندي وومنله او راته یې ویل چې دا ښه شو چې خدای زوی راکړ ګنې ته به چیرې او کله راتلې . وروسته تر دې چې ډيرې کیسې مو سره وکړې نو مې ورته وویل چې ماته نور اجازت راکړي  او غواړم لاړ شم نو ده راته وویل چې ځه اوس خو خیر ته هم مسافر راغلی یې لاړشه خو که خدای کړي وي په دې راتلونکو څو ورځو کې به په ابراهیم جان باندې یو ښکلی ختم کوم او ښه ډير مخور خلک علما او د کلي سپين ږیري به را غواړم ترڅو دعا ورته وکړي، هوکې د ده نوی زیږیدلی زوی ابراهیم نومیده. او ته به هم خامخا راځې اشنا،ما په ټوکه کې ورته وویل چې نه شم راتلای دی بیا لکه مخکې رانه خفه شو خو ډير ژر مې  په دومره ویلو چې خامخاراځم ډير ژر وکولای شول بریالی راضي کړم.

هوکې د ده د زوی نوم ابراهیم وو بلې جمعې ته مې ډير کوښښ وکړ چې کورته لاړ شم او د خپل پخواني یار د زوی د سر سلامتي لپاره په شوې میلمستیا کې ګډون وکړم همداسې مې وکړل او لاړم کورته کورته د رسیدو سره سم چې وو مې کتل بریالی زمونږ په دروازه کې ولاړ دی ما هم چې دی ولید ور روان شوم ورته مې وویل راځه اشنا زه هم همدا اوس راغلم کښې به نو، څه روغبړ به وکړو خو ده راته وویل چې یوازې بلنلیک مې درته راوړی وو نور نو ځم د صبا لپاره  څه ناڅه تیاری کوم ما هم ورته وویل چې ښه ده چې نه پاتې کیږې نو کولای شې لاړشې صبا حتمي درځم زه هم په کورکې څه معطل شوم او دی نور نو لاړ ترڅو صبا لپاره تیاری وونیسي خو دی د ځينو شومو خلکو له شومو موخو څخه نه وو خبر،ځکه وروسته تر دې چې دولت څه ناڅه ټينګ شو ځينې وسله والې ډلې چې ډيرې یې د ځينو خودغرضو او غلو خلکو پورې تړلې وې د طالب د پاک نوم څخه په ګټه اخیستنې په سیمه کې راپيدا شوې ترڅو وکولای شي د دې لارې څخه خپلې موخې لاس ته راوړي او د خلکو څخه په یوه او بل نوم پيسې واخلي. ډيرو خلکو چې د دولت او یا کومې موسسې سره یې کار کاوو دوی نه غوښتل چې دا کس دې همداسې پاتې شي او تل به یې وروته ګواښونه کول چې خپله دنده پریږدي او کنه د مرګ د سزا سره به مخامخ شي. تل به یې د ټلیفون او د شپې لخوا د ځينو لیکونو په مرسته دوی ته ګواښونه کول چې د دې ظالمانو تر ګواښ لاندې راغلی یو تن هم بریالی وو چې  ده ته څوځلې په ټلیفون ویل شوي وو چې ګواکې ته د دولت سره کار کوې او مونږ تا وژنو دی د دې سره سره چې ډير پاک وو نو تر ډيره ځایه دا خبرې ورته ټوکې ښکاریدې  ا ویل به یې چې ځه کوم ملګری به دې وي او ټوکې به درباندې کوي، ځکه چې وايي(غل نه خو لاباچا نه هم مه ډاریږه)خو دلته داسې نه وو.

وروسته تردې چې دی زمونږ د کورڅخه وتلی وو نو یې د بازار خواته مخې کړې وه ترڅو ځينې هغه څه چې د صبا لپاره اړتیا وه راوړي خو کاشکې د ده دا ارمان پوره شوی وای وروسته تر دې یې چې ځينې اړین شیان اخیستي نو ډير ژر یې د کور خواته په خپل موټرسایکل حرکت راکړی ترڅو ژر کور ته لاړشي، په لار کې د کومې ظالمې ډلې لخوا چې مخکې یې ده ته ګواښونه کړي وو چې ګواکې ته د دولت سره کار کوې اویا په عامه اصلاح جاسوس یې درول شوی او بیا په ډيره بې رحمانه توګه ویشتل شوی وو د ویشتل کیدو وروسته د ځينو خلکو لخوا روغتون ته رسول شوی خو د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې سا ورکړې وه او نور یې د تل لپاره له دې پاني دنیا سره مخه ښه کړې وه  او بیرته یې کورته په داسې حال چې په سرو وینو لړلی وو راوړل شو. د ه د دې  په ځای چې  صبا ته رابلل شوي خلک  یې د زوی لپاره د خیر او دعا غوښتنه وکړې رابللي خلک یې  دې ته اړ کړل ترڅو دې سپيڅلي او په ډيره بې رحم توګه  وژل شوي ځوان ته د ابدي ژوند لپاره د خیر دعا وکړي او داسې کسانو ته چې داسې کار یې کړی وو په ټولیز ډول د بربادي دعا وشوه،  زه یې په خبریدو ډير وژړیدم او د ده د هغه نوي تولد شوي زوی هیلې له خاورو سره خاورې شوې د ده دې زوی وو نه شو کولای د پلار د مینې څخه خوند واخلي او یا یې په پاکه او سپيڅلې غیږ کې لوبې وکړي، او نه یې د پلار دا ارمان پوره شو ترڅو وکولای شي د خپل واړه بچي وړې خبرې واوري او په راتلونکې کې وروته ځینې هلې او امیدونه ولري. او د ده کور یې د تل لپاره د غم په ټبر کینوله، او وړ زوی یې ورته یتیم او ځوانه میرمن یې ورته کونډه کړه.